1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بانکي مون افغانانو ته مبارکي ورکړه

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د شنبې په ورځ د تر سره شویو ټاکنو په اړه افغانانو ته مبارکي وویله او دغه ټاکنې یې په افغانستان کې په لومړي ځل د دیموکراتیک واک د لیږد پور لور یو تاریخي او مهم گام وباله.

https://p.dw.com/p/1Bd2J
انځور: Reuters

افغانانو د شنبې په ورځ د طالبانو پر گواښونو سربیره په پراخه کچه په ټاکنو کې گډون وکړ څو د اوسني افغان ولسمشر حامد کرزي، ځای ناستی وټاکي. دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار وي چې په دیموکراتیکه توگه له یوه ولسمشر څخه بل ته واک لیږدول کیږي.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون، له لوري په خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي: «په میلونونو ښځو او نارینه و چې خپلې رایې کارولي د هغوی جرات، د خپلو حقوقو د استعمالولو او د دغه هیواد د راتلونکي له پاره د افغانانو ژمنتیا ښيي.» په دې بیانیه کې زیاته شوې ده چې پر گواښونو او تهدیدنو سربیره، په ټاکنو کې د افغانانو پراخ گډون ښيې چې په دې هیواد کې «د تاوتریخوالي عاملین نه شي بریالي کیدای».

په افغانستان کې رای ورکولو د شرایطو له ۱۲ میلیونو لرونکو څخه شاوخوا اووه میلیونو کسانو خپلې رای کارولې دي. اوس د رایو د شمیرلو بهیر جریان لري چې څو ورځې وخت به ونیسي. په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له رانسکوریدو راهیسې دا دریمې ولسمشریزي ټاکنې دي چې په دغه هیواد کې تر سره کیږي.

بانکي مون په ځانگړې توگه په ټاکنو کې د ښځو، د ټاکنیزو کارکوونکو، څارونکو، کاندیدانو او رایې ورکوونکو گډون ته اشاره کړې ده. پر دې سربیره بانکي مون افغان امنیتي ځواکونه هم ستایلي دي چې د خپل هیواد وگړو ته یې دا زمینه برابره کړه څو خپلې رایې وکارولای شي.

د ټاکنو په ورځ د ټول افغانستان په کچه د کومې لویې امنیتي پیښې خبر ور نه کړل شو، خو د یکشنبې په ورځ په کندز ولایت کې د سړک د غاړی د ماین په یوه چاودنه کې یو پولیس او د ټاکنو د کمیسیون دوه تنه کارکوونکي په داسې حال کې ووژل شول چې د رایو صندوقونه یې له خان آباد ولسوالۍ څخه مرکز ته لیږدول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب