1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان کمزوري شوي دي؟

۱۳۹۵ تیر ۲۸, دوشنبه

لوړ پوړو امریکایي امریکايي پوڅي چارواکو ویلي دي چې طالبان په وروستیو وختونو کې د جګړې په ډګر کې کمزوري شوي دي خو یو شمیر کارپوهان بیا وایي چې دا یوازې د طالبانو یو تکتیکي اقدام دی.

https://p.dw.com/p/1JQqP
Joseph F. Dunford/ US-Generalstabschef
انځور: picture alliance/ landov

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزف دونفورد، ویلي دي چې هغه په محتاطانه ډول د طالبانو په تعارضی بریدونو کې کموالي راتلو ته خوشبینه شوی دی.

دانفورد ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو په تاوتریخوالي کې د تیر وخت په پرتله کموالی راغلی، هغه زیاته کړې ده چې افغان پوځ د جګړې په ډګر کې یو څه کنترول په لاس کې نیولی دی، خو هغه خبرداری ورکړی دی چې د دې وضعیت د بدلیدو امکان هم شته او کیدای شي.

هغه ویلي دي: «موږ د طالبانو د بریدونو په برخه کې لوړې او ژوړې لیدلې دي. خو اوس د جګړې په ډګر کې افغان امنیتي ځواکونه برلاسې دي.»

نوموړي امریکایي جنرال دغه خبرې له بګرام هوایي اډې څخه د آلمان شتوت ګارد ښار ته په یوې پوځي الوتکې کې د سفر پر مهال کړي دي. دانفورد په افغانستان کې درې ورځې تیرې کړې او هلته یې له افغان او امریکایي قوماندانانو سره ولیدل. د یکشنبې په ورځ هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره هم غونډه وکړه.

دانفورد د ۲۰۱۳ کال له فبروري میاشتې خه بیا دې د ۲۰۱۴ کال تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې د ناټو د ټولو ځواکونو مشري پر غاړه لرله.

افغانستان د طالبانو تر څنګ له نورو ګواښونو سره هم مخامخ دی

نور امریکایي چارواکو هم په کابل کې ویلي دي چې د روژې له میاشتې راهیسې د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ کم والی راغلی دی. یوه چارواکي دغه په اصطلاح خاموشه دوره «تکتیکي دریدنه» بللې ده خو یوه بل چارواکي بیا ویلي دي چې دا د طالبانو د کمزوري کیدو په معنی ده.

خو یو شمیر کارپوهان بیا د افغانستان په جګړه کې پرمختګ ته د شک په سترګه ګوري. د نړیوالو او ستراتیژکو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان کارپوه انتوني کاردیسمن، ویلي دي چې افغانستان اوس د طالبانو په ګواښ سربیره له نورو ګواښونو سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړې ده: «فقر مخ پر زیاتیدو دی، حکومتولي ډیره ضعیفه ده او په ځینو ولسوالیو کې خو حکومت هیڅ حضور نه لري. ځواکمن کسان او پخواني زور واکان تر پخوا ډیر پیاوړي شوي دي. د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او افغانستان اوس هم د نړۍ په ډیرو مفسدو هیوادونو کې شامل دی. مخدره توکي په اقتصاد کې لا مهم نقش لوبوي او له هیواد څخه د د متفکرو خلکو تیښته دوام لري.»

دغه کارپوه روښانه کړې ده چې په افغانستان کې د لا ډیرو امریکایي پوځیانو پاتې کیدل له پوځي لحاظه مهم دي، خو افغانستان په بیړنۍ توګه ښې حکومتولې ته اړتیا لري: «افغانستان په بیړنۍ توګه ښې او متحدې حکومتواې او مشرې ته اړتیا لري. هغوی ډیرې اقتصادي مرستې او اصلاحاتو ته اړتیا لري چې اداري فساد له منځه ولاړ شي. د طالبانو ضعیفه کیدل به د افغانستان جګړه په یوې نه ختمیدونکې ستومانوونکې جګړې باندې بدله کړي.»

Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
هیبت الله اخندزاده، د طالبانو نوی مشرانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

خو په کابل کې میشت امریکایي پوځي چارواکي بیا وایي چې طالبان د دغې ډلې د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کیدو وروسته ضعیفه شوي دي. په کابل کې د ایتلافي ځواکونو د استخباراتو د مرکز مشر مایکل مارتي، د یکشنبې په ورځ وویل: «داسې ښکاري چې د هغوی عملیاتي وړتیاوې یو څه کمې شوې دي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې اوس طالبان د خپل نوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده، په اطراف کې د یوه نوي ټیم د جوړولو په حال کې دي. مارتي وايي چې ملا هیبت الله د طالبانو د پخوانیو مشرانو په څیر اعتبار نه لري خو دی او نور طالب مشران په عین حال کې د سولې له بهیر سره هم کومه لیوالتیا نه لري.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماند جنرال جان نیکولسن، ویلي دي چې طالبان اوس د جګړې د بایللو په حال کې دي او اوس د پخوا په پرتله ضعیفه شوي دي. خو یو شمیر کارپوهان بیا له دې ارزونې سره موافق نه دي.

په جورج واشنګټن پوهنتون کې د نړیوالو چارو او سیاست پروفیسور ستیون بیدل، ویلي دي چې طالبان به تر هغه وخته پورې انتظار وباسي چې نړیوال نور له افغان پوځ څخه مالي ملاتړ بند کړي او تر هغه وروسته به جدی اقداماتو لاس پورې کړي.