1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا امریکا له سوريې څخه خپل عسکر باسي؟

۱۳۹۷ فروردین ۱۵, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ له سوریې څخه د خپلو عسکرو را ايستلو پر پلان باندي ټینگار وکړ او ویې ویل، «کله کله ددې وخت رارسیږي، چي خپل ټاټوبي ته راسو.»

https://p.dw.com/p/2vTrc
Syrien US Soldaten Manbij
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. George

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ وویل چي داسي هیوادونه سته، چي غواړي امريکا په سوریه کي پاته سي، د مثال په ډول سعودي عربستان. خو«بیا نو دوی مجبوره دي، چي د هغه له پاره پیسې هم ورکړي. زه غواړم راووزم، زه غواړم زموږ عسکر خپل ملک ته راولم.» دا مهمه ده چي هغوی خپل هیواد اباد کړي.

یوازي مرگونه او ویرانۍ

ترمپ د خپلو خبرو په دوام کي زياته کړه چي«امريکا متحدو ايالاتو په منځني ختیځ کي اوه ميلیارده ډالره مصرف کړي، خو موږ بې له مرگونو او ویرانیو څخه بل شئ نه دی لیدلی.» باید وویل سي چي د امريکا د سوریې ماموریت د منځني ختیځ د اقناع کیدو له پاره نه دی، بلکي هغه له ترهگرۍ سره مبارزې ته وقف سوی دی. تر ټولو دمخه د داعش پرضد.

ترمپ ټینگار وکړ چي هغوی دغه افراطي اسلامپاله ډله تقریباً له منځه وړې او شکست یې ورکړی دی. خو اوس باید سړی «ډیر ژر تصمیم ونیسي.» دغه تصمیم باید له نورو سره په تفاهم کي وي.

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررييس ددې مشخص زماني پلان یاد نه کړ، چي څه وخت به له سوریې څخه د امریکايي عسکرو د راوتلو تصمیم اعلانیږي.

د امریکا خاص نماینده بل ډول زیگنال ورکړی دی

د ترمپ تردغه اعلان وروسته ډیري پوښتنی بې جوابه پاتیږي. دغه پوښتني هغه وخت نوري هم ډیري سوې، چي د داعش ضد بين المللي اییتلاف، د امریکا نماینده، برېټ میک گورک تقریباً په عین وخت کي بیا بل ډول زیگنال ورکړ. هغه ټینگار کړی، چي د امريکا متحدو ايالاتو ماموریت په سوریه کي له افراطيانو سره د مبارزې په خاطر دئ. :«دا زموږ ماموریت دی او هغه سر ته ندی رسیدلی. موږ غواړو دغه ماموریت پای ته ورسوو.»

تردې دمخه جمهوررييس دونالد ترمپ پر سوریې باندي یو ۲۰۰ ميلیونه ډالري مالي کومک هم بند کړی ؤ او په خبره یې باید نور هیوادونه د هغه غم وخوري. د مارچ میاشتي پر۳۰ نیټه باندي د وال ستریت ژورنال په حواله، دونالد ترمپ د سوریې د بیا رغوني د پروگرام تر ۲۰۰ ميلیونه ډالره اضافه پیسې کنگل کړي دي.

مجلې د حکومتي منابعو په حواله همدارنگه کښلي وه، چي ترمپ دغه فیصله تر هغه وروسته وکړه، چي یو رپوټ يې ولوست. په دغه رپوټ کي راغلي ول چي د کومکونو له پاره ۲۰۰ ميلیونه ډالره اضافه منظور سوي دي. دغه پیسې پخواني خارجه وزیر ریکس تیلرسن د تیرکال په فبرورۍ میاشت کي په کویټ کي د داعش ضد بين المللي اییتلاف پروخت منظور کړي وې.