1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برازيل او ناروې د فټبال د لوبو د دریمي ورځي اتلان ول

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

پرون «چهار شنبه» د ښځینه فټبال په نړیوالو لوبو کي برازیلۍ لوبډله د استرالیا په وړاندي بریالۍ شوه او ناروي هم د اکواتوریال څخه لوبه وکټله. نن به جرمنۍ لوبډله د نایجیریا او کانادا د فرانسي په وړاندي ولوبیږي

https://p.dw.com/p/11mxr
د برازیل او استرالیا لوبه
د برازیل او استرالیا لوبهانځور: picture-alliance/dpa

برازيل وکولاي شول چي د يو پر صفر پایلي سره د اسټرليا نه چندان قوي تیم ته ماتي ورکړي. دغه پايله بیا د ناروي او اکواتوریال په لوبي کي د ناروي په ګټه تکرار شوه.

دا په داسي حال کي ده نن «پنجشنبه» به د المان د ښځینه فټبال لوبډله په فرانکفورت کي د نایجیریا په وړاندي لوبه ترسره کړي. د نایجیریا د ښځینه فټبال د لوبډلي روزونکي، ایکریا اوچ، وایي چی لوبډله به یي په دغي لوبي کي ښه وځلیږي.

د المان لوبډلي په 2003 او 2007 کلونو کي د ښځینه فټبال نړیوال کپ ګټلی او په روانو لوبو کي یي په خپلي لومړنۍ لوبي کي چي د کانادا په وړاندي ؤ د دوه ګولونو په وهلو سره بریا تر لاسه کړي ده.

ناجیریا بیا خپله لومړۍ لوبه د فرانسی سره تر سره کړه چي د یو ګول په خوړلو سره یي دغه لوبه وبیلله. که نایجیریا و نه توانیږي چي د المان په وړاندي خپله دویمه لوبه وګټی نو په دي ترتیب سره به د اتو غوره تیمونو ډلي ته لاره پیدا نه کړي.

د نایجیریا د لوبډلي روزونکي، ایکریا اوچ، وایي چي ټیم به یي د المان لوبډلي ته د یوی سختي لوبی پرته تسلیم نه شی.

«زه پوهیږم چی د المان د ښځینه فټبال لوبډله ډیره پیاوړي ده، خو زه غواړم دا خبره وکړم چي مونږ به هم له دغي لوبډلي سره ښه لوبه تر سره کړو. زه د المان احترام لرم او دا خبره منم چی د فټبال لوبډله یی پیاوړي ده خو دا خبره د دي معنی نه لري چي المانۍ لوبډله هیڅ کله هم نه شی ماتیدی.»

د المان د فټبال لوبډله هم وروسته له هغي چي کانادا ته یي ماته ورکړه، اوس د ناجیریا څخه د لوبي د ګټلو په هڅه کي ده. که المان خپله دویمه لوبه هم وګټي نو د ښځینه فټبال د نړیوالو سیالیو د اتو غوره تیمونو ډلي ته به لاره پیدا کړی.

المانۍ لوبډله به د نړیوال جام په لومړي پړاو کي فرانسی سره د راتلونکي میاشت په پنځمي ټیټي لوبه ترسره کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل