1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانیا په هلمند کی د عملياتو د پای اعلان وکړ او بريتانوي نظر پوښتنه: د افغانستان جګړه د «ګټلو وړ» نه ده

۱۳۸۸ مرداد ۶, سه‌شنبه

په سلو کي 58 بریتانویان د طالبانو پر ضد عمليات ضايع بولي. د نومړي نظر پوښتني له مخي چي د هغي ورځپاني لپاره د جولای د 24 تر 26 پوري په لاره واچوله شوه، يواځي په سلو 31 له دی خبری سره موافق نه دی.

https://p.dw.com/p/IycW
د بريتانيا صدراعظم ګوردان براون د افغانستان د مأموريت له امله تر فشار لاندي دي
د بريتانيا صدراعظم ګوردان براون د افغانستان د مأموريت له امله تر فشار لاندي ديانځور: AP

په داسي حال کي چی په بريتانيا کي د سه شنبي د ورځي په يوی نظر پوښتنی کی وښودل شوه چي ډيري بريتانويان فکر کوي چي په افغانستان کي د نوموړي هيواد پوځي عمليات د «ګټولو وړ» نه دي ، د صدراعظم ګوردان براون حکومت په هلمند کي د طالب ياغيانو پر خلاف د سترو خونړيو عملياتو د پای اعلان وکړ.

براون په هلمند کي چيرته چي د بريتانوي سرتيرو مرګ ژوبلي په دي وروستيو وختو کي ډيری لوړي کچي ته ورسيدي، د خپل هيواد د سرتيرووروستی عمليات د «اتلولي» په نامه وستايل.

براون د «پړانګ پنجه» نومو عملياتو کي د برياليتوب ادعا وکړه، څرنګه چي چارواکو د هغو د لومړي پړاو د پاي اعلان وکړ او وويل چي سرتيري اوس د نيول شوو ځايونو ساتلو ته ځان ځير کړي او بيا به دغه جګړه ځپلي ولايت کي پرمختيايي کارونو ته پام واړول شي.

براون دغو عملياتو ته اشاره وکړه او په خپلو جملو سره دا بيان ورکړ: « په هلمند کي زمونږ د سرتيرو هڅي پرته له دي چي سړي د اتلولي نوم ورکړي، بله څه نه ګڼل کيږي. په دي کي شک نه شته چي هغه له سرښندنو سره جوخت ؤ، خو هغه بي ځايه نه دي.»

د بريتانيا د صدراعظم دغه يادوني پرون په داسي وخت کي عنوان شوي چي په سيمه کي دوه نورو بريتانوي سرتيرو خپل ژوند له لاس ورکړ، له کوم سره چي د وژل شوو سرتيرو شمير 191 ته لوړ شو، هغه يو شمير چي په عراق کي د بريتانی د وژل شووعسکرو له شمیر څخه یی هم پښه واړوله.

د اندپندنت د ورځپاڼي د سه شنبي د ورځي د يوي نظر پوښتني له مخي، څه د پاسه نيمايي بريتانويان اوس فکر کوي چي په افغانستان کي پوځي عمليات د « ګټلو وړ» نه دي او غوښتنه يي کړي چی سرتيري بايد سمدلاسه وايستل شي.

په سلو کي 58 د طالبانو پر ضد عمليات ضايع بولي. د نومړي نظر پوښتني له مخي چي د هغي ورځپاني لپاره د جولای د 24 تر 26 پوري په لاره واچوله شوه، يواځي په سلو 31 له دی خبری سره موافق نه دی.

د بريتانيا سر تیری په هلمند کی
د بريتانيا سر تیری په هلمند کیانځور: AP

د 1008 پوښتل شوو بريتانويانو څخه په سلو کي 52 غواړي چي د هغوي عسکر دي وايستل شي، حال دا چي په سلو کي 43 د هغوي د پاتي کيدو پلوي کوي.

بريتانيا په افغانستان کي 9150 سرتيري لري، د هغوي ډيري یی په هلمند کي د طالب ياغیانو پرضد جګړي کي بوخت دي.

د بهرنيو چارو وزير David Miliband پرون په دي لټه کي شوو چي خپلو وطنوالو ته د پوځي عملياتو په هکله ډاډ ورکړي او له خپلو ناتو متحدينو څخه يي وغوښتل چي د لګښت د پيټي په ليږدولو کي يو څه نور هم ځانونه وخوځوي.

د ناتو په مقر بروکسل کي په يوي وینا کي چي هدف يي خپلو خلکو ته خطاب ؤ ، Milibandوويل : «ستر بدلون اوس بايد د افغانستان د دولت په خوا رامنځ ته شی تر څو زيات مسووليت په غاړه واخلي.»

Milibandپه داسي حال کي چي له افغان مشرانو څخه يي وغوښتل چي د هغوي راتلونکي حکومت بايد د زور پالونکو طالباتو د ماتولو لپاره خپله، زيات څه وکړي، هغه د خپلي ووينا له مخي له «معتدلو طالبانو» سره د روغي جوړي لپاره غږ وکړ. .

«مونږ ښايي طالبان يواځي د وسلي په زور تسليميدو ته مجبوره نه کړو او نه به ښايي د استدلال او ايدلوژيکي قناعت د قوت له لاري هغوي زمونږ طرز ديد ته واړو.»

مليبند وويل چي د افغانستان راتلونکي حکومت بايد د ريدکال اسلام پالو ياغيانو د مرکزی هستی او د اجيرو په پيسو اخيستل شوو جنګياليو تر منځ توپير وکړي

فرانس پرس/ عبدالباری حکیم

کتونکی: ضياء الحق فضلي