1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او روسیه د نویو اړیکو په لټه کې

۱۳۹۶ آبان ۱۱, پنجشنبه

ایران ته د روسی ولسمشر ولادمیر پوتین د سفر هدف دا دی چې خپلمنځۍ اړیکې لا ژورې کړي. هغوی اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر د غوښتنې خلاف له ایران سره اتمي تړون ته به ژمن پاتي شي. هغوی په سوریه کې هم د همکارې د دوام خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/2mtlD
Teheran, Russlands Präsident Wladimir Putin trifft sich mit Ayatollah Ali Khamenei
انځور: Reuters

په  تهران کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د لیدنې کتنې په وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل:«زمونږ لپاره روسیه یو ستراتیژيکي شریک دی چې هم د سورېې او هم په اتمي تړون کې یې مهم نقش لوبولی او دا کار به وروسته له دې هم وکړي.» روحاني په خاصه توگه د سوریې په کړکیچ کې د روسیې له « رغوونکي نقش» څخه ستاینه وکړه. هغه وویل چې دواړه هیوادونه د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې په ماتې کې ونډه لري. روحاني یادونه وکړه، دغه راز  تهران او ماسکو د قزاقستان په پلازمینه، استانا کې د سورېې د کړکیچ د یو دیپلوماتيک حل په موخه د خبرو اترو لپاره امکانات چمتو کړل. د ایران ولسمشر وویل: «البته د داعش ضد جگړې وروستی پړاو هم باید په کلکه توگه وروسته له دی هم تعقیب شي.»

«زمونږ د گډو هڅو له برکت څخه»

پوتین هم له رغوونکو همکاریو څخه یادون وکړ. د روسیې ولسمشر وویل:« زمونږ د گډو هڅو له برکته او د ترکیې له ژمنې سره په سوریه کې د تروریزم ضد جگړه کې او دغه راز په استانا کې د خبرواترو پروسه په ښه توگه پرمختگ کړی.» هغه ټینگار وکړ چې د شخړې هیڅ اړخ په یواځیتوب سره یو حل ته نه رسیږي.

د ایران د اټمي شخړې پر سر د ویانا د ۲۰۱۵ کال موافقه روحاني هغه نړیوال منل شوي تړون وگاڼه چې په سیمه او نړۍ کې د سولې په گټه تمامیږي. روحاني یادونه وکړه چې له همدې کبله نړیواله ټولنه باید د امریکا متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ور نه کړي چې دغه تړون ویجاړ کړي: «په دې برخه کې هم روسیه یوه ډيرغټ نقش لوبوي.»


پوتین ایران نه یواځې یوه ښه گاونډی، بلکه  د روسیې یو مهم ستراتژیکي شریک وگاڼه. هغه وویل چې د ویانا تړون د نړۍ د سولې په خدمت کی دی، نو له دې امله د داسی یو تړون څخه مخ اړول د ماسکو لپاره د نه منلو وړ دی. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، سرگې رایاکوف له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د ولسشمر دونالد ترمپ غوښتنه چې گواکې په تړون کې دی بدلون راوستل شي، غیرمعقول وگڼله.  هغه د روسیې تلویزونې شبکې ته وویل:« د نورو فقرو او بندونو زیاتول مطلقا ناممکن دي.» دغه راز پوتین د ایران له مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای سره هم ولیدل. په تیرو لس کلونو کې دا دریم ځل دی چې هغه ایران ته سفر کوي. لومړی سفر یې په ۲۰۰۷ او دوهم یې په ۲۰۱۵ کال کې ؤ.

Azerbaidschan Rohani und Aliyev
د اذربايجان ولسمشر علي ايف او د ايرن ولسمشر روحانيانځور: ISNA

د آزربایجان ولسشمرعلی ایف هم له دوی سره

ایران ته د پوتین د دی سفر اصلي موخه له نوموړي هیواد او آزربایجان سره یو اقتصادي لیدنه کتنه وه.  په همدی وجه د آزربایجان ولسشمر الهام علي ایف هم تهران ته تللی ؤ. د هغوی په اقتصادي اجنداء کې د انرژی په برخه کې همکاري او دغه راز د توریزم د سکتور پراخول شامل دي.  سربیره پر دی دغه درې واړه هیوادونه غواړي د « نویو سوداگریو لارو چارو» لپاره د نړۍ بازارونو ته د ښه لاس رسي په لټه کې شي.  پوتین د درې واړو هیوادونو د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینگار وکړ.  هغه وویل چې  دغه درې واړه د انرژي تولیدونکي هیوادونه دي. هغې یادونه وکړه: «خو دا د دې معنی نه لري چې هغوی له یو بل سره رقابت کوي، بلکه دا دې معنی لري چې مونږ خپل قوتونه سره همغږي  کوو.» پوتین وویل: « روسیه چمتو ده چې د آزربایجان له لارې د ایران شمال ته گاز ولیږي.»

پر ورته موضوع يوه ګالري زموږ له آرشيف څخه (27.02.2017)