بامیان د سارک فرهنګي مرکز شو
۱۳۹۴ خرداد ۱۵, جمعههغه کسان چې تازه بامیان ته رسیږي، د دمبورې غږ اوري. د بامیان اوسیدونکي د دمبورې په وهلو سره د میلمنو هرکلی کوي. د بامیان ښار ته ټول رسیدونکي واټونونه د افغانستان په بیرغونو سینګار شوي دي. پر دې سربیره په واټنونو کې د سارک د غړو هیوادونو بیرغونه هم پورته شوي دي. ښار تر جشن یوه ورځ مخکې پاک شوي دی.
په بامیان کې د دغه جشن له پاره ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي. هر څوک چې دې ښار ته ننوځي باید لږ تر لږه د تلاشي له اوو پوستو څخه تیر شي.
د بامیان د اوسیدونکو په څیرو کې خوښي لیدل کیږي. هغوي له دې کبله چې ولایت يې د سارک د فرهني مرکز په توګه نومول شوي او ورته توجه شوې ده ډیر خوشحاله دي.
د سارک د فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د معرفي مراسم د جمعې په ورځ پیل شول. د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د سارک له غړو هیوادونو څخه د خپل فرهنګي مرکز په توګه د بامیان د انتخابولو له کبله مننه وکړه. هغه له دې هیوادونو څخه وغوښتل چې د بامیانو د بیا رغونې له پاره کار وکړي: «له دې سازمان او نورو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو څخه تمه لرو چې د بامیان د څیرې او مقام په بدلولو کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.»
ښاغلي دانش زیاته کړه چې بامیان د بشري تمدن د یوه مهم مرکز په توګه اوس هم ډیر ارزښت لري. هغه روښانه کړه چې په وروستیو کلونو کې بامیان ته د سیلانیانو د راتلو لړۍ کمه شوې ده او دا چې حکومت باید هڅه وکړي چې دې ولایت ته د سیلانیانو د راتګ له پاره لاره هواره کړي: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف دی چې هم له تاریخي او فرهنګي لحاظه او هم د سیلانیانو د راتګ له نظره لازم پلانونه جوړ کړي. نور وزارتونه هم باید هغه پروګرامونه چې ژمنه یې کړې ده په بامیان کې چې اوس د سارک فرهنګي مرکز دی عملي کړي.»
بامیان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو مخکې د سیلانیانو له پاره یو په زړه پوړې ځای وو. خو طالبانو په دغه ولایت کې جوړې شوې د بودا دوه مجسمې په ۲۰۰۱ کال کې ویجاړې کړې او اوس د دغو مجسمو له خالي ځای پرته په دې ولایت کې هیڅ څه هم پاتې نه دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، په دغو مراسمو کې وویل چې طالبانو له دې کار سره د افغانستان فرهنګ ته سخته ضربه ورسوله. هغه پر ټولو افغانانو باندې غږ وکړ چې د خپل فرهنګ د ساتلو له پاره کار وکړي.
ښاغلي جهاني هیله څرګنده کړه چې د سارک د فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو له معرفي کیدو سره به دې ولایت ته لا ډیره توجه وشي: «هیله لرم چې د بامیان د تاریخي عابداتو خراب وضعیت ته په کتو سره د سارګ سازمان غړي هیوادونو له موږ سره دغو ارزښتمندو تاریخي میراثونو ته د رسیدګي په برخه کې توجه او دوامداره همکاري وکړي.»
د سارک د سازمان رییس هم وویل چې سازمان به یې نړۍ او سیمې ته د بامیان د لا ډیرې پیژندنې له پاره کار وکړي. د سارک سازمان ۳۰ کاله مخکې رامنځ ته شوي او د هند، بنګله دیش، پاکستان، سریلانکا، مالدیو، نیپال، بوتان او افغانستان په ګډون اته غړي هیوادونه لري.