1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالکان هيوادونه يوازي افغانان، عراقيان او سوريايان پرېږدي

۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبه

سربستان، کروشيا او مکدونيا له پنجشنبې ورځي راهيسي له خپلو سرحدونو د هر هيواد مهاجر نه پرېږدي چي تير سي. ويل کيږي چي يوازي د افغانستان، عراق او سوريې پناه غوښتونکي اجازه لري چي تر سرحدونو ئې تير سي.

https://p.dw.com/p/1H8pt
انځور: DW/B. Wesel

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

په بلگراد کي د ملگرو ملتو د کډالو چارو ادارې (UNHCR) وياندي ميليتا سنجيک ويلي دي چي د بالکانو هيوادونو له لاري به نور يوازي افغانانو، سوريايانو او عراقيانو ته اجازه ورکول کيږي چي تر سرحدونو ئې نورو هيوادونو ته تير سي.

د روان کال له دوبي راهيسي د بالکان هيوادونو له لاري اروپا ته د جنوبي اسيا، منځني ختيځ او افريقا په سونو زره مهاجر رسېدلي دي. د دوی ډېری په آلمان کي د پناه غوښتنه کړې ده.

د مکدونيا پوليسو ويلي دي چي له يادو هيوادونو پرته به نور ټول مهاجر له سرحدونو وشړي. د پوليسو يوه وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د سرحدونو تړل ئې د هغه کار په غبرگون کي کړي چي سلوانيا چي د اروپايي ټولنی غړی هيواد دئ دې د ورته اقدام اعلان ئې وکړ.

د ملگرو ملتونو وياندي ويلي دي چي سربستان د چهارشنبې په ماښام لا خپل سرحدونه د نورو مهاجرو پرمخ وتړل. سربستان هم ويلي دي چي يوازي به افغانان، عراقيان او سوريايان پرېږدي.

د بالکان هيوادونو ويلي دي چي د مهاجرو په دغه بحران کي ډېر مهاجر د دوی په هيوادونو کي بند پاته سوي.

د سربستان د ټولنيزو چارو وزير الکساندر فولاين، د پنجشنبې په ورځ ويلي دي: «موږ داسي کسان چي ډاډه نه يو چي هغوی به خپل سفر ته ادامه ورکړي، په خپل هيواد کي نه سو پرېښوولای.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب