1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا ته د سياسي پناه غوښتنې طريقه

۱۳۹۶ اسفند ۲۰, یکشنبه

که څه هم برتانيا له اروپايي ټولنې څخه وتلې ده، خو لا هم د سیاسي پناه اخيستنې له اړخه د مهاجرو له پاره یو د اعتبار وړ مهم هيواد دی. خو بريتانيا ته د سياسي پناه غوښتنې درخواست څنګه وړاندې کيږي؟

https://p.dw.com/p/2u79b
UK London Palace of Westminster mit Big Ben
انځور: picture alliance/dpa/D. Kalker

که څه هم برتانيا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پريکړه کړې ده، خو لا هم د سیاسي پناه اخيستنې له بابته يو مهم او د ښه اعتبار لرونکی هيواد دی. خو بريتانيا کې د سياسي پناه غوښتنې درخواست څنګه وړاندې کيږي؟

بريتانيا د جنيوا د ۱۹۵۱م کال له کنوانسيون څخه ملاتړ کوي. د همدې معاهدې پر اساس، برتانيا ته د سياسي پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کيدلای شي. په دې معنې که چيرته د يو شخص ژوند په خپل هيواد کې د د نسل، مذهب، قوميت، جنس يا سياسي لاملونو له وجې په خطر کې وي، حق لري چې دغه هيواد ته خپل د پناه غوښتنې درخواست وړاندې کړي.

خو هغه افراد چې غواړي بريتانيا ته د سياسي پناه غوښتنې درخواست وکړي، باید د مخه پر دې قانون خبر وي چې آيا تر دې وړاندې يې کوم بل اروپايي هيواد ته هم د پناه غوښتنې درخواست ورکړی او که نه. که چيرته يې دغه کار کړي وي، په هغه صورت کې بيا نشي کولاي چې په بريتانيا کې د سياسي پناه غوښتنه وکړي.

 درخواست څنګه وړاندې کيږي؟

د «انفو مايګرينټس ټکی نيټ» ويبپاڼه چې د مهاجرت په چارو کې فعاليت او معلومات خپروي وايي، که يو شخص د سياسي پناه غوښتنې نيت لري او بريتانيا ته رسيږي، نو بايد سمدلاسه د مهاجرت د چارو ادارې چارواکو ته وايي چې د سياسي پناه غوښتونکی دی. حکومتي چارواکي په دوهم قدم کې دغه کس د لندن په سويل کې پروت يوه مرکز ته انتقالوي، چې هلته په سملاسي توګه د هغه د پناه غوښتنې فورمې ډکي کيږي.   

تر دې وروسته د پناه غوښتونکي پر درخواست باندې د اصولو مطابق کار پيل کيږي. په دې برخه کې «اسکريننګ انټرويو» تر ټولو اړينه ده. په دغې انټرويو يا مرکه کې د بريتانيا سرحدي ادارې له پناه غوښتونکي څخه هغه پورې اړوند پوښتنې کوي او شخصي معلومات ټولوي. په دغو پوښتنو کې يوه دا هم مطرح کيږي چې آيا تر دې مخکې يې کوم بل اروپايي هيواد ته هم د پناه غوښتنه وړاندې کړې ده که نه، که چيرته يې کړي وي، بيا ورڅخه د نوموړي درخواست شميره غوښتل کيږي.

لمړۍ مرکه (انټرويو)

 تر دغې مرکې څو ورځې وروسته له هغه چارواکي سره د دغه پناه غوښتونکي د ملاقات وار راځي کوم چې د پناه غوښتنې اداري کارونه يې پر مخ بيايي. تر دې وروسته له درخواست کوونکي يا پناه غوښتونکي سره بله تفصيلي مرکه کيږي. په دغې مرکه کې د پناه غوښتنې پر ټولو لاملونو خبرې او پوښتنې ترسره کیږي. په عمومي ډول د شپږو مياشتو په دننه کې د پناه غوښتنې پر درخواست د فيصلې وخت رارسيږي.

په دې بهير کې پناه غوښتونکی مکلف ګرځول کيږي چې له چارواکو سره په اړيکه کې وي، که چيرته د نوو معلوماتو اړتيا او د هغو غوښتنه ورڅخه کيږي چې پيدا يې کړي. په دې لړ کې که چيرته پناه غوښتونکی مالي مرستې ته اړتيا پيدا کوي، د بريتانيا حکومت له خوا ورته برابريږي.

پنځه کلنه اقامه

که چيرته يو پناه غوښتونکی د توقيف کوم مرکز ته وړل کيږي، په هغه صورت کې يې درخواست «فاسټ ټريک» کيږي. په دې مانا چې د درخواست کوونکي پر دعوا د اوو ورځو په دننه کې فيصله تر سره کيږي.

او که د يو شخص سياسي پناه غوښتنه منل کيږي، د بريتانيا دولت له خوا ورته په دغه هيواد کې د اوسيدو پنځه کلنه اقامه ورکول کيږي. خو د اقامې د ورکړې سربيره، د بريتانيا حکومت بيا هم دا صلاحيت لري چې د ضرورت پر وخت پر شوې پريکړې له سره کتنه وکړي. د پنځه کلنې اقامې تر پوره کيدو وروسته که چيرته پناه غوښتونکي ته په خپل هيواد کې بيا هم د ژوند خطر موجود وي، بيا ورته په بريتانيا کې د اوسیدو خپلواکه اقامه ورکول کيږي.

د اپیل حق

په هغه صورت کې چې د سياسي پناه غوښتنې درخواست رد کيږي، درخواست کوونکي ته دا حق ورکړل شوی دی چې بيا اپیل وکړي. د اپيل په اړه ځواب يا فيصله د ۱۴ ورځو په دننه کې شخص ته اورول کيږي. د درخواست د رد کيدو او يا هم د يو نوي قانون د منظورۍ په صورت کې، درخواست کوونکي څخه غوښتل کيږي چې له سره نوې درخواست وړاندې کړي. په دې بهير کې که چيرته د يو پناه غوښتونکي اپیل هم رد کيږي بيا دغه شخص له بريتانيا څخه اخراجيږي.

دويچه ویله/ م.ک.ص

دا هم د مهاجرت موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: