1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله ديش کي د روهنګيا مهاجرو شمير ۳۰۰ زرو ته ورسيد

۱۳۹۶ شهریور ۱۹, یکشنبه

د فرانسې خبري آژانس د ملګرو ملتونو د شنبې ورځ رپوټ په حواله خبر ورکوي چې بنګله ديش کې د روهینګا مهاجرو شمير نژدې ۳۰۰ زرو ته ورسيد. ميانمار حکومت د لومړي ځل لپاره په دغه هيواد کې د يو شمير روهنګيايانو سره بشري مرستي کړي.

https://p.dw.com/p/2jf7u
Rohingya-Konflikt in Myanmar
انځور: picture-alliance/AA/Z. H. Chowdhury

ملګري ملتونه بنګله ديش ته د لسونو زرو نورو روهنګيايي مهاجرو راتلو ته چمتوالی نيسي کوم چې د ميانمار له راخينه ايالت څخه بې کوره شوي دي. روهنګيايي مسلمانان د ميانمار پر پوځ او د راخينه پر توکمو تور لګوي چې کلي او کورونه يې ورسوځولي دي.

ميانمار سربيره پر دې چې دغه تورونه ردوي وايي چې روهنګيايي ملیشو د اګست په ۲۵مه د پوليسو پر پوستو  مرګونې حملې وکړې او د ملکي وګړو د وژلو او د زرونو کورونو د ويجاړولو ويره يې خپره کړه.

د بنګله ديش چارواکي د يو داسې کمپ د جوړيدو پر پلان لګيا دي چې د ۲۵۰ زره انسانانو د اوسيدو وړتیا ولري. بنګله ديش سربيره پر دې له ميانمار سره خبري کړي تر څو دغه هيواد په راخينه ایالت کې  روهنګيايانو له پاره خوندي ځايونه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې يوه وياند، جوزيف تريپورا د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې « د اګست مياشتې له ۲۵مې راپديخوا شاوخوا ۲۹۰ زره روهنيګايان بنګله ديش ته رسيدلي دي». د ميانمار په راخينه ایالت کې شاوخوا ۱ اعشاريه ۱ ميليون روهنګيايان اوسيږي چې دغه هيواد يې له منلو انکار کوي. ميانمار دغه مسلمان اقليت د غیرقانوني مهاجرو په توګه پيژني. د دغه مسلمان اقليت يوه دريمه برخه له اکتوبر مياشتې څخه مهاجرتونه پیل کړي، دا هغه وخت وو چې روهنګيايي جنګياليو په لومړي ځل ميانماري پوځيانو پر وړاندې جګړه پيل کړه.

د بشر د حقونو ډلې د مهاجرو د هغو تورونو پر اساس چې وايي له دوې څخه يې وژلې، جنسي تيرې پرې کړي او کورونه يې سوځولي، دا هرڅه د روهنګيايانو د ټکولو په موخه يو سيستماتيک کمپاين بولي تر څو دې سره يې دغه اقليت په زور دې ته اړ کړی وي چې له ميانمار څخه ووځي.

دا چې راخينه ایالت تر سخت کنترول لاندې دی، د دغو تورونو سپیناوی مشکل دی.

بنګله ديش ته رسيدلي هغه مهاجر چې د خپلو کورنيو سره يوځای شوي يا خو د کاکس بازار په سیمه او هم شاوخوا د واټونو په غاړه او غونډيو د پاسه په موقتي خيمو کې ځای پرځای شوي تر څو له برساتي بارانونو څخه خوندي وي.

بنګله ديش کې د خوراک نړيوال سازمان مشر ديپايان بهاتاچاريا د فرانسې خبري آژانس ته وویل: په داسې حال کې چې « دوی له هر څه څخه محروم او د خپلو اساسي بقا لپاره ناهيلې دي»، د وريځو يوې ۲۵ کيلويي کڅوړې سره خپلو کورنيو خواته روان وي.

وږي روهنګيايان کمپ ته داخل شويو د مرستو هرې لارې پر لور منډې وهي تر څو يو څه په لاس راوړي وي.  کورونو پر لور روان وي.

د میانمار د حکومت ملاتړ کونکو رسنيو د شنبې په ورځ وويل چې دغه هيواد به په راخينه ايالت کې روهنګيا مهاجرو ته د مرستو د ويش درې کمپونو جوړ کړي.

دا لومړنی ځل دی چې د ميانمار حکومت روهنګيا مسلمانانو سره کوم چې په زيات شمير کې بېځایه شوی دي، د مرستو چمتوالی ښيي.

د ميانمار دولت لومړنۍ سلاکاره آنګ سان چې د راخينه ايالت د وروستيو تاوتريخوالو په تړاو له فشارونو لاندې راغله او بلاخره اړ شوه چې د روهنګيا مسلمانانو په اړه خبرې وکړي.

هغې درې ورځې مخکې ويلي وو چې رسنيو د راخينه ايالت د پيښو په اړه ناسم رپوټونه خپاره کړي دي.

بنګله ديش کې د ملګرو ملتونو دفتر په حواله د بشر حقونو سازمانانو د مهاجرو بحران ته د رسيدګۍ د پاره د ۷۷ ميليونو امريکايي ډالرو د مرستې اپيل کړی دی.