1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران د نړیوالو قوانینو پر خلاف افغان کډوال باسي»

۱۳۹۴ آذر ۲۸, شنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بېرته راګرځېدونکو او داخلي بېځایه شویو کسانو په اړه تازه څېړنه کړې چې پکې راغلي؛ ایران په زور، ظلم او د نړیوالو اصولو خلاف افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

https://p.dw.com/p/1HQQg
Grenze Iran Afghanistan afghanische Flüchtlinge Abschiebung
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي هغه کډوال چې د ایران او پاکستان له خوا په اجباري توګه ایستل کیږي د افغانستان په دننه کې هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په رپوټ کې همدا شان د داخلي بېځایه شویو څخه هم یادونه شوې ده. زياته سوې ‌چې تر یو میلیون او دوه سوه زره ډېر کسان د جګړو او اقتصادي ستونزو له کبله بېځایه شوي ‌دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د شنبې په ورځ (د دسامبر ۱۹مه نېټه) د یوه کنفراس له لارې هغه څېړنیز رپوټ خپور کړ چې هم د راګرځېدونکو او هم د کورنیو بېځایه شویو په اړه پکې څېړنه شوې وه.

د کمېسیون مشرې ډاکټر سیما سمر د جوړ شوي کنفرانس پر مهال وویل، حکومت نه دی توانېدلی چې له پاليسۍ سره سم د بېځایه شویو او راګرځېدلیو کسانو له پاره اسانتیاوې برابرې کړي. هغې همدا شان د افغانستان پر دوو ګاونډیانو پاکستان او ایران تور ولګاوه چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زرو زیاتي او جبر څخه کار اخلي.

سمر وویل:« د بشري حقونو د کمېسیون مستقیمې څېړنې په هرات ولایت کې له اسلام کلا او په نیمرزو ولایت کې د زرنج له مرزونو څخه دا ښيي چې په بېلابېلو برخو کې د کډوالو بشري حقونه د ایراني موظفینو‌ له خوا تر پښو لاندې شوي.»

د بشری حقونو د کمېسیون څېړنه ښيي‌ چې په ۱۳۹۳ کال کې یوازې له اېران څخه څه کم ۲۱۷ زره افغان کډوال په اجباري توګه ایستل شوي‌ دي. رپوټ همدا شان زیاتوي ‌چې د ۱۳۹۴ کال په لمړیو څلور میاشتو کې هم ایران تر ۶۸ زره ډېر افغان کډوال په اجباري ډول له خپلې خاورې ایستلي دي.

بې سرپرسته ماشومان

د کمېسیون یوه لویه اندېښنه د هغه ماشومانو په اړه وه چې په وينا يې د ایراني حکومت له خوا بېله کورنیو په جبري توګه ایستل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

رپوټ ښيي چې په ۱۳۹۳ کال کې ۱۷۷۲ تنه ماشومان له ایران څخه په زور ایستل شوي چې ۵۵ سلنه یې بېله کورنیو شړل شوي او زیاتوي ‌چې په افغانستان کې هم یاد ماشومان د زده کړو،‌اوسېدو د ځاي، او نورو اسانتیاو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د راړول شویو ستونزې

دغه څېړنه د هغو ۲۰۰۶ را اړول شوي کسانو د ځوابونو پایله ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ترې کړي دي. په دې څېړنه کې ۷۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې هغوی ته وړاندې له وړاندې د وتلو خبر نه دی ورکړل شوی.

د مرکه شویو کسانو له ډلې څخه ۹۹ سلنه کسانو ویلي چې د هغوی پر وړاندې له زور زیاتي څخه کار اخستل شوي‌او همدا شان ۹۰ سلنه نورو بیا ویلي چې داسې توقیف خونو ته وړل شوي‌چې د انسان له کرامت سره نه ښايي.

۲۵ سلنه له مرکه شویو څخه دا هم ویلي‌ چې په ایران کې یې ټول شته او اموال پاته شوي او هغوی له یوې جوړې کالیو سره افغانستان ته راړول شوي دي.

افغانستان ته د راړول شویو کډوالو له ډلې څخه ۷۷ سلنه یې ویلي چې هغوی شغلي خوندیتوب نه لري او له همدې ډیرو کسانو بیرته نورو هېوادونو ته د تګ تکل کړی. رپوټ بهر ته د تازه کډوالۍ او بیرته د نه راګرځېدو مهم لاملونه د بېکاریو ډېرښت، اداري فساد او د راتلونکي له پاره ناهیلۍ په ګوته کړې.

د بشري حقونو د کمېسیون په دې رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې ټول ټال پنځه اعشاریه ۸ میلیون افغانان بیرته خپل هېواد ته راغلي چې ډېر یې تر ۲۰۰۹ کال وړاندې راغلي.

وړاندیزونه

Logo Afghanistan Independent human rights commission
انځور: DW
afghanische Flüchtlinge
انځور: DW

د بشری حقونو خپلواکمېسیون حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې له مخې یې د راګرځېدونکو او بې ځایه شویو کسانو له ‌پاره د اسانتیاوو برابرول، د راړول شویو سره په مرزونو کې ښه چلند، د ډیپلوماسۍ له لارې له ګاونډیانو سره د کډوالۍ پر حقونو خبرې کول، د ماشومانو په زور نه شړل او د پاکستان او ایران له ‌پاره د کډوالو د اجباري نه ایستلو د مشخصې ډیپلوماسي جوړل یاد شوي دي.

داخلي بېځایه شوي

د بشري حقونو د کمېسیون تازه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د یو لړ امنیتي، اقتصادي او نورو عواملو له کبله د بې ځایه شوو کسانو ‌په شمېر کې د پام وړ لوړوالی راغلی.

تر سره شوې څېړنه ښيي چې څه باندې یو میلیون او دوه سوه زره کسان په افغانستان کې د ننه د جګړو،‌ اقتصادي ستونزو او شخړو له کبله بېځایه شوي چې ۲۷ سلنه کسانو ته یې د ژوند کولو بنسټيزه اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

د رپوټ د مالوماتو له مخې دا مهال د افغانستان له ۳۶۹ ولسوالیو څخه سم نیمايي د وسله والو مخالف ډلو تر اغېز لاندې دي او زیاتوي چې ۳۰ ولسوالۍ په ښکاره توګه د وسله والو طالبانو له خوا کنټرولیږي. خو حکومت څه موده وړاندې د طالبانو په ولکه کې د ولسوالیو شمېر ۹ واحده بللی و.