1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایا له مرچو درمل جوړیدای شي؟

۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعه

که څه هم مرچ کوچني دي خو خوند یې داسې ده چې کله آن انسان په ژړا کړي. زیاتره کسان تازه مرچ خام نه خوري او تر پخولو وروسته یې نوش جان کوي. خو اوس له پخلنځي بیرون، د روغتیا له پاره د مرچو استفاده هم روانه ده.

https://p.dw.com/p/2sO4x
Symbolbild - rote Pepperoni
انځور: picture-alliance/McPHOTOs

ترخه مرچ له خوراک پرته په نورو برخو کې هم کارول کیږي. کاپسایسن چې په مرچو کې د تریخوالي لامل دی اوس په ځینو دارو درملو کې موندل کیږي. له دغو دارو درملو د عضلاتو د آرامه کولو له پاره ګټه اخیستل کیږي.

کاپسایسن چې د مرچو د تریخوالي اصلي عنصر ګڼل کیږي، زیاتره وخت د مرچو په دانو کې موندل کیږي. له همدې امله زیاتره کسان نه غواړي چې د خوراک پرمهال د مرچو دانې مصرف کړي او د دې پرځای هغه له مرچکو باسي.

د عضلاتو د نرمولو له پاره له مرچو درمل په کور کې هم جوړیدلی شي. د دې کار له پاره اړ یاست چې تازه مرچ له غوړیو سره ګډ کړئ، بیا یې د شپږو یا اتو اونیو له پاره همداسې پریږدئ. تر دې وروسته یې په سادګی سره په هغو عضلاتو چې ستونزه ولري، ومښئ. په دې توګه کولئ شئ چې په خپل لاس د خپل ځان له پاره دارو جوړ کړئ.

په خوب کې د خریدو د مخنیوي لارې، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: