1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د آلمان د پناه غوښتنې نوې قانون به دا پروسه ورو کړي؟

۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعه

«د پناه غوښتنې د چټکولو قانون» چې د آلمان پارلمان په ورستیو کې تصویب کړ، باید دا بهیر چټک کړي خو منتقدین وایي چې دا قانون به برعکس کار وکړي او د آلمان د اساسي قانون خلاف دی.

https://p.dw.com/p/1GpXf
Flüchtlinge an der österreichisch-deutschen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د پنجشنبې ورځي پارلماني مناظرې پیلولو لپاره د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، یو ځل بیا جنجالي کلمات وکارول. هغې دا مناظره له دې پوښتنې سره پیل کړه: آلمان ته د راتلونکو کډوالو لوړ شمیر سره څه وکړو؟

هغې وویل چې د کډوالو بهیر د آلمان لپاره یو تاریخي امتحان دی او زیاته یې کړه: «موږ له بل هر وخت څخه اوس دا په ډیره مستقیمه توګه تجربه کوو چې په نړۍ کې جګړې، تاوتریښوالی او د لید لوري نه شتون، چې پخوا له موږ څخه ډیر لرې وو اوس زموږ دروازو ته رارسیدلی دی.»

دسره له دې چې هغې وویل چې د اروپایي ټولنې نور غړي هیوادونه باید د کډوالو د کړکیج په حل کې لا هم ډیر سهم واخلي خو د پارلمان له وکیلانو څخه یې وغوښتل چې پر ستونزو د برلاسي لپاره د هغې د نوې تګلارې ملاتړ وکړي. دا پلان چې د «پناه غوښتنې د چټکولو قانون» په نوم یادیږي او د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پلي کیږي د کډوالو د ځینو مرستندویه سازمانونو له خوا تر نیوکو لاندې راغلی دی. تر ټولو څخه سخت انتقاد د پرو اسایل(Pro Asyl) له خوا شوی دی چې د دې قانون نوم یي «د پناه غوښتنې د ردولو قانون» ته اړولی دی.

Berlin Bundestag Angela Merkel Rede Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/v. Jutrczenka

آلمان د وکیلانو اتحادیه چې ۶۶۰۰۰وکیلان یي غړیتوب لري هم پر دې قانون نیوکې کړې دي او په یوي خبرپاڼه کې یې ویلي دي: «له کډوالو سره چلن، خصوصا د بالکان هیوادونو څخه، د عینې شرایطو له مخې نه شي توجیه کیدی.» دا اتحادیه همدا راز ادعا کوي چې دا قانون په ډیرو موضوعاتو کې د آلمان له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

ایا دا انتقادونه پر ځای دي؟ دا قانون په آلمان کې کډوالو لپاره څه ګټې او زیانونه لري؟ دویچه ویله د دې قانون په اړه یو څو مهمو ټکو ته اشاره کوي.

په «لومړنیو ورودي مرکزونو» کې به کډوال اوس د درو میاشتو پر ځاې د شپږو میاشتو له پاره پاتې کیږي

په آلمان کې «لومړني ورودي مرکزونه» معمولا لوبغالي، صنعتي ګودامونه، پخواني پلورنځایونه او نور داسې خالي تعمیرونه دي چې د محلي ادارو له خوا په اضطراري حالت کې ترې د کډوالو د استوګنځایونو په توګه ګټه پورته کیږي. د پرو اسایل په خبره دا یوه فاجعه باره مفکوره ده. یوازې د دې له پاره نه چې په ډیرو کمپونو کې له وړاندې ډیر شمیر کډوال اوسیږي بلکه د دې لپاره هم چې کډوال په کمپونو کې د ښي اړخه [آلمانیانو] له حملو سره مخ دي او همدا راز د کمپونو دننه هم کډوال په خپل منځ کې د تاوتریښوالي، جنسي تیري او نورو وړو جرمونو شاهدان دي. له نوی قانون سره به دا جرمونه لا هم ډیر شي.

نوي اقدامات به د کډوالو حقوق او امتیازونه محدود کړي

Flüchtlinge Unterkunft Bonn Flüchtlingscamp Flüchtlingsunterkunft Deutschland
انځور: Bashar Hemmmay

د آلمان د وکیلانو اتحادیه وایی: «دا [قانون] د کډوالو د چارو د چټکولو له پاره مناسب نه دی.» سربیره پر دې په دې موده کې چې کډوال په دې مرکزونو کې اوسیږي د کار اجازه نه لري نو دا نوی قانون د دوې پر کار د وضع شوي محدودیت موده لا هم ډیروي. نو د همدي له پاره دا قانون پر دولت مصرفونه ډیروي او د کډوالو د ادغام فرصت کموي.

د نقدو پیسو مرستو قطع کیدل

تر اوسه پوري په آلمان کې کډوالو [چې په دې کمپونو کې اوسیدل] هره میاشت د آلمان حکومت له خوا ۱۴۳یورو تر لاسه کولې. حکومت دې پایلې ته رسیدلې چې دا د کډوالو له پاره یو غلط انځور وړاندې کوي. د همدې له پاره د آلمان حکومت تصمیم نیولی چې پر کډوالو د نقدو پیسو مرستې بندې کړي. دا طرحه له دې وړاندې د بایرن په ایالت کې عملي شوی وه. زایدلر وایی: «په وروستیو کې به بایرن ایالت کې کډوالو هر اوونې دوه وارې د دوډې یو پاکټ تر لاسه کوه. په دې پاکټ کې موجود خوراکي توکې د بدلیدو وړ نه وو. که خوښ مو وو او که نا او یا دا مواد نوي وو یا زاړه. دا یو ډیر بد سیستم وو او زه خوښ یم چې دا یي بدل کړی. خو د نقدو پیسو مرستو له بندولو سره نو بیا کډوال کوم انتخاب نه لري. دا به د کډوالو د راتګ مخه هم و نه نیسي. دا څرګندونې چې خلک د ۱۴۳یورو له پاره راځي یوه بی معنا خبر ده.»

د دیپورټ یا له آلمان څخه د اخراجولو په اړه د کډوالو ناخبري

د آلمان د نوي قانون له مخې، چارواکې اوس کډوال پر دې نه خبروي چې هغوې به د اسنادو د ارزوني د پروسې د ترسره کیدو وروسته دیپورټ کیږي او که نه. د آلمان د وکیلانو اتحادیه وايي چې دا کار د آلمان د اساسي قانون خلاف ده ځکه چې د قانون له مخې باید په دولتي ادارو کې شفافیت موجود وي. خو له دې موضوع سره د مخالفت له پاره دا د هغوې یوازینی دلیل نه دی. د آلمان د وکیلانو اتحادیې مشرې ګیزیله زایدلر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دا د شپې له خوا د حملو په شان ده. خلک به د هغوې له استوګنځایونو څخه الوتکو ته بیول کیږي. موږ ډیري داسې دوسیې لرو چه زموږ مراجعین مریضان دې، کورنۍ ستونزې لري، امیدواره دي او یا هم واړه ماشومان لري. ډیرې ظالمانه تجربې به ولرو. زه په دې باور یم چې ډیر خلک به په هوایي ډګر کې د نه تلو لپاره کوښښ وکړي او حتې خلک به د ځان وژني کوښښ هم وکړي. دا هغه تجربې دي چې موږ د یوی انساني دیپورټ پالیسي د جوړولو له پاره ترې تیر شوي یو.» د میرمن زایدلر په نظر د دې قانون تر ټولو خرابه ماده همدا ده.

د امنو هیوادونو په لیست کې زیاتوالی

Deutschland Flüchtlinge LaGeSo Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

آلمان له ۱۹۹۳کال راهیسې د امن هیوادونو یو لست لري. هر وخت چې دا هیواد د ډیر شمیر کډوالو د راتګ بهیر سره مخامخ شي نو د همدې لست له مخې کولاې شي د هغو کسانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي چې اصلي هیواد یي په دې لست کې یو امن هیواد ګڼل شوی دی. اوس آلمان په دې لست کې البانیا، کوسوو او مونتیګرو هم شامل کړي دي.

د ادغام اوږده کورسونه

د دې نوي قانون یو مثبت اړخبیا د ادغام د کورسونو د مودې ډیروالې کڼل شوی دی چې د کډوالو له پاره د آلماني ژبی او د آلمان په اړه معلوماتو تر لاسه کولو له پاره ډیر ضرور دی. زایدلر وایي: «موږ له ډیر پخوا څخه د دې غوښتنه کوله خو دا په دې معنی نه دې چې دا کار به هغه نور ټول منفي اړخونه پټ کړي. دا د ټولو کډوالو غوښتنه وه. هغوې ټول وایي چې غواړي آلمانې زده کړي ترڅو وکولای شي کار وکړي. یوازینی دلیل چې کډوال آلمان ته راځي د کار او دندي پیدا کول دي. کله چې هغوې ویني دلته کار شته نو بیا ځان آلمان ته رسوي ځکه هغوې کار غواړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب