1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپا څخه د میلیاردونو يورو لېږد

۱۳۹۶ آبان ۲۵, پنجشنبه

په اروپا کي مېشت بهرنيان هرکال په میلیاردونو يورو خپلو هيوادونو ته لېږي. یوازي له آلمان څخه دوی په میلیاردونو يورو خپلو هیوادونو ته استولي دي، چې تر نیمایې ډیر یې له اروپایې اتحادیې څخه د باندې هیوادونو ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/2ngkS
Globus mit Geldscheinen
انځور: picture-alliance/blickwinkel

په لوګزامبورګ کې د اروپایې اتحادیې د امارو ادارې  Eurostat رپوټ ورکړی دی چې په کلني حساب په اروپا کي مېشت بهرنيان په میلیاردونو يورو خپلو پلرنیو هیوادونو ته استوي. یوازې له آلمان څخه په ۲۰۱۶م کال کې ۴،۲ میلیارده يورو لیږل شوي دي.

« Eurostat» تیر کال له اروپایې اتحادیې څخه د باندې هیوادونو ته د شخصي حوالو مجموعه ۳۰،۳ میلیارده يورو محاسبه کړي دي. دا شمیر په ۲۰۱۵م کال کې شاوخوا یو میلیارد تر دې کم وو، خو په هغه کال کې د دې رقم لوړیدل یوه ځانګړې پيښه وه.

د اروپایې اتحادیې د امارو ادارې د معلوماتو له مخې د دغو پیسو یا انتقالاتو لویه برخه بهرنيانو خپلو هیوادونو ته استولې ده. په عین وخت کې ۹،۹ میلیارده يورو اروپایې هیوادونو ته استول شوي دي.

په دې توګه په مجموع کې تر ۲۰،۴ میلیارده ډيري يورو له اروپایې اتحادیې څخه د باندي هیوادونو ته استول شوي دي، نسبت و هغو پیسو ته چې له باندي څخه د دغې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال شوي دي. دا رقم په اروپایې اتحادیه کې دننه ۱۴،۲ میلیارده يورو وو.

آلمان ته تقریباً هیڅ پیسې نه دې لیږل شوي. د اروپایې اتحادیې د امارو ادارې د رپوټ پر اساس په بهر کې د پولي حوالو اندازه ۴،۲۱۴ میلیارده يورو ته رسیدلې وه، په داسې حال کې چې له بهر څخه بیا څلور میلیونه يورو پيسې اروپا ته انتقال شوي دي.

تر ټولو ډیري پيسې یعنې ۹،۴ میلیارده يورو له فرانسې څخه لیږل شوي دي. همدارنګه له بریتانيا څخه د ۴،۶ میلیارده يورو په استولو سره په دې برخه کې دویم مقام ترلاسه کړی دی.

زموږ له ارشيف څخه: