1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د اتومي دستگاه د ساتني له پاره دفاعي توغندي نصب کړل

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۸, دوشنبه

روسي S-300 ډوله دفاعي توغندي د فردو په نوم د ایران د یورانیمیو د غني کولو بټۍ د امنیت له پاره ځای پر ځای کړل شوي دي. دغه گام د نورو دستگاوو له پاره هم په پام کې نیول شوی.

https://p.dw.com/p/1JrWu
Mobiles Langstreckenraketensystem S-300
انځور: picture-alliance/dpa/D. Rogulin

د ایران دولتي تلویزون او فارس خبري آژانس د ایران د دافع هوا د قوماندان جنرال فرزاد اسماعیلي، له قوله لیکلي دي: «د ایران فضا اوس په سیمه کې تر ټولو خوندي فضا ده.» هغه زیاته کړې ده چې د ایران اتومي بټۍ باید «په هر ډول شرایطو کې» خوندي وساتل شي.

د ایران دولتي تلویزون او خبري آژانس فارس په خپل رپوټ کې ویلي دي چې انقلابي گارد د دغه هیواد په مرکز کې دافع هوا سیستم ځای پر ځای کړی دی. دلته د S-300 ډوله دفاعي توغنديو خبره مطرح ده چې په تیر نزدې وخت کې د روسیې له لوري ایران ته ورکړل شوي دي. د فردو د یورانیمو د غني کولو بټۍ د پلازمینې په سویل کې د قم ښار ته څیرمه په غرنۍ سیمه کې موقعیت لري.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې له روسي دفاعي توغندیو سره به د دغه هیواد نورې اتومي بټۍ هم خوندي کړل شي.

د ۲۰۰۷م کال قرار داد

روسیې د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې ایران ته د S-300 ډوله توغندیو په انتقالولو پیل کړی وو. په پام کې ده چې د کال تر پای پوري د ۷۴۰ میلیارده یورو په ارزښت ټول قرار داد بشپړ شي.

د توغندیدو د انتقالولو قرار داد په اصل کې په ۲۰۰۷م کال کې لاسلیک شوی وو خو د ایران د اتومي پروگرام پر سر د شخړي له کبله دغه څه د روسیې له لوري ځنډول شوي ول.

S-300 ډوله توغندي په نړۍ کې د پرمختللي دافع هوا سیستم په توگه پيژندل کیږي. دغه توغندي د دې وړتیا لري چې د عصري جنگي الوتکو مخنیوی هم وکړي.

تیر کال د ملگرو ملتونو پنځه ویټو حق درلودونکي هیوادونه روسیه، امریکا متحد ایالات، چین، فرانسه او بریتانیا او همداشان آلمان له ایران سره په ویانا کې تر څو کلونو خبرو اترو وروسته د ایران د اتومي پروگرام په هکله یوه توافق ته ورسیدل.

دغه تړون تهران ته د ملکي موخو له پاره د اتومي انرژۍ څخه د استفادې اجازه ورکوي، خو په عین وخت کې باید دا خبره ډاډمنه کړي، چې دغه هیواد اتومې وسلې نه شي جوړولای. د دې په بدل کې پر ایران باندي د لویدیځ له خوا لگول شوي بندیزونه لیري کړل شول.

لکه څرنگه چې په نړیوال تړون کې پرې موافقه شوې وه، ایران په زياته پيمانه د یورانیمو په غني کولو کې کمښت راوست او د یورانیمو د غني کولو د سانتریفوژونو په لیري کولو یې پېل وکړ.

له باقې پاته سانتریفوژونو څخه ایران د څیړنیزو موخه له پاره استفاده کولای شي. د تړون له مخې ایران، له ۳۰۰ کیلوگرامه څخه د زیاتو غني شویو یورانیمو د لرلو اجازه نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب