1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریښنا شرکت د خپلو پوروړو کسانو نوملړ بربنډ کړ

۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبه

د بریښنا شرکت په کابل کې د خپلو پوروړو نوملړ بربنډ کړ. د دې ادارې له خوا د پوروړو کسانو د بربنډ شوي نوملړ کې د ۲۰۹۹ کسانو نوم شامل دی چې د بریښنا د لګښتونو شاوخوا درې میلیارده افغانۍ یې نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/2RJQb
Afghanistan Kabul Elektriker
انځور: Getty Images/J. Moore

د بریښنا شرکت په کابل کې د خپلو پوروړو نوملړ بربنډ کړ چې د ۲۰۹۹ کسانو نوم په کې شامل دی. چې د بریښنا د لګښتونو شاوخوا درې میلیارده افغانۍ یې نه دي ورکړي.

د بریښنا شرکت د چارواکو په حواله بیلابیل وګړي او ادارې د دې شرکت پوروړي دي. آن د جمهوري ریاست دفتر، دولتي چارواکو، مخابراتي شرکتونو، د هستوګنو ښارګوټو، تولیدي شرکتونو او کارخانو هم د خپل بریښنا د مصرف پیسې نه دي ورکړي.

د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د بریښنا شرکت د پوروړو کسانو نوملړ له جمهوري ریاست او د وزیرانو له شورا سره په همغږۍ جوړ کړی دی: «د جمهوري ریاست له هدایت سره سم، د هغو کسانو نومونه چې خپل پور نه ادا کوي له امنیې قوماندانۍ، څارنوالۍ او رسنیو سره شریکیږي.»

د پوروړو کسانو نوملړ

د هغه نوملړ له مخې چې د بریښنا شرکت رسنیو ته سپارلی دی، د برهان الدین رباني د قبر د بریښنا مصرف په ۱۲ دورو کې ۸۶۱۲۰۲ افغانۍ، د عبدالرب رسول سیاف د کور د بریښنا لګښت په شپږو دورو کې ۱۴۸۲۸۶۵ افغانۍ، جمهوري ریاست په درو دورو کې ۵۳۱۲۲۴، د پارلمان استازی حاجي الماس په لسو دورو کې ۱۳۰۷۰۶۷ او نجیب الله کابلي په درو دورو کې ۸۰۰۹۹۳ افغانۍ پوروړي شوي دي.

په دې نوملړ کې د آینه، تمدن، دعوت، نورین او ژوندون تلویزیونونو او ام.تي.ان، اتصالات او افغان بیسیم شرکتونو نومونه هم لیدل کیږي.

بریښنا شر کت همداراز د خپلو پوروړو کسانو د یوې بلې کټګورۍ نوملړ هم خپور کړی دی چې د پور کچه یې ۱۰۰ زرو افغانیو ته رسیږي. په دې نوملړ کې د عبدالرشید دوستم نوم هم لیدل کیږي چې خپل ۳۴۸۸۰۸۵۱ افغانۍ د بریښنا مصرف پیسې یې نه دي ورکړې. پر دې سربیره د هغه د دوو میلمستونونو د برق پیسې هم نه دي ورکړل شوې.

د بریښنا له خوا یو بل خپور شوی نوملړ ښيي چې محمد کریم خلیلي هم له دې شرکت څخه ۵۳۲۳۴۶۷ افغانۍ پوروړی دی. لالۍ احمدزی او خپلوان یې هم باید د بریښنا شرکت ته ۱۰۷۸۷۸۳ افغانۍ ورکړي.

توحیدي ویلي دي، هغه کسان چې له بریښنا شرکت څخه تر ۱۰۰ زرو افغانیو ډیر پوروړ دي، کولای شي خپل پورونه په څو قسطونو کې ورکړي. د هغه په خبره د پوروړو کسانو له ډلې څخه یوازې ۶۰ سلنه یې حاضر دي چې د بریښنا شرکت پیسې ورکړي.

د کابل د بریښنا شرکت مشر محب الرحمان مومند، وویل چې په وار وار یې له دغو کسانو څخه د پیسو غوښتنه کړې ده، خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د مومند په خبره تجارتي شرکتونه هم د بریښنا شرکت ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

پریښنا شرکت ویلي دي چې په راتلونکې کې به د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د بریښنا شرکت د پوروړو کسانو نوملړ خپور کړي.