بايرن ايالت د مهاجرو نوی پلان وړاندي کړ
۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبهد آلمان په بایرن ایالت کې د صدراعظمې انګلا میرکل متحد محافظه پال ګوند مسيحي سوسیال اتحاد (CSU) واکمن دی. په ایالتي کچه د ځانګړو پروازونو په لړ کې د رد شویو مهاجرو د بیرته ستنولو یا د اخراج پریکړې اعلان په داسې یو وخت کې کیږي چې ټاکل شوې ده د روان کال په مني کې ایالتي ټاکنې ترسره شي.
د بایرن ایالت لومړي وزیر مارکوس زویدر، ویلي دي چې د ځانګړو پروازونو پروژه د هغو ډیرو اقداماتو یوه برخه ده چې په مرسته به یې سږکال له اګست میاشتي څخه مخکې له دغه ایالت څخه د رد شویو مهاجرو د اخراج لړۍ ګړندی کړای شي.
د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۵ نیټه) د بایرن ایالت په مرکز مونشن کې زویده، خبریالانو ته وویل چې په دې ایالت کې د مهاجرو د نوم ثبتونې یا راجستر داسې ۷ لوی مرکزونه جوړیږي چې پناه غوښتونکي د خپل پناه غوښتنې د غوښتنلیک په اړه د پریکړې تر وخته پورې هم هلته پاتيږي.
آلمان ته راتلونکي ډیر مهاجر د اتریش له سرحد څخه تر تیریدو وروسته د آلمان همدې ایالت ته داخلیږي. له ۲۰۱۵م کال راهيسي تر یو میلیون ډیر مهاجر له همدې لارې آلمان ته را رسیدلي دي.
ټاکل شوې ده چې د اکتوبر میاشتې پر ۱۴ نیټه به په دغه ایالت کې ټاکنې وشي. په تیرو عمومي ټاکنو کې د انګلا میرکل د دغه اتحادي ګوند ملاتړو د (CSU) پر ځای AFD یا د آلمان له پاره بدیل ښي اړخې ګوند ته رایه ورکړه. اوس دغه ګوند د خپلو ناراضي پلویانو د بیرته را جلبولو له پاره د مهاجرو په اړه خپل دریځ سخت کړی دی.
د سوسیال مسیحي ګوند (CSU) مشر او د بایرن ایالت پخواني لومړي وزیر هورست زیهوفر، اوس د هیواد د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوي. زیهوفر هم د هیواد په کچه د مهاجرو پر ضد د یو شمیر سختو اقداماتو د ترسره کولو اعلان کړی دی.