1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپل په پټه د ایفون په برخه کې بخښه غوښتې ده

۱۳۹۶ دی ۸, جمعه

د ټکنالوژۍ د ډګر ستر شرکت اپل د هغو ایفون تلیفونونو له پاره چې د بطرۍ ورنټي یې پای ته رسیدلې او له امله یې د ایفون فعالیت زیانمن شوی، د بدلولو له پاره د ډیرو کمو پیسو وړاندیز کړی. د اپل پر ضد محکمه هم پیل شوې.

https://p.dw.com/p/2q5Md
Rückseite Smartphone iPhone 6
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Arriens

تر دې بخښنې څو وروځې وړاندي اپل منلې وه چې دوی د ځینو ستونزو د مخنیوي له پاره پخواني ایفونونه ورو یا آهسته کړي ول. څو ورځې مخکې وروسته له هغه چې اپل دا ومنله چې په قصدي توګه یې ځینې پخواني ایفون تلیفونونه اهسته کړي، یاد شرکت د جمعې په ورځ له خپلو پیرودونکو څخه بخښنه غوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په پیل کې اپل شرکت ویلي ول چې دوی د دې له پاره چې د پخوانیو ایفون تلیفونونو له ناڅاپه بندیدو مخنیوی وکړي کوم چې د بطرۍ د ستړي کیدو له امله پیښیدل، دوی اړ شول چې پخواني ایفون تلیفونونه کرار کړي. تر دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د یاد شرکت پر ضد پراخ غبرګونونه را وپاریدل.

اپل وروسته له هغې د خپلو تلفونونو د بطرۍ په هکله دغه ستونزه ومنله چې یو خپلواک څیړونکي خپلې موندنې خپرې کړي. نوموړي څیړونکي ویلي چې اپل په پټه توګه ځینې زاړه او پخواني ایفونونه کرار کړي. دا په داسې حال کې ده چې د دې ستر شرکت پر ضد اوس په محکمه کې د اتمې درجې یوه دعوه شوې. پر دې شرکت تور دی چې له خپلو پیرودونکو سره یې چل کړی.

iPhones von Apple
انځور: picture-alliance/dpa/dpa-Zentralbild/F. Gutierrez-Juarez

د دې په ځواب کي اپل اوس ویلي چې دوی به د ایفون ۶ او له هغې وروسته تولید شوو ایفونونو د بطریو د بدلولو بیه چې د ورنټي موده یې پای ته رسیدلې له ۷۹ ډالرو څخه ۲۹ ډالرو ته راکښته کړي.

اپل شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اوس هڅه کوي چې د خپلو پیرودونکو اعتماد بیرته ترلاسه کړي. په دې اعلامیه کې راغلي چې «موږ پوهیږو چې ځینې له تاسې داسې احساس لري چې ګواکې اپل تاسې ناهیلي کړی یاست. موږ بخښنه غواړو.»

خو پوښتنه دا ده چې ولې اپل د ایفون په کرارولو (ورو) لاس پورې کړی دی؟ اپل ویلي چې که چیرته دوی دغه تلفونونه نو وای کرار کړي، نو په دې صورت کې به دغه تلفونونه په ناڅاپه توګه بند شوي وای. یاد شرکت په پام کې لري چې د ۲۰۱۸م کال په جنوري میاشت کې خپل نوی اپډیټ وړاندې کړي، څو پیرودونکي وکولی شي چې د خپلو ایفونونو د بطریو د صحت په هکله ټول جزئیات وویني.

بله پوښتنه دا ده چې اوس به څه پیښیږي؟ اپل د هغو ایفون تلیفونونو د بطریو بیه چې د ورنټي موده یې پای ته رسیدلي وي، ډیره راښکته کړي او دغه څه به د نوي کال یعنې ۲۰۱۸م کال له جنوري میاشتې نه پیل او تر دسمبر پوري به په ټوله نړۍ کې ادامه ولري.

AP-Reuters-A.K

زموږ له ارشيف څخه: