1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایا د ویني ورکړه د انسان له روغتیا سره مرسته کوي؟

۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبه

د ویني له لاسه ورکول ډیر خطرناک دي. خو ډیر کسان پخپله خوښه خپله نیم لیتر وینه هغو کسانو ته ورکوي چې دې حیاتي مایع ته اړتیا لري. د ویني له ورکړي سره د انسان په بدن کې کوم بدلونونه راځي؟

https://p.dw.com/p/2mLFI
Deutschland Blutspende
انځور: picture-alliance/dpa/S. Marzoner

په منځني قرنونو کي په یونان، هند او هسپانیا کې د ویني ورکړه یوه عاده خبره وه. په تیرو وختونو کې د انسان وینه بل ناروغ ته د تزریق له پاره نه اخیستل کیده، بلکي هدف به يې د مختل شوي وینې په حرکت کې تعادل راوستل وو. خو دا چې ایا دې کار د ناروغ له روغتیا سره مرسته کوله او که نه، بیله موضوع ده.

اوس د ویني ورکړه په دې ترتیب ده چې پخپله خوښه خپله نیم لیتر وینه ورکوي. دا کار د داوطلب د وینې فشار د لنډي مودې له پاره راټیټوي، ځکه د هغه په بدن کې د وینې اندازه کميږي.

ویل کیږي هغه کسان چې د ویني لوړ فشار لري، په اوږده موده کې په منظم ډول د ویني د ورکړې له لارې خپل د وینې فشار راټیټولای شي. دا هم ویل کیږي چې وینه ورکوونکي د نورو په پرتله کم د زړه په ناروغۍ اخته کیږي. خو طب لا تر اوسه پوري دغه دوه مورده په قاطع ډول نه دي تایید کړي.

په یوه میلي لیتر وینه کې پنځه میلیارده سره کرويات، ۲۰۰ میلیونه د ویني حجرې او له پنځو تر لسو میلیونو سپین کرويات وي. په دې ترتیب نو، د وینې د ورکړې پر مهال د انسان له بدن څخه یوازي وینه نه وځي، بلکي د وینې ډيري حجرې هم له بدنه وځي او په پایله کې یې د وینې د ورکوونکي په بدن کې د اوسپني اندازه ټیټیږي.

که څه هم د انسان په بدن کې د اوسپني شتون د ویني سرو سلولونو ته د اکسیجن د رسیدو له پاره حیاتي ارزښت لري، خو په بدن کې د اوسپني ډیریدل کیدای شي د رګونو د دیوالونو د ډبلیدو لامل شي. په داسې مواردو کې ښځې د خپل میاشتي عادت پر مهال ډیره وینه له لاسه ورکوي او د نارینه و په پرتله یې په بدن کې د اوسپنې اندازه لږ وي. که د ویني ورکوونکي په بدن کي د ویني اندازه ټیټه وي نو باید له داسې درملو استفاده وکړي چې په بدن کې د اوسپني اندازه زياتوي.

د ویني ورکړه کیدای شي ځيني ځاني عوارض هم ولري. که په بدن کې د ویني د ورکړې له کبله د هغې جریان مختل شي، نو د دې امکان شته چې د ویني ورکوونکی له سرګنسي او په ځینو مواردو کې آن له ضعف سره مخامخ شي. له همدې کبله هغو کسانو ته چې وینه ورکوي، تر دې کار وروسته ډوډۍ او څښاک ورکول کیږي.

د وینې تر ورکړې وروسته په بدن کې کوم بدلونونه رامنځ ته کيږي:

- د ویني تر ورکړې ۲۰ دقیقې وروسته، د ویني جریان بیرته خپل عادي حالت ته ګرځي.

- د ویني تر ورکړې ۲۴ ساعته وروسته، په وینه کې له لاسه ورکړل شوې مایع، بیرته جبرانیږي.

- د ویني تر ورکړې ۴۸ ساعته وروسته، د ویني پروتین بیرته پوره کیږي.

- د ویني تر ورکړې دوې اوونۍ وروسته له لاسه ورکړل شوي کريات بیرته پوره کیږي.

- د وېني تر ورکړې اته اوونۍ وروسته په نارینه وو کې د اوسپني سطح بیرته عادي حالت ته ګرځي. په ښځو کې دا کار کیدای شي چې ۱۲ اوونۍ وخت ونیسي.

دا هر څه بيا د هغو کسانو له پاره چې غوښه نه خوري، تر دې ډیر وخت نیسي.

په دې ترتیب سره نو نارنیه کولای شي چې په کال کې شپږ واري او ښځي څلور وارې وینه ورکړي. په داسې شرایطو کې هم د ویني ورکوونکي او هم ترلاسه کوونکي له دې حالته ګټه اخلي.

زموږ له ارشيف څخه: