1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بندیزونه به پر ايران باندې څه اغېز ولري؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

کارپوهان پر ايران باندي د اقتصادي بندیزونو د اغيز په اړه سره همنظره نه دي. خو د دوی څېړني ښيي چې امريکا متحد ايالات پر ايران په بندیزونو سره سهوه کوي.

https://p.dw.com/p/2y3sv
Symbolbild Kündigung Atomabkommen mit Iran durch USA
انځور: Imago/Ralph Peters

په ۴۳۲ کال کې د يونانيانو يوه پاچا پيريکلز د اقتصادي بندیزونو له لارې د فشار اچولو هڅه کړې وه. او تقریباً دغه لانجه همدومره زړه هم ده چې آيا بندیزونه يوه ښه وسيله ده او که نه؟ څو یې له لارې حکومتونه د خپل چلن بدلون ته مجبور کړل شي.

گيري هوفباور او د امريکا د نړيوال اقتصاد د پيرسن انستيتويت څخه د هغه همکارانو له۱۹۹۰يمې لسیزې راهيسې د معلوماتو يو هر اړخيز مرکز جوړ کړی دی او کابو ۲۰۰  قضيې یې پکښې څېړلي دي. دا قضیې له لومړۍ نړیوالې جگړې څخه نيولې بيا د روانې پيړۍ تر پيل پورې رسيږي.

په هامبورگ کې د نړيوالو او سيمه ایزو مطالعاتو د لايبنيڅ انستيتويت د سولې او امنيت د څيړنو مشر کرستيان فون سويست، په دې اړه وايي: «هوفباور او نورو په دې اړه څيړنې کړي. دوی دې نتيجې ته رسيدلي چې د ټولو بندیزونو کابو دريمه برخه یې اغیزمن ول. خو دا شمير لانجمن دي. نور څيړونکي بيا وايي چې د هغو قضيو شمیر ډير کم دی چې بندیزونو په رښتيا پر چلن اغیز کړی وي. دوی دغه شمير پنځه سلنه يادوي.»

 کوم اهداف؟

په هغو قضيو کې چې له اقتصادي بندیزونو سره همزمان پوځي بندیزونه هم لگول شوي وي، زياتره وخت روښانه نه وي چې د بندیزونو کومه برخه د چلن د بدلون سبب شوې؟ سربيره پر دې بندیزونه ښايي بيل بيل اهداف ولري: ځيني بايد د يوه حکومت په دريځ او يا چلن کې د بدلون سبب شي، يا بايد د يوه هیواد د فعاليت ساحه محدوده کړي او يا له نړيوالو اصولو څخه د سرغړونې پر وخت د يوې جزا په توگه ليدل کيږي.

خو په دې برخه کې يوه خبره يو څه يقيني ده چې د مطلق العنان رژيمونو په پرتله بندیزونه پر ديموکراتيکو حکومتونو ډير اغیز لري. سوسيست وايي: «په ديموکراسيو کې ولس ډير چینلونه لري چې له لارې خپله غوسه ښکاره کړي او پر خپل حکومت فشارونه واچوي.»

پر دې ټولو ناخبريو سربيره چې آيا د بندیزونو له لارې سياسي اهداف ترلاسه کيدای شي او که نه: دا خبره روښانه ده چې بنديزونه کولای شي د يوه هيواد اقتصاد ته ضربه ورسوي. کيوبا او شمالي کوريا یې ښه مثالونه دي. خو بندیزونه د دې ملکونو په دريځ کې د بدلون باعث نه شول.

Unternehmer Hesam Ganjavian auf der Messe Iranhealth in Teheran
د ولسمشر ترمپ له خوا د ايران سره د اتومي تړون د لغوه کولو پريکړې په ايران کې نړيوال پانگوال انديښمن کړيانځور: DW/D. Hirschfeld

پر ايران د امريکا متحدو ايالاتو د ۲۰۱۰م او اروپايي ټولنې د ۲۰۱۲م کال بندیزونو د دې هيواد د تيلو صادرات ډير کم کړل. خو آیا دا څه سبب شول چې ايران په ۲۰۱۵م کال کې بالآخره پر اتومي تړون توافق وکړ؟

علتونه او اغیز

د فرانکفورت پوهنتون د سياسي علومو استاد او د هیسن د سولې او کړکيچ د څيړنو د موسسې مشر کرستوفر داسه، وايي چې هيڅ يو هيواد به هم دا ونه مني چې موږ بندیزونو دغه ډول چلن ته مجبور کړو. هغه زياتوي: «سړی پر دې بندیزونو طبعي ده د متقابلو بندیزونو له لارې غبرگون ښيي خو د يوه داسې  تړون لغو کول چې د يوې بيخې بلې موخې يعني اتومي پروگرام د له منځه وړولو له پاره رامنځته شوی وو، د بحث وړ خبره نه ده.»

نوموړې په دې اړه شک څرگندوي چې د ايران پر ضد د امريکا له خوا اعلان شوي اقدامات په اصل کې بندیزونه دي او که نه. دی زياتوي: «بندیزونه خو په اصل کې هغه بيه يا قيمت دی چې يو اړخ یې ځکه ورکولو ته مکلفيږي چې هغه له نړيوالو اصولو څخه سرغړونه کړي وي خو ايران خو پر اتومي تړون عمل کړی دی او سره له دې هم بايد جزايي شي؟»

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر ايران د ترهگرۍ او د منځني او نزدې ختیځ د بې ثباته کولو تور لگوي. داسه په دې اړه وايي: «سړی واضح ده چې پر دې چلن د غبرگون هڅه کولای شي. د بندیزنو له لارې هم. خو د يوه تړون لغو کول د درک څخه بهر خبره ده.»

د ترمپ سهوه؟

د GIGA انستيتويت څخه کرستيان فون سويست وايي چې ترمپ په دې سره د کاميابو بندیزونو له دوو مخشصاتو څخه سرغړونه کوي. لومړی دا چې دی د بندیزونو بيلا بيل هدفونو سره مخلوطوي. کله چې ايران ته روښانه نه وي چې بندیزونه کله لغو کيږي «نو د دې بندیزونو اغیز به هم کم وي.»

د نوموړي په حواله د اغیزمنو بندیزونو له پاره دا هم مهمه ده چې دغه بندیزونه د يوه واحد اړخ له خوا ولگول شي او د بندیزونو وضعه کوونکي بايد په خپلو کې سره ويشل شوي نه وي.

دا چې ترمپ به د اقتصادي فشار له لارې د «بندیزونو يو نوی اړخ» رامنځته کړای شي او که نه، تر اوسه روښانه نه ده. خو د سياسي کړکيچو د څيړونکي داسه له نظره د ترمپ ناکامي يقيني ده. هغه وايي: «اروپايي ټولنه هيڅکله هم د بهرني او امنيتي سياست په برخه کې دومره سره يوځای نه وه لکه اوس چې ده.» د هغه له نظره اروپايي ټولنه اوس يو چانس لري چې له امريکا متحدو ایالاتو سره د مبارزې په ترڅ کې وده وکړي او د ځان له  پاره د همکارۍ نوې موقعې ولټوي.

Andreas Becker (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: