1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلوچستان او قبایلي سیمې ولي د تعليم په برخه کي پاته دي؟

بينش جاويد۱۳۹۵ خرداد ۵, چهارشنبه

د یوه تازه رپوټ له مخې د پاکستان بلوچستان ایالت او د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې قبایلي سیمې (فاټا) د پاکستان د نورو سیمو په پرتله د زده کړو په برخه کې تر ټولو وروسته دي.

https://p.dw.com/p/1Ity6
انځور: DW/D. Baber

د تعلیم د ودې او په دې برخه کې د پوهاوي پیدا کولو غیري دولتي ادارې الف اعلان، له لوري د یوه تازه خپور شوي رپوټ له مخې پلازمېنه اسلام آباد په پر له پسې ډول د څلورم ځل له پاره هم د ټولو ایالتونو په پرتله د زده کړو په برخه کې ښه وو. که څه هم په اسلام آباد کې په ښوونځیو کې د شاملیدو کچه او د زده کړې د معیارونو پایلې د هیواد په کچه تر ټولو ښې دي خو د بنسټیزو آسانتیاو په برخه کې په دوهم ځای کې دي.

په دغه رپوټ کې په ټول پاکستان کې د هرې سیمې د تعلیمي ادارو ارقامو ته کتنه شوې او د تعلیمي څرنگوالي یو انځور وړاندي شوي دی. د موجودو ارقامو له مخې د ټولو سیمو ښوونځیو ته نمرې ورکړل شوي دي.

د دغو نمرو له مخې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر دوهمه او پنجاب ایالت دریمه درجه دي. د دغه رپوټ له مخې سږ کال هم د پنجاب اړونده سیمې په لومړیو درجه بندیو کې راځي. په پنجاب کې د راجن پور سیمه هغه یوازینی ځای دی چې په لومړیو سلو نمرو کې نه دی شامل. په ډیره غازي خان او مظفر گړهـ کې هم تعلیمي نظام مناسب نه دی.

رپوټ زیاتوي چې د ښوونځیو د زیربناوو په برخه کې پر خرابولي سربیره گلگت بلتستان په تعلیمي درجه بندۍ کې د تل په څیر ښه دی.

د تعلیمي معیار له مخې خیبر پښتونخوا او سندهـ ایالتونه په ترتیب سره پنځمه او شپږمه درجه کې راځي.

د درجه بندۍ په وروستیو ځایونو کې د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې قبایلي سیمي یا (فاټا) او بلوچستان ایالت دی، چې اوومه او اتمه درجه کې راځي.

د بلوچستان ایالت کې د گوادر او کویټه سیمې د دغه ایالت د نورو سیمو په پرتله د زده کړو له لحاظه تر ټولو ښي دي.