1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایرما» توپان په فلوریدا کې زیانونه اړولي

۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبه

«ایرما» توپان پخوانی زور بایللی، خو خطر یې لا هم پر خپل ځای پاته دی. دغه سمندري توپان چې سخت باد ورسره مل دی په فلوریدا کې درې تنه وژلي. په میلونونو کسان بریښنا نه لري او په سونو زره کسان په مؤقتي سرپناوو کې دي.

https://p.dw.com/p/2jh5W
USA Hurrikan Irma in Florida
انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا متحدو ایالاتو د هوا پیژندنې ادارې د رپوټ له مخې په لومړي سر کې دغه توپان د فلوریدا د کي، ټاپوګانو څخه چې سخت باد او اورښت ورسره مل وو تیر شو او تر هغه وروسته بیا د فلورید ایالت لویدیځ ساحل وچې ته ورسید. زیاته شوې ده چې اوس دغه توپان د پخوا په پرتله لږ په کراره د شمال پر لور په حرکت کې دی. د اټکلونو له مخې توپان به د د تمپا او اورلنډو له ښارونو تیر شي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په فلوریدا کې تر اوسه د توپان له کبله د درو تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی او په ټول ایالت کې ښايي ایرما، توپان سخت مالي تاوانونه اړولي وي.

په دې ترڅ کې د انرژۍ ځایي ادارې خبر ورکړی دی چې درې میلیونه کسان بریښنا نه لري او په وینا یې نور په میلیونونو کسان له ورته ګواښ سره مخامخ دي. ویل شوي دي چې د بریښنا د مزو او نورو چارو بیرته په بشپړه توګه رغول ښايي څو اوونۍ ونیسي.

Infografik Karte Florida Hurricane Irma DEU
انځور: DW

ستر ناورين

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ اعلان کړی دی چې د امکان په صورت کې به ژر فلوریدا ته سفر وکړي، څو د زیانونه څخه ځان خبر کړي. ترمپ، «ایرما» توپان یو ویجاوړونکي توپان یاد کړی چې ستر زیانونه یي اړولي دي. د هغه په خبره په لومړي سر کې د انسانانو د ژوند ژوغورولو خبره مطرح ده.

د متحدو ایالاتو ولسمشر د فلوریدا توپان له یوه ناورین سره پرتله کړی او په دې سره یې مرستو ته لار هواره کړې ده. د دغه ایالت اوسیدونکي او شرکتونه د بیلګي په توګه د کورونو د رغولو او یا هم د مؤقتي سرپناو له پاره د مالي مرستو غوښتنه کولی شي.

دغه سمندري توپان په دواړو سواحلو کې د سیلابونو د راتللو سبب شوی دی، د بیلګې په توګه تلویزوني چینلونو د میامي په داخل کې د سیلابونو د راتلو انځورونه خپاره کړي دي. د «میامي هیرلډ» په نوم ورځپاڼې د رپوټ له مخې په دغه میلوني ښار کې د ساختماني چارو دوه کرینونه یا جر ثقیلونه هم رالویدلي دي. د متحدو ایالاتو د هوا پيژندنې ملي ادارې خبر ورکړی دی چې په ختیځ ساحل کې په یوه ساعت کې شپږ تورنادو، رامنځ ته شوي دي او ویلي دي چې د نورو توپانونو اټکل هم کیږي.

USA Hurrikan Irma Florida
د میامي ښار د سړکونو حال، چې له اوبو ډک ديانځور: Reuters/S. Yang

د یکشنبې په ماسپښین (د سیمي پر وخت) د ایرما، توپان له څلورمې درجې څخه دریمې او بیا وروسته دوهم ته راټیټ شو. خو د هغه د خطر اټکل اوس هم کیږي.

ډیر لږ وخت دومره سیمې تخلیه شوي

تر دې دمخه په فلوریدا کې له تر ۶،۵ میلیونو زیاتو خلکو غوښتل شوي ول چې د توپان له کبله خپل کورونه پریږدي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي. دغه شمیر د ټول ایالت د نفوس ۳۰ سلنه جوړوي. دا د دغه ایالت په تاریخ کې د تخلیه کیدو یو ستر ماموریت وو. پر دې سربیره نور ۱۰۰ زره کسان په مؤقتي سرپناو کې انتظار باسي.

د فلوریدا ګورنر ریک سکوټ، د ملي ګارد ۷۰۰۰ غړي متحرکه کړي. د هغه په خبره فلوریدا په ټوله کې دغه توپان ته د ښه چمتووالی نیولی وو او په خبره یې سړی باید توپان هیڅکله کم اټکل نه کړي.

ایرما، توپان له څو ورځو راهیسې دغه سیمه تر خپل اغیز لاندې راوستې ده. د غیر رسمي ارقامو له مخې په کرابین کې د دغه توپان پر مهال ۲۰ کسان مړه شوي. یو شمیر سیمې چې تر دغه توپان دمخه د سیلانیانو له پاره ډیري په زړه پورې وې، اوس د اوسیدو وړ نه دي. پر نورو سربیره، د باربودا، سنت مارتین، سنت بارتلیمي او همداشان د ویرجین ټاپوګانو ته سخت زیانونه اوښتي دي.