1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلغاريا د «جنوبي جريان پايپلاين» کار ودراوه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

د بروکسل او واشنگټن له خوا فشار کار وکړ. د بلغاريا حکومت له روسيې څخه د بلغاريا له لاري اروپايي ټولني ته د گازو پر «جنوبي جريان پايپلاين» باندي کار ځنډولی دی. اوس به نو نوي تماسونه نيول کيږي.

https://p.dw.com/p/1CEm5
انځور: picture-alliance/dpa

د بلغار لومړي وزير په پلازمېنه سوفيه کي د امريکا له يوه سناتور سره تر ملاقات وروسته ويلي دي چي ده «امر کړی دی ټول د جوړولو کارونه ودرول سي.» هغه زیاته کړې ده چي «کارونه به بيرته هغه مهال پيل سي چي د بروکسل له خوا ټولي نيوکي له منځه ولاړي سي.»

پر دغي پروژې به له اروپايي ټولني سره تر خبرو وروسته بيا کار پيل سي. په پلان کي ده چي د جون مياشتي پر ۱۳ نېټه د اروپايي ټولني د کارپوهانو يوه ډله بلغارته سفر وکړي.

د دغي پريکړي شاليد د اوکراين کړکېچ دی چي اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو پر روسيې باندي د اوکراين په کورنيو چارو کي د لاس وهلو په خاطر بنديزونه لگولي دي.

اروپايي ټولني تيره اوونۍ بلغاريا ته ويلي ول چي پخپله خاوره کي دي د پايپلاين جوړولو کارونه بند کړي.

اروپايي ټولني ويلي ول چي دغه قرارداد د دوی د ټولني له قوانينو سره سر نه خوري. ځکه نو بروکسل پر بلغاريا باندي اقامه دعوه کړې ده.

امریکا متحده ايالاتو هم پر بلغاريا باندي نيوکي کړي دي چي له هغه روسي شرکت «ستروی ترانس گاز» سره چي د اوکراين د کړکېچ په اړه بنديزونه کي راغلی دی، قرارداد لاسليک کړی دی.

پايپلاين بايد د اوکراين ترڅنگ تير سي

دغه نزدې ۲۴۰۰ کيلوتره اوږد «جنوبي جريان پايپلاين» د روسيې د «گازپورم» شرکت په مشرۍ جوړيږي. دغه پايپلاین له روسيې څخه د توري بحيرې تر اوبو لاندي تيريږي او د اروپايي ټولني په غړي هيواد بلغاريا کي بيرته وچي ته راوځي.

د پلان له مخي به بيا له بلغاريا څخه يو ښاخ د يونان له لاري ايټاليا ته او بل ښاخ به له صربستان، هنگري او سلوانيا څخه اتريش ته ورسيږي. په دې سره به نو اوکراين په اصطلاح د گازو يو ترانزيت هيواد وي.

د جنوبي جريان پايپلاين به دغه شان وي
د جنوبي جريان پايپلاين به دغه شان وي

د اروپايي ټولني غريب هيوادونه غواړي چي دغه پروژه ژر تر ژره عملي سي او وايي چي له روسيې څخه د گازو لېږل بايد د اوکراين له کړکېچه جلا سي.

بلغاريا چي له نزدې اوو کلونو راهيسي د اروپايي ټولني غړی هيواد دی تقريباً په بشپړه توگه د روسيې په گازو پوري تړلی دی. دغه هيواد په ۲۰۰۹ کال کي د اوکراين او روسيې ترمنځ د گازو پر سرجنجال کي سخت زيانمن سو.

هغه مهال د اوکراين له لاري بلغاريا ته د روسيې گاز بند سو او په سونو زرو بلغاريايانو بايد سخت يخ تېرکړی وای.