1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوينر: د وتلو پر ځای بايد پر خپلي ستراتيژي کلک ودريږو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس د استازو د مجلس رئيس، جان بوينر په افغانستان کي د سفر تر پای ته رسولو وروسته د بارک اوباما د افغانستان څخه د وتلو پر پلان سختي نيوکي کړي.

https://p.dw.com/p/111l6
بوينر، د اوباما د ادارې د سر سختو مخالفينو له ډلي څخه شميرل کيږي.
بوينر، د اوباما د ادارې د سر سختو مخالفينو له ډلي څخه شميرل کيږي.انځور: AP

بوينر وويل: « له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو ايستل بايد د جګړې د ډګر له شرايطو سره سم وي، نه دا چي د هغه لپاره د سياسي محاسبو له مخه تصميم ونيول سي.»

بوينر چي د متحده ايالاتو په کانکرس کي د جمهوري غوښتونکو د ګوند لوړ پوړی استازی دی، د اوباما د ادارې د سر سختو مخالفينو له ډلي څخه شميرل کيږي.

د هغه دا خبره په هغه وينا پاڼه کي ياده سوې چي په واشنګتن کي د نوموړي د دفتر څخه خپره سوې ده.

په دغه وينا پاڼه کي د استازو د مجلس د رئيس له خولې ويل سوي دي:« کله چي د اوباما اداره په جولای کي د سرتيرو په وتلو پيل کوي، هغه بايد څرګنده کړي چي په دې اقدام سره لاس ته راغلي برياليتوبونه له ناکامۍ سره نه مخامخ کيږي. تر کومه ځايه چي اوس ښکاري، هغه يعني ولسمشر اوباما دا کار نه دی کړی.»

جان بوينر، په تيرو څلور ورځو کي د کانکرس د يو پلاوي په مشري له پاکستان او افغانستان څخه ليدنه کتنه وکړه.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال ديويد پيترايس سره د ليدني کتني پر وخت، بوينر وويل چي « په دې کي شک نه سته چي په افغانستان کي ځيني لاس ته راوړني سوي، خو هغه ټينګ او مضبوط نه دي، کيدای سي چي بيرته د لاسه لاړي سي.»

هغه زياته کړه: « په همدې وجه موږ ددې پر ځای چي د خپلو سرتيرو د ايستلو لپاره يو ضرب الاجل ټاکو، غوره ده چي د بغاوت ضد هغه ستراتيژي چي زموږ قوماندانانو د عمل په ډګر کي پلي کوي، پر هغې باندي کلک ودريږيو.»

د کانګرس نوموړي پلاوي په افغانستان کي د متحده ايالاتو له نورو لوړ پوړو چارواکو لکه د سفير ايکنبيري سره هم وليدل او د هغوی نظريات يي واوريدل.

د افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدني کتني وروسته بوينر وويل:« رښتيا هم چي د هغه يو حکومت چي د افغانستان د ټولو خلکو له ګټو او مصالحو استازيتوب وکړي او خپل ولس ته اعتبار ولري، جوړول يوه ستره ننګونه ده. مونږ د ولسمشرکرزي خبري واوريدې او هغه په دي لاره کي خپل هڅي څرګندي کړي او ډاډ يې ورکړ چي افغان حکومت په دې لار کي هڅي کړي او کوي يي.»

د متحده ايالاتو د کانګرس پلاوي وويل چي افغانستان ته د هغه د سفرهدف دا ؤ چي د عمل په صحنه کي وګوري چي څه پرمختګونه هلته سوي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل