ایا د اسامه د وژنې په اړه فلم به څوک د کواښ سره مخامخ نه کړي؟
۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعهد متحده ایالاتو په سنا کې د جمهوري غوښتونکو یوه استازي، پیټر کینګ، چې د کورني امنیت د کمیټې مشرۍ هم پر غاړه لري، دا پوښتنه را ولاړه کړې ده چې د بن لادن د وژنې په اړه څومره معلومات له فلم جوړوونکو سره شریک کړای شوي دي.
کینګ د اوباما د ادارې او د Sony Pictures تر منځ د همکاریو په اړه اندیښنه څرګنده کړې. Sony Pictures د اسامه بن لادن د وژنې فلم تولیدوي چې کاترین بیګلو یې د ډایرکټرې په توګه ټاکل شوې ده.
کینګ د اګست په میاشت کې د پینټاګون او CIA عمومي مفتش یو لیک استولی وو. په دغه لیک کې هغه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغې مقالې ته اشاره کړې وه چې په حواله یې د متحده ایالاتو حکومت له Sony Pictures سره د اسامه د وژنې د عملیاتو په اړه ډیر معلومات شریک کړي. په مقاله کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو د دفاعي چارو وزارت او استخباراتي شبکې د د دغه هیواد په تاریخ کې د تر ټولو محرمو عملیاتو جزییات بربنډ کړي دي.
هغه په خپل خط کې لیکلي چې د بن لادن د وژنې په اړه د محرمو معلوماتو بربنډولو لا پخوا هم هغو پاکستاني وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی چې د پاکستان حکومت ګمان کاوه چې د CIA سره یې همکاري کړي. هغه اندیښنه ښودلې چې د دغو عملیاتو په اړه د نورو معلوماتو بربنډول کیدای شې چې د نورو کسانو ژوند هم له کواښ سره مخامخ کړي.
کینګ همداراز دا پوښتنه هم راولاړه کړې چې دغه فلم به د نشریدو څخه مخکې پوځي او د CIA چارواکو ته د نظر تیرونې لپاره وړاندی شي او که نه.
د سپیني ماڼۍ ویاند، جې کیرني، د کینګ له خوا د پلټنو په اړه د اګست په میاشت کې ویلي وو چې دا ادعا چې ګواکې سپینې ماڼۍ دغه پټ معلومات ورکړي، غلطه ده.
د CIA د ویاندې، جنیفر ینګ بلډ، له خوا د پنج شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې CIA تل په د لیکوالانو، فلم جوړونو او تلویزونونو سره خپلې اړیکي ساتلي. هغې زیاته کړي چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ساتنه د CIA د لمړیتوبونو څخه ده.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش