1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا کې مهاجرو لاریون کړی دی

۱۳۹۶ شهریور ۵, یکشنبه

د ايټاليا پلازمينه روم کې په سلګونو مهاجرو او پناه غوښتونکو په یوه لاریون کې ګډون کړی دی. د رپوټونو پر اساس، مظاهره کونکو دغه لاریون د پوليسو د چلن خلاف پر ضد کړې ده.

https://p.dw.com/p/2ivNY
Italien Ausschreitungen Polizei & Flüchtlinge in Rom
انځور: ANSA/A. Carconi

ایټالیا کې پناه غوښتونکو د پولیسو د دې اقدام پر ضد لاریون کړی دی چې په کمپونو کې اوسیدونکي مهاجر په جبري توګه انتقالیږي. مظاهره کونکو له ځانه سره داسې پلاکاټونه ليږدول چې ورباندې «مهاجر تروريستان نه دي» او دې ته ورته نور شعارونه ليکل شوي ول.

ايټالوي پوليسو د تيرې پنجشنبې (اګست ۲۴مه) په ورځ نژدې سل تنه مهاجر چې د روم ښار په يوه مهمه څلورلاره کې سره راټول شوي ول، د تيزو اوبو په پاشلو سره له دغه ځايه لیرې کړل. پوليسو دا نه دي ويلي چې دغه مهاجر يې په څه دليل له دغه ځايه لیرې کړل. د دغو مهاجرو په اړه ويل شوي چې د افريقايي هيوادونو اريتريريا او ايتوپيا څخه دي.   

د ايټاليا پوليسو تيره اوونۍ هم نژدې ۸۰۰ مهاجر له يوې دولتي ودانۍ څخه په جبري توګه وایستل او يو بل ځای ته يې انتقال کړل. ياد مهاجر يوې څلور لارې ته نژدې دغې لويې ودانۍ ته په ۲۰۱۳ کال کې ننوتي وو او هم هلته اوسيدل.

د مهاجرت نړيوالې ادارې او په روم کې د بشر د حقونو سازمانونو هم د روم پر حکومت اعتراض کړی دی چې د ودانۍ د خالي کولو اقدام يې په ناڅاپي توګه او پرته له دې چې مهاجرو ته د مخه خبر ورکړي، ترسره کړی دی.

د ايټاليا د پلازمينې روم ښار واټونو پر غاړه هم د شپي له خوا مهاجر پراته وي، ځکه د روم حکومت تر اوسه پورې دغو مهاجرو ته هستوګنځايونه نه دي برابر کړي. اوسمهال ايټاليا کې ډیر شمير مهاجر شته او اروپايي اتحاديه هم د مهاجرت په چارو کې د روم حکومت سره خپلې ځانګړې مرستې جاري ساتلي دي.

مهاجر ايټاليا ته، د ليبيا له ساحلونو څخه په کښتيو کې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکې لارې ورځي. اوس د دغو مهاجرتونو د مخنيوي په موخه د ايټاليا د سمندري ځواکونو کښتۍ د ليبيا ساحلونو ته نژدې په سمندر کې ځای پر ځای کوي.

نور مطالب: