1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکثره اروپايان د مهاجرو د عادلانه وېش پلويان دي

۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سه‌شنبه

د اروپايي اتحاديې په ټولو غړو هيوادونو کي يوه تر سره سوې نظر پوښتنه ښيي چي زياتره پوښتل سوي کسان د دې پلويان دي چي مهاجر په عادلانه توگه د ټولنو پر غړو هيوادونو وويشل سي.

https://p.dw.com/p/1Hw5T
انځور: Getty Images/M. Rietschel

د بېرتلسمان په نوم آلماني بنسټ د اروپايي اتحاديې په ټولو غړو هيوادونو کي يوه نظر پوښتنه تر سره کړې ده. ياد بنسټ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبرورۍ ۱۶مه نېټه) د آلمان په ګيونترسلوهه کي د دغه نظر پوښتني پايلي وړاندي کړې.

د ياد بنسټ په وينا په پوښتل سوو اروپايانو کي اکثريت د دې پلوي کوي چي د اروپايي اتحاديې پر غړونو هیوادونو باندي په عادلانه توګه پناه غوښتونکي ووېشل سي. زياته سوې ده چي اکثريت اروپايان د دې پلويان دي چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو کړکېچ ته يو گډ اروپايي حل وموندل سي.

د دغي نظر پوښتني له مخي د اروپايي اتحاديې په ۲۸ غړو هيوادونو کي د پوښتل سوو کسانو ۸۷ سلنه غواړي چي د اروپا دباندني سرحدونه بايد خوندي سي.

د دې تر څنګ د پوښتل سوو کسانو ۷۹ سلنه يعني له پنځو څخه څلور کسان د دې پلويان دي چي د دغي ټولني پر غړو هيوادونو دي په عادلانه توګه سره مهاجر او پناه غوښتونکي ووېشل سي.

د دې تر څنګ د پوښتل سوو کسانو ۸۰ سلنه غواړي چي د اروپايي هيوادونو تر منځ بايد د سفر آزادي پر ځای پاته سي. د پوښتل سوو کسانو ۶۹ د دې غوښتونکي دي چي د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيوادونه چي د مهاجرو په وېش کي ونډه نه اخلي، بايد ورته د اروپايي ټولني له اقتصادي مرستو څخه لږ برخه ورکړل سي.

دغې احصائيې ښوولې ده چي د مهاجرو د بحران په تړاو د اروپايي اتحاديې د نوو او پخوانيو ځينو غړو هيوادونو تر منځ د نظر توپير سته.

په هغو هيوادونو کي چي تازه د اروپايي اتحاديې غړي سوي دي تقريبا ۵۴ سلنه د مهاجرو د عادلانه وېش غوښتونکي دي.خو په زړو غړو هيوادونو کي ۸۵ سلنه پوښتل سوي کسان د عادلانه وېش غوښتنه کوي.

دغه نظر پوښتنه چي د ۲۰۱۵م کال په دسمبر مياشت کې د اروپايي اتحاديې په ۲۸ غړو هيوادونو کي تر سره سوې ده، پکښې۱۱۴۱۰کسان پوښتل سوي دي.

دغي نظر پوښتني ته د «اوی پي نيونس» نوم ورکړل سوی دی. د بېرتلسمان بنسټ دغه نظر پوښتنه د دې له پاره تر سره کړې چي د مهاجرو د بحران او پر نورو سياسي موضوعاتو باندي د اروپايي وگړو نظر او غوښتني معلومي کړي.