1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلغاریا غواړي ګڼ شمېر افغان مهاجر اخراج کړي

۱۳۹۵ آذر ۶, شنبه

په بلغاریا کې مهاجرینو او پولیسو ترمنځ له اخ او ډب وروسته اوس د دې هیواد چارواکو پریکړه کړې چې کابو ۱۰۰۰ تنه مهاجرین چې زیاتره یې افغانان دي له دې هیواد څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/2TI3n
Bulgarien Proteste vor dem Flüchtlingslager in Harmanli
انځور: BGNES

وروسته له هغې چې د پنجشنبې په ورځ زرګونو مهاجرینو له پولیسو سره تاوتریخوالی وکړ، اوس بلغاریا غواړي چې له دې هیواد څخه ګڼ شمیر مهاجرین اخراج کړي. د بلغاریا لومړي وزیر، بویکو بوریسوف وایي چې په هارمانلي کې له دې ستر کمپ څخه دغه مهاجرین به مخکې له دې چې اخراج شي د ترکیې پولې ته څیرمه د پوځ یوه پخواني کمپ ته انتقال شي.

بوریسوف د جمعې په ورځ د ترکیې پولې ته څیرمه د پوځ د یوه پخواني کمپ څخه چې پکې شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجرین میشت دي لیدنه وکړه. په دې کمپ کې زیاتره د افغانستان او سوريي مهاجر میشت دي. د بلغاریا لومړي وزیر د کتنې پر مهال وویل چې په راتلونکو اونیو کې به په دې اړوند تیاري ونیول شي ترڅو «موږ وکولای شو هغه کسان چې قانون ماتوي، منزوي شي.»د پنجشنبې د ورځې په پیښه کې ګڼ شمیر افغان مهاجرو په یوه کمپ کې له پولیسو سره په اخ او ډب کې اور بل کړ او پر پولیسو یې د ډبرو ګزارونه وکړل. اوس دغه افغانان په بلغاریا کې له دې کمپ څخه اخراجیږي او مخکې له دې چې خپل هیودا ته ولیږل شي، دوی د ترکیې پولې ته څیرمه د پوځ په یوه پخواني کمپ کې په موقتي ډول ځای پر ځای کیږي.

د دې هیواد لومړی وزیر وايي: «دوی به بیا له دې هیواد څخه هر څومره چې ژر ممکن وي، اخراج شي.» هغه همدا راز زیاتوي چې د افغان مهاجرینو د لیږد لومړنۍ الوتکه به د راتلونکې ډیسمبر په میاشت کې خپل لومړنۍ پرواز ترسره کړي. د دې کمپ د تړلو په هکله د ځايي اوسیدونوکو سره له کتنې وروسته، بوریسوف ویلي دي چې د راتلونکي کال له پاره به یوازې سوریايي مهاجرین په هارمانلي کې پاتې شي.د پنجشنبې په ورځ نږدې ۱۵۰۰ مضاهره کوونکو له دې امله پر پولیسو د کاڼو ګزارونه وکړل چې د دوی په وینا په دې کمپ کې بندي کړل شوي دي او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري. د دې مظاهرې په ترڅ کې چې د شپې پر مهال ترسره شوه، هغه مهال چې پولیسو غوښتل مهاجرین بیرته خپلو خونو ته ولیږي کابو ۲۹ پولیس سرتیري او ۲۰ کډوال ټپیان شوي دي. د دې پیښې په ترڅ کې ۴۰۰ مهاجرین بیا د پولیسو لخوا نیول شوي هم دي.

ځايي څارنوالانو ویلي دي چې د یادې پیښې له امله ۱۸ مهاجرین د ورانکارۍ په جرم نیول شوي دي او په دوی تور دی چې کړکۍ او د کمپ په کانتین کې یې میزونه او چوکی ماتې کړي دي.

په ورته وخت کې له دې پیښې وروسته د بلغاریا حکومت په ټول هیواد کې د مهاجرینو په کمپونو کې د پولیسو شمیر زیات کړی دی. کابو ۱۳۰۰۰ مهاجرین چې زیاتره یې د افغانان دي په بلغاریا کې چې د اروپايي ټولنې یو بې وزله هیواد دی، بند پاتې دي. د دې هیواد په ګاونډ یونان کې هم د مهاجرینو په کمپونو کې کله نا کله د اخ او ډب خبرونه ورکول کیږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.09.2015):

بلغاريه کي افغان مهاجر: "پوليسو سخت وهلي ټکولي يو"