1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريدونه، ماشوم مهاجر او پالونکي آلماني کورنۍ

ؤلفګانګ ډيک / ب.ص.۱۳۹۵ مرداد ۳, یکشنبه

آیا د بریدونو وروسته هم آلماني کورنۍ د کم سنه مهاجرو پالنې ته چمتو دي؟ پر دغه موضوع د وولفګانګ ديک مطلب دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/1JV4q
Deutschland Aufnahme minderjähriger Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann
د آلمان د وورڅبورګ د ښار ۱۷ کلن برید ګر په آلمانۍ ټولنه کې ښه مدغم شوی وو او د یوې آلمانۍ پالونکې کورنۍ سره یې ژوند کاو. د مونشن ۱۸ کلن ایران الاصله آلمانی برید ګر هم، ویل کیږي چې له ډیرې مودې راهیسې په آلمان کې اوسیده.

آیا دا وروستې پيښې به بالقوه پالونکي آلماني کورنۍ ځوانو مهاجرو ته په خپلو کورونو کې د ځای ورکولو ایسارې کړي.

د دوشنبې د ماښام (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۸مه نېټه) د برید شوک لا دوام لري. په دغه بريد کي يو افغان کم سنه مهاجر چي د يوې آلمانۍ کورنۍ سره اوسېدی او د دغې کورنۍ له خوا يې پالنه کېدله، په اورګاډي کي يې په تبر او چاقو ترهګر بريد وکړ.

خو د دې پوښتنې ځواب چې آیا آلماني کورنۍ به د ووڅبورک د وحشتناکې پیښې وروسته ځوانو مهاجرو ته په خپلو کورونو کې له ځای ورکولو لاس پر شي او یا به دغه وړاندیزونه کم شي، د راینلند ویستفالن - لیپه د دیاکوني یا خیریه ټولنې د کورنۍ او ښوونې او روزنې د برخې د مشرې هلیګا سیمنز وایبرنګ په آند د ټول آلمان په کچه «نه» دی، یعني اوس دا پيښې لا ډيرې تازه دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
«تر اړتيا زياتي کورنۍ»

د بون ښار د ځوانانو د ادارې مشر اوودو شټیان هم وايي چې د دې پوښتنې ځواب «نه» دی. دی وايي:
«موږ ته اوس هم د مخکې په څير د خلکو له خوا د مهاجرو د پالنې له پاره د هغه زیات وړاندیزونه کیږي، چې په اصل کې مو ورته اړتیا ده.»

د «ماشومانو له پاره کورنۍ» د موسسې څخه پيتر هانزن چې په برلین کې د ځوانانو د ادارې او پالونکو کورنیو ترمنځ منځګړیتوب کوي، وايي: «د وورڅبورګ پیښې دلته لا هیڅ ډول اغیز نه دی کړی.»

خو هاینزن وايي په تیر کال کې مرستو ته د چټک او بې قید و شرط چمتوالي د څپې وروسته مهاجرو ته په خپلو کورنو کې د ځای ورکولو د پالونکو کورنیو لیوالتیا یو څه کمه شوې ده. دی زیاتوي: «په کلن کې د نوي کال په شپه پر ښځو د جنسي تیري پيښو په واضح توګه د آلمانانو مرستې ته د چمتوالي احساس کمروزې کړ.»

د ټولنیزو خدماتو نورو مرجعو هم تائید کړې چې د کلن پیښو مرستو ته د چمتوالي روحیې ته سخت زیان رسولی دی. هاینزن زیاتوي چې د وورڅبورګ د پیښې اغیز به دومره ډیر نه وي ځکه خلک پوهیږي چې دا یوه خپل سري پیښه وه.

څرنګه پالونکي کورنۍ افراطیان پیژندلی شي؟

هیلګا سیمنز وایي: «هغه څه چې د رسنیو نه مې اوریدي دا چې بریدګر ژر آلماني ژبه زده کړې وه او ښوولې وه چې په دې ټولنه کې مدغمیدو ته چمتو دی او د افراطیت هیڅ نښې یې نه درولودلې.»

دا زیاتوي چې دا خپله هم دوه زامن لري او پوهیږي چې کله کله سړی د خپلو اولادونو په درک کولو کې هم ډير مشکل لري. دا زیاتوي: «له پردو اولادونو درک کول به لا ډیر مشکل وي، چې له دوی څخه یې د ۵۰ تر ۷۵ فيصدو پورې جنګ لیدلی وي او د تیښتې پر وخت یې خرابې تجربې کړي وي. دا ذهني ډکانونه ډیري وخت سړی ژر نه پیژني.»

پالونکې کورنۍ څرنګه انتخابیږي؟

د پالونکو کورنیو د ټاکلو له پاره کلک مقررات موجود دي. عموماً کم سنه مهاجر چې بې له کورنۍ آلمان ته راځي تر راجستر کیدو وروسته د ځوانانو د ادارې له خوا ورته یو سرپرست ټاکل کیږي. بیا یوه لیواله پالونکې کورنۍ د دې ادارې له خوا تر اروزنې لاندې نیول کیږي.

د بون ښار د ځوانانو د ادارې مشر اودو شتاین د دې پروسې په اړه وايي: «لومړی موږ د میلمه مور او پلار شخصیت ته ګورو. دوی باید د ډیر زغم خاوندان وي. دویم دا چې دوی باید ښه ژوند ولري یعني دوی مالي ستونزې ونه لري او یو منظم او پاک کور ولري چې مهاجر میلمه هم پکښې خپله اوطاق ولري. هغو جوړو ته ترجیع ورکول کیږي چې خپل منځي تړاو یې مضبوط او اړیکه یې باثباته وي.»

اودو شتاین وايي چې انتخاب شوې کورنۍ یوازې نه پريښوول کیږي او د ښوونې په برخه کې ورسره د مسلکي مشاورینو له لارې همکاري ترسره کیږي.

د پالونکو کورنیو په اړه څيړنه

د آلمان د مذهبي مرستندویه ټولنو سر تا سري ټولنه په پام کې لري په نورت راین ویستفالن ایالت کې د یوې څیړنې په ترڅ کې پالونکې کورنۍ بدرګه کړي او په دې اړه څيړنه وکړي چې دغه کورنۍ د مهاجرو ماشومانو د پالنې پر وخت د کومو ځانګړو ستونزو سره مخ کیږي.

د راینلند ویستفالن د خیریه ټولنې څخه هیلګا سیمنز هیله لري چې د دې تحیق له لارې به نوی معلومات په لاس راوړل شي چې پالونکې کورنۍ څرنګه غبرګون وښيي کله چې هغوي د ځوانانو مهاجرو په رفتار او وضعیت کې ځینې ځانګړي بدلونونه وویني او د دوی له خوا د پیښودونکو امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړي.