1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپايي ټولنې تر وتلو مخکې د پارلمان تایید ته اړتیا

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

د بریتانیا سترې محکمې پریکړه کړې چې د تریسا مي په مشرتوب حکومت یوازې په هغه صورت کې له اروپايي ټولني څخه د وتلو رسمي چارې پیلولای شي چې پارلمان یې تایید کړي.

https://p.dw.com/p/2WIen
Grußbritannien EU Unterstützer vor dem Obestern Gericht in London
انځور: Getty Images/AFP/D. Leal-Olivas

سترې محکمې دا هم ویلي دي چې شمالي ایرلند، سکاتلند او والز په دې برخه کې هغه څه باید ومني چې پارلمان یې پریکړه کړې وي. د بریتانیا د سترې محکمې د ۱۱ غړو له ډلې څخه اتو تنو د دغې پریکړې په حق او درو تنو نوریې یې بیا د هغې پر خلاف خپلې رایې کارولي دي.

د سترې محکمې پریکړه د تیر کال په جون میاشت کې په انګلستان کې د ترسره شوې ټولپوښتني پایله تر اغېز لاندي نه راولي. په ټول پوښتنه کې ۵۲ سلنه بریتانیایانو له اروپايي ټولنې څخه د خپل هیواد د وتلو په حق کې رایه کارولې وه.

د سترې محکمې پریکړه له دې ټولنې څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه ده او دا روښانوي چې د بریتانیا حکومت کولای شي چې د پارلمان له تائيد پرته د اروپايي ټولنې د تړون پنځوسمه ماده په عمل کې کې پیاده کړې او که نه.

د پنځوسمي مادې له مخې باید یو هیواد له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په صورت کې په رسمي توګه د دې ټولني مشرتابه ته یو لیک واستوي. د دې لیک تر استولو وروسته د دوو کلونو په موده کې بیا دغه هیواد له اروپايي ټولنې بیليږي.

تر دې مخکې د بریتانیا لومړۍ وزیري تریسا مې، ویلي ول چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې به پنځوسمه ماده په عمل کې پیاده کړي. اوس نو باید پارلمان په نهو اوونیو کې په دې اړه پریکړه وکړي.

په عین حال کې د بریتانیا سترې محکمې دا پریکړه هم کړې ده چې حکومت د پارلمان تر تائيد وروسته د پنځوسمې مادې د پلې کولو له پاره اړ نه دی چې د سکاتلند، شمالي ایرلند او والز له شوراګانو سره مشوره وکړي.

نور مطالب