1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د آزاد بازار له لاري اقلیم ژغورل کیږي؟

۱۳۹۶ آبان ۱۴, یکشنبه

د جرمني د انرژۍ په سياست کي له بدلون راروستلو باوجوده د ۷ کلونو راهیسي دکاربن ډای اکسايډ توليد نه دی راکم سوی. معنی دا چي د اقليم ساتني په برخه کي پرمختگ نور ممکن ندی. نو ایا د اروپا د مضره ګازونو سوداگري کار نه ورکوي؟

https://p.dw.com/p/2n38B
Globus mit Stethoskop
انځور: picture-alliance/Chromeorange/

 جرمني دا د یوه مهم هدف په توگه ټاکلی دی، چي تر ۲۰۲۰ م کال پوري به د ۱۹۹۰ م کال په مقایسه تر ۴۰ فیصدو پوري د مضره ګازونو تولید راکموي. خو د «اگورا د انرژۍ تحول» د تیورۍ جوړولو د مرکز رییس پاتریک گرایشن په نظر دغه هیواد دخپل تعین سوي هدف څخه اوس ډیر لیري دی .

په داسي حال کي چه تر ۲۰۲۰ م کال پوري فقط دوه درې کاله پاته دي، د ۴۰ فیصدو په عوض دمضره ګازونو تولید یوازي ۳۰ فیصده کم سوي دي. دا هم پداسي حال کي ده، چي د ۲۰۰۵ م کال راهیسي د اروپايي ټولني د مضره ګازونو دراکړي ورکړي(سوداگرۍ) سیسټم هم وجود لري،د کوم پواسطه چي اصلأ باید د مضره ګازونو تولیداو انتشار راکم سوی وای؟

دا اصلأ څه ډول یو سیسټم دی او څنگه کیدلای سي د هغه پواسطه دمضره ګازونو انتشار او تولیدراکم سي؟ ددې له پاره چي د اقلیمي تغیراتو مخنیوی وسي، باید د کاربن ډاي اکسايډ توليد راکم سي، ځکه چه هغه د مځکي د گرمیدو اصلي عامل دی. طبعأ سړي کولای سوای د کاربن ډاي اکسايډ توليد کاملأ بند کړي او یا داچی هغه د بازار میکانیزم ته پریښوول سي او ددې لاري تعین سوئ هدف ترلاسه سي.  ددغې مفکورې تر شا اصلأ داهدف پروت ؤ، چي که کاربن ډای اکسايډ یو نرخ ولري او د شرکتونو دپاره د پیسو مسأله طرحه سي، نو کیدلای سي هغوی په نوي کيدونکي او مثمري انرژۍ کي پانگه واچوي، د تیلو او ډبرو له سکرو څخه صرف نظر وکړي او خپل تعین سوي هدف ته ورسیږي. دا په تیوري کي ښه خبره ده خو ایا د ازاد بازار میکانیزم عملأ کار هم ورکوي؟

دوې لاري ، یو هدف

په دې منځ کي په ټوله نړۍ کي ډیري سیمي موجودي دي، چي د کاربن ډای اکسايډ پرتولید باندي پیسې غواړي. ځینو هیوادو پرهغه باندي مالیات هم وضع کړي دي. حکومتونه د کاربن ډای اکسايډ د اندازې نرخ ټاکي او شرکتونه تصمیم نیسي، چي ایا او په کومي بیي سره هغوی کاربن ډای اکسايډ توليدوي او یا داچي په نوي کيدونکي او مثمري انرژۍ کي سرمایه گذاري کوي. په دې ډول سره نو بازار دا تعینوي ، چي مجموعأ څومره کاربن ډای اکسايډ باید هوا ته پورته سي.

دوهم امکان دا دی، چي د مضره ګازونو(افرازاتو) د تجارت یو سیسټم (EHS) رامنځته سي. په دې سیسټم کی دا مشخص کیږي، چي په کومي مجموعي اندازې سره یو هیواد او یا یو شرکت د کاربن ډای اکسايډ دتوليدولو اجازه لري او بیا نو هغه بازار ته پریښوول کیږي ، چه هغه ته یو نرخ وټاکل سي. په دې سیسټم کي شرکتونه جوازونه پلاس راوړي، چي پراساس یې هغو ته اجازه ورکول کیږي،چي یوه معینه اندازه کاربن ډای اکسايډ توليدکړي. که هغوی لږ تولید کړي، نو بیا کولای سي خپل جوازونه پرنورو باندي خرڅ کړي او که ډیر توليدکړي،نو باید اضافه جوازونه رانیسي. پدې ډول سره نو د بازار عرضه او تقاضأ د کاربن ډای اکسايډ نرخ هم ټاکي. په دغه سیسټم کي هم شرکتونه دې ته تشویقیږي، چي په نوي کيدونکي او مثمري انرژۍ کي پانگه اچونه وکړي. پردې سربیره هرکال د شرکتونو د هواککړیدو حقوق محدودیږي.د اروپا د مضره ګازونو دسوداگرۍ سیسټم کافي نه دی

تقریبأ ۱۳ کاله دمخه اروپايي ټولني ددغه ډول یوه سیسټم له پاره تصمیم ونیوئ، چي د ۲۸ غړو ترڅنگ ناروې،ایستلنډ او لیشتن شټاین هم د هغه سره ملگري سول. خو په دغه سیسټم کي یوازي د برق تولیدلو او لويي صنعتي فابریکې ورشاملي سوې، کومي چي په ټوله اروپا کي د ۴۵ فیصده مضره ګازونو دانتشار مسؤلیت ورپه غاړه دی. د ۲۰۱۲ م کال راوروسته په هغه کي په حقه سره هوايي ترانسپورټ هم ورشامل سو.

خو هغه څه چي د اقلیم دپاره ښه په نظر راځي، تر اوسه پوري یې عملأ اغیزه لږ وه. نو ایاد ازاد بازار معامله ناکامه ده؟ نه په هیڅ صورت نه، هغه کار ورکوي ، فقط سیاست دغه سیسټم سم پر لاري ندئ اچولی. اول داچي له پیل څخه ډیر جوازونه توزیع سول او یوه لویه اندازه یې حتی تحفه سول. په دغو تدابیرو سره حکومتونو غوښتل ددې مخنیوی وکړي، چي خصوصأ لويي انرژۍ مصرفونکي فابریکې، لکه د سمنټو او یا فولادو فابریکې له هیواده ونه وزي او خارج ته انتقال نه سي. سربیره پردې د ۲۰۰۸ م کال راهیسي د کاربن ډای اکسايډ ډیرلږ جوازونه تبادله سوي دي، تر هغه چي په بازار کي موجودی ول. د ډیرو جوازونو موجودیت ددې سبب سو، چي د کاربن ډای اکسايډ نرخ راکښته سي. لکه څنگه چي Climate Action Network شکایت کوي او وايي، په ۲۰۱۶ م کال کي مثلأ د یوه ټن کاربن ډای اکسايډ بیه ترڅلور یورو کښته معامله کیدله. د WWF څخه جولي دَ گرنپري هم پردغه حالت باندي انتقاد کوي اووايي، چه «په دې شکل سره د کاربن ډای اکسايډ کومولو تشویق ډیرلږ او تقریبأ هیڅ هم نه دی. دغه سیسټم نه سي کیدلای په دغه ډول سره دوام پیدا کړي.»

ځکه نو اوس اروپايي ټولنه غواړي په راتلونکي کي دغه جوازونه راکم او اضافه یې په کراره کراره سره له منځه یوسي، ترڅو د کاربن ډای اکسايډ بیه لوړه بوزي. خو پردې باندي باید د ټولني غړي هیوادونه، د اروپا پارلمان او داروپايي ټولني کمیساري یوې دقیقي او مشخصي فیصلې ته سره ورسیږي.

د حداقل بیي ټاکل

د جرمني د میونستر د پوهنتون څخه پروفیسر اندریاس لوشیل هم وايي، چي په اروپايي ټولنه کي دکاربن ډای اکسايډ بیه ډیره کښته ده او که دهغو بیي لوړي نه سي، باید جرمني یوازي داسي تدابیر وضع کړي، چي خپل تعین سوي هدف ته ورسیږي. هغه ته د رسیدو په خاطر یو امکان دادی، چي د کاربن ډای اکسايډ له پاره یو حداقل نرخ وضع سي. « انگلستان وختي لا دا کار کړی دی او سړئ ویني ، چي کامیابي یې هم په برخه سوې ده.» د گازو د کښتي بیي سره په تړاو د کاربن ډای اکسايډ لوړه بیه ددې سبب سوه، چي په انگلستان کي د گازو پواسطه ډیر برق تولید سي، نسبت سکرو ته . ځکه نو د لوشیل په خبره هلته د کاربن ډای اکسايډ توليد هم راکم سو.

خو دی وايي، چي په جرمني کي ددې ترڅنگ بایدداسي تدابیرهم وضع سي، چي د برق دستگاوي اویا لويي فابریکې خارج ته انتقال نه سي، چیري چي کاربن ډای اکسايډ ارزانه معامله کیږي او یا هیڅ بیه ونه لري. که هغوی د هغه ځای څخه خپل ارزانه محصولات جرمني ته راوارد کړي، په حقیقت کي نو دمضره ګازونو انتشار هم نه دئ راکم سوی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.05.2017):

USA Kohleindustrie
د امريکا په متحده ايالاتو کي اوس هم په لوړه اندازه معدني سکاره کارول کيږي.انځور: picture-alliance/AP Images/R. Dorgan