1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري: په ټولو نا امنه ولسواليو کي محلي پوليس په دندو گمارو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د هيواد په ۶۳ ولسواليو کښي ۷ زره محلي پوليس په دندو گمارل سوي او په پلان کي ده چي په نورو نا امنه ولسواليو کښي هم محلي پوليس جوړ سي.

https://p.dw.com/p/113E9
په ځانگړي پوليسي يونيفورم ملبس محلي څارندوی او د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
په ځانگړي پوليسي يونيفورم ملبس محلي څارندوی او د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: DW/Hosain Sirat

د ياد وزارت په خبره ددې پوليسو لپاره يو ډول خاکي يونيفورم جوړ کړی او وايي چي ټول محلي پوليس به په يو ډول يونيفورم ملبس وي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يکشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي د محلي پوليسو جلب و جذب به د اړتيا تر وخته پوري روان وي.

بشري وويل چي، دغه ولسوالۍ په ۷ مرحلو کښي د محلي پوليسو تر پوښښ لاندي راغلي او داچي، ورسره محلي خلکو په دې لاره کي مرسته کړې.

« په هغه ځایونو کښي چي ورته اړتيا وه دغه پوليس هلته جوړسوي او خلکو مو پوره ملاتړ کړی دی.»

د محلي پوليسو د جوړيدو طرحه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترياس ده چي هغه دغه ډول يوه تجربه په عراق کي هم تر سره کړې چي د القاعدې د فعاليتونو په وړاندي يې محلي خلک مسلح کړي.

خو کارپوهان وايي چي د عراق او افغانستان شرايط فرق کوي، ځکه نو دا کار به په افغانستان کښي بېله منفي مثبتي پايلي و نه لري.

د کورنيو چارو وزارت د وياند په خبره د محلي پوليسو د جوړولو ۸ مرحله به ډير ژر پيل سي چي په دې کښي به په نورو ۱۴ ولسواليو کښي هم محلي پوليس په دندو پيل وکړي.

هغه وويل چي محلي پوليس په هغو ولسواليو کي په دندو گمال کيږي چي د تهديدونو سره مخ دي.

بشري وايي چي د محلي پوليسو د جذب او انتخاب پروسه د محلي شوراگانو، ولسواليو د شوراگانو، امنيې قوماندان او ولسوال په سلا مشوره تر سره کيږي. تر څو په پوليسو کښي د شکمنو کسانو د نفوذ مخنيوی سوي وي.

« استخباراتي پلټني هم تر سره کيږي تر څو معلومه سي چي په دغه کسانو کښي مشکوک څوک نسته.»

دا په داسي حال کي ده چي يو شمېر کارپوهان دې پوليسو ته د شک په سترگه گوري. ځکه د هغوی په خبره دغه ډول محلي خلکو په تيرو وختونو کي د مليشو په نامه دا ښودلې چي د امنيت پر ځای د بې امنۍ سبب گرځېدلي.

خو ښاغلی بشري وايي چي محلي پوليس مليشې يا اربکي نه دي، بلکي دغه پوليس تر روزني وروسته ټولني ته وړاندي کیږي او د کورنيو چارو وزارت تر تر نظر لاندي فعاليت کوي.

« دغه پوليس ملېشه نه دي، بلکي يو مسلکي پوليس دي چي لنډ مهاله زده کړي کوي.»

بشري د هغو انديښنو په اړه چي گواکي دغه پوليس به د ځايي اوسيدونکو د اذيت سبب وگرځي وويل چي، دغه محلي پوليس به د کورنيو چارو وزارت له خوا اداره کيږي او د هغوی قوماندان به د ولسوالي د امنيه قومندان مرستيال وي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل