1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان: د دېوالونو جوړول د مهاجرت کړکېچ جواب نه دی

۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د اروپايي ټولني پر غړو هيوادونه ږغ کړی دئ چي د مهاجرو په برخه کي دي پر کلابندۍ ټينگار نه کوي.

https://p.dw.com/p/1IFcF
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
انځور: picture-alliance/dpa/S. Campardo

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د جمعې په ورځ د جرمني له «بيلد» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي د اروپايي ټولني غړو هيوادونو ډېر مهاجر منلي دي او دغه کار ته بايد دوام ورکړي.

هغه ويلي دي: «ما له سياستوالو څخه په ټینگه هيله کړې، څو له هغو انسانانو سره چي له جنگ او زورزياتي څخه تښتېدلي دي انساني چلن وکړي.»

بان کي مون ويلي دي چي دی په نړيواله کچه د مهاجرو د ملاتړ او د هغوی له پاره د مالي مرستو د برابرولو په برخه کي اندېښمن دی: «په نړۍ کي د مهاجرو شمېر له تمي خلاف ډېر سوی، ځکه نو موږ په دې برخه کي مالي ستونزي لرو.»

هغه پر نړیوالو ږغ کړی دی چي له دغو انسانانو سره سخاوتمندانه مرستي وکړي.

بان کي مون، د مهاجرو په برخه کي د جرمني د صدراعظمي انگيلا ميرکل هڅي ستايلي دي: «ميرکل ډېر ښه کار کوي. زه غواړم چي د مهاجرو په برخه کي د هغې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي او جرمنيانو ملي یووالی وستايم.»

هغه زياته کړه چي ميرکل وښووله چي يوه ستره صدراعظمه ده: «نور سياستوال بايد د هغې ملاتړ وکړي او هغه ځان ته يوه نمونه وگرځوي.»