1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجيم کي افغان مهاجر په جنسي تېري تورن سو

۱۳۹۴ اسفند ۱, شنبه

په بلجيم کي يو شپاړس کلن افغان په جنسي تېري تورن کړل سوی دی. پر هغه تور دی چي د يوې ښځينه مرستندويي سره يې زياتی کړی. دا په داسي حال کي چي د پناه غوښتونکو له پاره مخکي له مخکي منفي احساسات تر سترګو کيږي.

https://p.dw.com/p/1Hz17
انځور: DW/A. Rönsberg

په بلجيم هيواد کي د مهاجرو د ساتنې په يو کمپ کي پر يوې ښځينه مرستندويي د جنسي تېري قضيه راپورته سوې ده. د رسنيو د راپورونو له مخي د زنا بالجبر په دغه تور يو شپاړس کلن پناه غوښتونکی تورن سوی دی چي د افغانستان سره تړاو لري. دغه پيښي په بلجيم کي د مهاجر ضد سياستوالو له پاره د مهاجرضد سياست پر مخ بيولو له پاره يو نوی دليل رامنځ ته کړی دی.

د تور له مخي افغان مهاجر په کمپ کي د غذا وېشلو له پاره مؤظفه يوه کار کوونکې مېرمنه تعقيب کړې او د کمپ په زېرخانه کي يې پر هغې جنسي تېری کړی دی. دغه قضيه د فرانسې و سرحد ته نژدې د مېنن په يو مهاجر کمپ کي رامنځ ته سوې ده. پر ياد افغان په رسمي توګه د څارنوال له خوا د جنسي تېري تور لګول سوی دی. اړونده قاضي امر کړی چي دغه افغان دي د ځوانانو له پاره مشخصه زندان ته ور وپېژندل سي، تر څو چي هغه د محاکمې دويم سماعت ته رابلل کيږي.

د سره صليب مرستندويه سازمان ويلي دي چي په تيرو پنځه ويشتو کالو کي په بلجيم کي دا لومړۍ پېښه ده چي د پناه غوښتونکو په کمپ کي رامنځ ته کيږي. د سره صليب وياندي ويلي چي د پيښي څخه دوې اونۍ تر مخه يې په دغه کمپ کي يو روزنير کورس داير کړی ؤ چي موضوع يې دا وه چي څوک بايد د ښځو سره څنګه چلن وکړي. د دغه وياند په وينا په جنسي تېري تورن ځوان هم په دغه کورس کي ونډه اخيستې وه.

د بلجيم پيښي يو ځل بيا په اروپا کي د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو د مهاجر ضد سياسي ډلو مبارزې ته ګټه رسولې ده. دا په داسي حال کي چي د نوي کال په شپه په آلمان کي د بهرني ځوانانو له خوا د سلهاؤ مېرمنو زهيروني په نړيواله توګه لوی خبرونه رامنځ ته کړي ول.

په بلجيم کي د مهاجر ضد سياسي ګوند ولامس بېلانګ سياستوال پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «زه يو ځل بيا دا خبره تکراروم، چي داسي کسان چي ورته بايد کورسونه داير سي چي د ښځو سره بايد څوک څنګه چلند وکړي، هغوی بايد له سره دغه هيواد ته را پرې نه ښودل سي.»

په بلجيم کي په ۲۰۱۵ کال ۳۵۴۷۶ د پناه غوښتني وسوې چي د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه چنده زیاتي وې.