1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایتالیاوي پولیسو د انساني قاچاق وړونکو یوه شبکه نیولې

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د ایتالیا پولیسو د انساني قاچاقبرانو داسې یوه شبکه له فعالیته غورځولې، چي لږ تر لږه ۲۰۰ غیر قانوني مهاجر یې اتریش، آلمان فرانسې او د اروپايي ټولنې نورو غړو هیوادونو ته لیږدول.

https://p.dw.com/p/1Jwaf
Italien Polizei Kontrolle
انځور: picture alliance/dpa/M. Bazzi

د ایتالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې شپږمه نیټه» خبر ورکړ چي د دغې شبکې۱۶ شکمن کسان بندیان سوي او د پنځو تنو نورو پلټنه لا هم روانه ده.

د پولیسو د معلوماتو پر اساس د قاچاقبرانو دغې شبکې په لسهاوو موټر لرل او یو مهاجر یې له هنگري څخه تر ایټالیا، آلمان، اتریش او یا فرانسې پوري د ۵۰۰ یورو په بدل کې لیږدوه.

په دې ډول د ۲۰۱۴م کال له پایه بیا د ۲۰۱۶م کال تر مې میاشتې پوري هغوی د اروپايي ټولني نورو غړو هيوادونو ته لږ تر لږه ۲۰۰ غیر قانوني مهاجر لیږدولي دي.

د ایتالیا پولیسو ویلي دي چې په ځینو برخو کې داسې شواهد هم شته چې دغې ډلې یو اندازه پیسې د اسلامپالو ډلو د تمویل په موخه استولې دي. زیاته شوې ده چې په څو موردونو کې د په سوریې کې ناپیژندل شويو کسانو په پیسې استول شوي دي. په دې هیواد کې یو شمیر اسلامپالې ډلې فعالیت کوي.

د قاچاق وړونکو د دغې شبکې په اړه څیړنې د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر میاشت کي د یوه ایتالوي تر نیولو وروسته پیل شوې. هغه د یو شمیر کډوالو د لیږدولو پر مهال نیول شوی وو