1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سپینې ماڼۍ پر میرکل احتمالي څارنه درولې وه»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

وال ستریت ژورنال د دوشنبې په ورځ د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله ویلي دي چې سپیني ماڼۍ د NSA له خوا د يو شمېر نړیوالو مشرانو د څارنې په اړه د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته دغه پروگرام درولی وو.

https://p.dw.com/p/1A75P
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه رپوټ په حواله د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت استخباراتي ادارې NSA د ۳۵ نړیوالو مشرانو تلیفونونه ثبت کړي ول خو دغه پروگرام بیا د سپینۍ ماڼۍ له خوا درول شوی وو. په هغو نړیوالو مشرانو کې چې د NSA له خوا په احتمالي ډول څارل کیدل د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، هم شامله ده.

وال ستریت ژونال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امریکايي چارواکي په پلان کي لري چې د NSA یو شمیر څارنیز پروگرامونه ختم کړي، خو د رپوټ په حواله تر اوسه پورې لا د دغو پروگرامونو د پای موده نه ده رسېدلې.

یو شمیر چارواکو چې په رپوټ کې یې نوم نه دی اخیستل شوی وال ستریت ژورنال ته ویلي دي چې NSA ډیر څارنیز پروگرامونه لري او د ټولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ته معلومات ورکول یو عملي کار نه دی. وال ستریت ژورنال روښانه کړې ده چې ولسمشر اوباما ته د عمومي څارنیزو لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکول کیدل او د هغه مرستیالانو بیا د دغو پروگرامو د جزئیاتو په اړه پریکړي کولې.

یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی والستریت ژورنال ته ویلي دي: «دغه پریکړي [د نړیوالو مشرانو د څارنې پریکړې] په NSA کې کیږي. ولسمشر د دغه شان څارنیزو پروگرامونو امرونه نه لاسلیکوي.»

امریکايي چارواکو له وال ستریت ژورنال سره په خبرو کې ویلي دي چې د یوه څارنیز پروگرام ختمول ډیر مغلق کار دی، ځکه د هغوی په خبره که NSA وغواړي چې د بېلگې په توگه پر میرکل باندې خپل څارنیز پروگرام پای ته ورسوي، نو دغه کار په هغه صورت کې ستونزمون کیدای شي چې میرکل له یوه بل نړیوال مشر سره په تماس کې وي چې هغه د NSA تر څارنې لاندې وي.

آیا اوباما په ۲۰۱۰ کال کې د میرکل د څارنې په اړه خبر وو؟

آلمانۍ اوونیزي «بیلد ام زونتگ» د یکشنې په ورځ د یو شمیر امریکایي استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي دي چې NSA په ۲۰۱۰ کال کې اوباما ته پر صدراعظمې میرکل باندي د خپل څارنیز پروگرام په اړه معلومات ورکړي ول. خو په واشنگټن کې د NSA ویاندي ویني واینیس، دغه خبره رد کړې ده او ویلي یې دي چې د NSA مشر هیڅکله هم د میرکل د احتمالي څارنیز پروگرام په اړه اوباما ته خبر نه دی ورکړی او نه یې په دې اړه له ولسمشر سره خبري کړې دي. دغې ویاندې ټینگار کړی دی چې هغه رپوټونه چې په دې اړه بل ډول معلومات ورکوي ناسم دي.

د امریکا د ملي امنیت ادارې NSA په اړه شخړه هغه وخت یو ځل بیا تازه شوه چې رسنیو د دغې ادارې د پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن، له خوا د افشا شویو اسنادو له مخې وویل چې NSA د آلمان د صدراعظمې په گډون د یو شمیر نړیوالو مشرانو تلیفونه څارلې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب