1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټاليي د «داعش» د غړو د راستنیدو څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۶ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د ایټالیې حکومت خبرداری ورکړی دی چې هغه کسان چې د داعش له ترهګرې ډلې سره د یوځای کیدو له پاره له اروپا څخه تللي وو اوس د مهاجرو په کښتیو کې بیرته راستنیږي. په عین وخت کې بریتانیې د قاچاقبرانو یوه لویه ډله نیولې ده.

https://p.dw.com/p/2sDwE
Archivbild Flüchtlingsboot im Mittelmeer
انځور: picture-alliance/dpa/Italian Navy

د ایټالیې د بهرنیو چارو وزیر انجلینو الفانو د سه شنبې په ورځ (د فرورۍ میاشتې۶) د دغه هیواد په پلازمېنه روم کې د مهاجرت مبدا لرونکو او د مهاجرت د ترانزيتي هیوادونو کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل: «د داعش د بهرنیو جنګیالیو بیرته راستنیدل د ډیر شمیر خلکو له خوا د یوه بشپړ او واقعي خطر په توګه انګیرل کیږي.»

الفانو وړاندې ویلي دي: «دا زموږ په ګټه دی چې د انساني قاچاق وړونکو د داسې یوه میتود پر وړاندې مبارزه وکړو چې له خپلو ترلاسه شوو پيسو سره سازمان ورکړل شوي جرمونه او ترهګري تمويلوي.»

تر دې دمخه د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر مارکو مینیتي هم د الفانو په څیر د دا ډول یوه خطر څخه خبرداری ورکړی وو. هغه ویلي وو: احتمالاً له هغو سیمو څخه چې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې تر کنترول لاندې ول جنګیالي به د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته را شي.

مهاجرت د ایټالیې په ټاکنو کې یوه له مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي. د دې موضوع ارزښت په ځانګړي توګه وروسته له هغې زیات شو چې د تیرې اوونۍ په پای کې یوه سړي د ماچیراتا په ښار کې په همدې نوم د ایټالیې په ختیځ کې پر څو تنو افریقایانو ډزې وکړې او هغوې یې ټپیان کړل. ټاکل شوی ده چې د مارچ میاشتې په ۴ نیټه به په ایټالیا کې پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د قاچاقبرانو د یوه بانډ نیول کیدل

په همدې حال کې د بریتانیې چارواکو د انساني قاچاقبرانو یو لوی منظم بانډ ځپلی دی. ویل شوي دي چې دغه بانډ په سلګونو کردان په قاچاقي ډول له عراق څخه بریتانیې ته لیږدولي دي.

د چارواکو په حواله د بریتانیې د جرایمو پر ضد د مبارزې ادارې د سه شنبې په ورځ په لندن او د دغه هیواد په شمال ختیځ او سویل کې ۲۱ شکمن کسان نیولي دي. ویل کیږي چې دغو انساني قاچاقبرانو چې په فرانسه، بلجیم او هالند کې فعاله دي، خلک به په لارۍ موټرو کې پټول.

د بریتانیې چارواکو ویلي دي چې هر یوه مهاجر باید دغو قاچاقبرانو ته له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰ زرو پورې یورو ورکولې. په دغو عملیاتو کې چې له یوه کال راهیسې ورته تابیا نیول شوې وه تر ۳۵۰ ډیرو پولیسو په کې برخه اخیستې وه.