1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو تونل له لاري بريتانیا ته ډله ييزه هڅه

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ مرداد ۷, چهارشنبه

په فرانسه کي تقريبا ۲۰۰۰ پناه غوښتونکو په ډليزه توګه هڅه وکړه چي يورو تونل ته ننوزي. هغوی غوښتل په دې توګه ځان بريتانيا ته ورسوي. دغه کډوال په فرانسه کي په کمپونو کي اوسيږي.

https://p.dw.com/p/1G6m5
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د فرانسې او بريتانيا د وچو تر منځ اوبه دي چي ورته د مانش کانال ويلي کيږي. دا چي بريتانيا له نوري اروپا سره مځکنۍ لاره نه لري نو د يورو تونل په نوم تر اوبو لاندي يو اوږد تونل په ۱۹۹۴م کال بشپړه سو.

دغه تونل تقريباً۵۰ کلومتره اوږد دی او د فرانسې و کالې ته نژدې سيمه د بريتانيا له کېنټ د ډوور سړک سره نښلوي. په دغه تونل کي موټر او اورګاډي د فرانسې او بريتانيا تر منځ تګ راتګ کوي.

خو په تيرو وختونو کي د يورو تونل د ډيرو دراماتيکو پيښو شاهد وو. په دې ترڅ کي يوه پېښه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جولای ۲۸مه) سهار وختي رامنځ ته سوې، چي خبر يې اوس ورکړل سوی دی.

د دغه خبر له مخي تقريبا ۲۰۰۰ پناه غوښتونکو په ډليزه توګه هڅه وکړه چي د يورو تونل ساحې ته داخل سي او له دغې لاري بريتانيا ته ځان ورسوي.

پناه غوښتونکي په کاله کي

د فرانس پريس خبري آژانس د ياد تونل د چلونکي شرکت د وياند په حواله ويلي دي چي د پناه غوښتونکو له خوا پر دغه تونل د هجوم وروړلو دغه په تيرو اونيو کي تر ټولو لويه پېښه ده.

د فرانسې په کاله سيمه کي له کوم ځايه چي تونل پيليږي، په زرونو پناه غوښتونکي موجود دي، چي هميشه کوښښ کوي د يورو تونل له لاري بريتانيا ته ځان ورسوي. هغه په دې هيله چي هلته به آرام ژوند وکولای سي.

په کاله کي د ايريتريا، حبشې، سوډان او افغانستان تقريبا ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي موجود دي. هغوی د لاريو موټرو او يا هم اورګاډو په ډبو کي د ځان پټولو او په دې توګه په پټه ټوګه بريتانيا ته د ځان رسولو کوښښونه کوي. په دغو هڅو کي څو ځله پناه غوښتونکي وژل سوي او يا هم سخت ژوبل سوي دي.

۲۰۰ ساتونکي او پوليس

د يورو تونل وياند، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ سهار وختي پر شپږ بجو باندي تقريبا۲۰۰۰ پناه غوښتونکو په ډليزه توګه هڅه وکړه چي د يورو تونل ساحې ته داخل سي.

د دغه وياند په وينا د تونل تقريبا ۲۰۰ ساتونکي او پوليسو د پناه غوښتونکو مخه ونيوله چي د يورو تونل ته داخل سي. د هغه په وينا دغه پېښه د دې لامل سوه چي د اورګاډو په بهير کي اخلال او ځنډ رامنځ ته سي.

د دغې سيمي له پاره د مسؤل پوليسو دفتر د هغو پناه غوښتونکو د شمېر په هکله معلومات نه دي ورکړي چي د سه شنبې په سهار يې دغه هڅه کړې وه.

خو ځينو چارواکو رويترز خبري آژانس ته ويلي چي په دغه هڅه کي ۶ پناه غوښتونکي ژوبل سوي دي. خو په رسمي توګه تر اوسه پوري دغه خبره نه ده تائيد سوې.

دومره زيات پناه غوښتونکي په داسي حال کي يورو تونل ته د ورننوتلو هڅه کوي چي د جولای مياشتي په منځ کي د بريتانيا د کورنيو چارو وزيري تېرېسا مې ويلي ول چي د يوې مياشتي په اوږدو کي تر ۸۰۰۰ زيات پوليسو د پناه غوښتونکو هڅي شنډي کړي چي د يورو تونل له لاري بريتانيا ته داخل سي.

حادثې په تونل کي

څو ورځي ترمخه دوه پناه غوښتونکي د يورو تونل له لاري بريتانيا ته د داخيلېدو په هڅه کي ووژل سول. يوه ايريتريايي ښځه په يورو تونل کي د موټر سره په ټکر کي ووژل سوه. او يو بل کس د اورگاډي په ډبه کي مړ وموندل سو.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت تر مخه د ۱۵ ميليونو پونډو اعلان کړی وو چي د تونل په ساتنه به مصرفيږي. خو اوس ياد وزارت د ۷ ميليونو پونډو نوري پيسې هم د دغې موخي له پاره اعلان کړي دي.

دا په داسي حال کي چي د يورو تونل مسؤل شرکت د دې له کبله چي د پناه غوښتونکو له خوا يې د کار بهير ته تاوان رسېدلی دی، له بريتانيا او فرانسې څخه د ۹،۷ ميليونو يورو تاوان غوښتی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب