1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکثره آلمان په دې باور دي چې د میرکل ښې ورځي پای ته رسیدلي

۱۳۹۶ دی ۱۵, جمعه

د ۶۷ سلنه آلمانانو په آند انګلا میرګل نور د پخوا په شان مشره نه ده‌، خو هغوی یې بیا هم بدیل نه وین‍ي. یوه نوې سروې ښيي چې درې پر څلورمه برخه آلمانان بارو لري چې اوس نو په مسيحي دیموکرات اتحاد کې د بدلون وخت دی.

https://p.dw.com/p/2qNAH
Berlin Vorsondierung zur Regierungsbildung | Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

په یوه نوې نظر پوښتنه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ده، راغلي دي چې نزدې دوه پر دريمه برخه آلمانیا فکر کوي چې د صدراعظمي انګلا میرکل، تر ټولو ښې ورځي نوري تيري شوي دي.

دغه نظر پوښتنه «دې ویلت ورځپاڼي» او ARD رسنۍ کړې ده. ‍د نظر ‍پوښتنې په پایله کې راغلي دي چې ۶۷ سلنه آلمانان فکر کوي چې انګلا میرکل نوره هغه پخوانۍ مشره نه ده.

خو دا په دې معنی نه ده چې آلمانانو په بشپړه توګه پر خپلې مشري باندې باور له لاسه ورکړی دی، ځکه نزدې ۶۵ سلنه پوښتل شوي کسان اوس هم ‍‍‍‍په دې باور دي چې میرکل «ښه صدراع‍ظمه» ده.

د نظر ‍‍‍پوښتني ‍پایله ښيي چې تر دې لویه ستونزه دا ده چې د میرکل په مسیح‍‍ي دیموکرات اتحاد ګوند کې نور برجسته شخصیتونه نه شته او له همدې کبله دغه ګوند نه دی توانیدلې چې د صدراعظمې په توګه د میرکل تر۱۲کاله کار وروسته هم د هغې له ‍‍پاره کوم بدیل نه دی وړاندي شوی.

درې ‍پر څلورمه برخه آلمانانو ویل‍‍ي دي چې اوس په مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند کې «نوي پرسونل» ته اړتیا شته.

تر سلو ډیري ورځي خو بې حکومته

په نظر پوښتنه کې دې موضوع ته هم اشاره شوې ده چې که څه هم د آلمان له پارلماني ټاکنو نزدې ۱۰۰ ورځي تيريږي، خو بيا هم په پارلمان کې حاضر گوندونه نه دي توانېدلي چي نوی حکومت جوړ کړي. د آلمان پارلماني ټاکني د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر مياشتي پر ۲۴ نېټه ترسره شوې.

په ټاګنو کې د میرکل مسیح‍ي دیموکرات اتحاد او په بایرن ایالت کې يې متحد، مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونه ‍په ټاکنو کې په گډه ۳۲،۹ سنله رايي وگټلې، خو په دې نسبې کمزوره پایلي سره هغوی اوس د ایتلافي حکومت په جوړولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

په لومړی سر کې د میرکل ګوند له آزاد دیموکرات او زرغون ګوندونو سره ‍په خبرو بوخت وو، څو په اصطلاح د جامایکا ایتلاف رامنځ ته کړي،‌ خو دغه خبري اترې کومې پایلې ته ونه رسیدلې.

اوس یو ځل بیا له سوسیال دیموکرات ګوند سره د لوی ایتلاف د رامنځ ته کولو په موخه روانې دي. که څه هم یو لوی ایتلاف ښای‍ي له اقلیت حکومت څخه د خلاصیدو یوازینۍ لار وي، خو آلمانان دغه ایتلاف ته ډیر سترګې په لار نه ښکاري. نزدي ۴۵ سلنه آلمانانو ویلي دي چې هغوی د یوه لوی ایتلاف ملاتړي دي،‌ خو۵۲ سلنه نورو بیا ویلي دي چې په دې اړه کوم نظر نه لري.

dpa,afp(M.J/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: