1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا رد صلاحیت د بریدونو د درولو د حل لار ده؟

۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبه

ولسې جرگې د افغانستان دوه وزیران پر افغانستان باندې د توغندیو د بریدونو له کبله رد صلاحیت کړل. کارپوهان وایي چې د دغو بریدونو د درولو له پاره سیاسي هلې ځلې ډیرې گټورې دي.

https://p.dw.com/p/15kT7
انځور: dapd/Montage DW

د دفاع او کورنیو چارو وزیران د تيرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د رای اچونې د بهیر په پایله کې بې باوره اعلان شول. دغو دواړو وزیرانو ته هغه وخت د بې باورۍ رایې ورکړل شوې چې پر افغانستان باندې د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو د بریدونو په اړه د وکیلانو د پوښتنو په ځوابولو کې پاتې راغلل.

په تیرو څو کلونو کې د زنجیره یي قتلونو او ناامنیو تر څنګ د بیلا بیلو دلایلو له مخې وزیران استیضاح شوي ول خو دا لومړی ځل دﺉ چې د کابینې دوه مهم غړي د ولسي جرګې له لوري رد صلاحیت کیږي.

یو شمیر سیاسي کړۍ په دې اند دي چې د پارلمان دغه اقدام د خپل ډول یو بي ساری ګام دﺉ چې باید وستایل شي خو هغه څه چې ډیر مهم دي هغه د کورنیو او دفاع چارو د وزیرانو د استیضاح دلایل او تر شا ئې نغښتې پټې سیاسي موخې دي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې په داسې حال کې چې له یوه لوري بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتو دي او له بلې خوا دغه هیواد د امنیت د لیږد مهم بهیر پلي کوي دا به ګرانه وي چې افغان حکومت وشي کولای دغو مهمو پوستونو ته وړې څیرې ومومي.


د سیاسي چارو مبصر اسحاق ګیلاني وايي چې دی فکر نه کوي چې د پارلمان یاده پریکړه دې د ملت په خیر وي: «په خواشیني سره چې زموږ وکیل صاحبانو په ډیر احساساتي ډول عمل وکړ، ځکه حالات ډیر نازک دي او زه ډاډه یم چې موږ به ډیر ژر له دغې پریکړې پښیمانه شو او منفي اغیزه به ئې هم ووینو.»

خو ایا کیدای شي چې د وزیرانو له لرې کولو سره د افغانستان اوسنۍ لانجه په خاصه توګه د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو د بریدونو مخه ونیوله شي؟

یو شمیر کارپوهان وایي چې امکان لري چې ځینې ورانکارې ډلې او سیمه ییز استخبارات د دغو دواړو افغان وزیرانو له رد صلاحیت کیدو سره څه نا څه خپلو موخو ته رسیدلي وي. په همدې حال کې داسې هم ویل کیږي چې په حکومت کې هم ځینې کړیو له کلونو راهیسې د دغو دوو کسانو د لرې کولو هڅې کولې.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی عصمت الله غلجی، هم دا احتمال نه ردوي چې حکومت دي په دغه اقدام کې لاس نه درلود. نوموړی وایې چې کیدای شي دغه دوه وزیران د پټو سیاسي ملحوظاتو له مخې رد صلاحیت شوي وي:

«اوس چې افغان دولت تر سختو کورنیو او بهرنیو فشارونو لاندې دئ، جمهور رئیس کرزی هڅه کوي چې په دغه شان اقداماتو سره خپل ملت او نړیوالو متحدینو ته وښيي چې د ادارې د اصلاح او دیموکراتیکو بنسټونو د غښتلي کولو له پاره ژمن دئ. کله چې پر حکومت د پارلمان او ولس فشار زیات شي نو بیا یوه مسئله رامخې ته کوي او د اصلاح له پاره ئې ګام پورته کوي.»

کارپوهان وايي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي لانجې د هوارولو له پاره د وزیرانو د رد صلاحیت کولو پر ځای د دیپلوماتیکو کانالونو له لارې د خبرو دوام تر ټولو غوره لار ده.

بسم الله محمدي او جنرال رحیم وردګ چې د نوي حکومت له جوړیدو راهیسې د حکومت په مهمو دولتي څوکیو کې پاتي شوي دي د ادارې فساد او د خپلو اړوندو وزارتونو په چوکاټ کې په تنظیم پالنه تورن شوي ول.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش