1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي: د ميانمار روهنگيا وسله والو هندوان وژلي

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په حواله روهنگيا ياغيانو په هماغه ورځ چې د ميانمار د پوليسو پر پوستو یې بريدونه کړي ول، تر۵۰ زيات هندوان هم وژلي ول. پر پوليسو دا بريدونو د حکومت له خوا د روهنگيا پر ضد د خونړيو عملياتو سبب شول.

https://p.dw.com/p/2yBLh
Myanmar Hindu Massaker
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

د بخښنې نړيوال سازمان نن، چهار شنبه (د ۲۰۱۸م کال د مي ۲۳ نيټه) په خپاره کړي رپوټ کې ویلي دي چې وسله والو روهنگيا په ۲۰۱۷م کال کې د ميانمار په ناامنه لويديځ کې په لسونو هندوان قتل کړي دي.

ايمنستي انترنيشنل پخپله نوي رپوټ کې د عيني شاهدانو او عدلي طب د پلټنو په حواله، د روهنگيا د آزادۍ اراکان افراطي وسله واله ډله، د لويديځ ايالت راخين په اه ناوک کامونگ کلي کې د ۵۳ تنو ښځو، ماشومانو او سړو په وژلو تورنه کړې ده.

د ايمسنتي په رپوټ کې راغلي دي چې عيني شاهدانو دوی ته ويلي دي چې يادي ډلې په يو بل نزدې کلي، باوک کيار کې هم په همدې ورځ لادرکه شوي ۴۶ کسان وژلي دي. همدا راز د اگست مياشتې پر ۲۶ نيټه په مايو تو گي نومې کلې کې هم شپږ تنه هندوان د همدې ډلې جنگياليو وژلي دي.

له پامه وتلي سرغړوني

پر بحران د غبرگون په برخه کي د بخښني نړيوال سازمان د برخې مشرې تيرانا حسن وويل: «په سیمه کې زموږ تازه پلټنو د راخين ايالت په بې ساري تازه تور تاريخ کې د روهنگيا د وسله والې ډلي هغه سرغړونې چې له پامه غورځول شوې وې، را سپړلي دي.»

د ميانمار حکومت لومړی د روهنگيا پر وسله واله ډله په اه ناوک کامونگ کلي کې په هماغه ورځ چې د پوليسو پر پوستو بريدونه شوي ول، د هندوانو د وژلو تور لگولی وو.

UN-Delegation besucht Rohingya-Flüchtlingscamp in Bangladesch
په سونه زره روهنگيا مسلمانان په بنگه ديش کې د مهاجرو په توگه ژوند کويانځور: Getty Images/AFP

خو دا تورونه ډير ژر د هغه خونړي غبرگون تر سيوري لاندي راغلل چې د ميانمار حکومت د پوليسو پر پوستو د بريدونو په ځواب کې ښوولی وو.

له اگست مياشتې راهيسې امنيتي ځواکونو کابو ۷۰۰ زره عام روهنگيا گاونډي هيواد بنگله ديش ته شړل دي چې د بشري حقونو مدافع ډلې او ملگري ملتونه ورته د نسل وژني يا نژاد پاکۍ د هڅې په سترگه گوري.

د عيني شاهدانو د گواښلو تور

هغه وخت هم د حکومت تورونه د بې اعتبارۍ ښکار شول چې بهرنيو ژورناليستانو د هندوانو د وژلو په اړه بيلا بيل خبرونه واوريدل. ژوندي پاتي شوي هندوان هم له روهنگيا سره يوځای بنگله ديش ته مهاجر شول. نړيوالي رسنۍ هم د خبرونو د ارزولو جوگه نه وې ځکه حکومت سيمې ته د ژورناليستانو تلل منع کړي ول.

خو ايمنستي وايي چې د روهنگيا تندلاري ډلې ژوندي پاته شوي او عيني شاهدان له څه ويلو څخه منع کړي ول او دوی یې گواښلي ول. خو هغو عيني شاهدانو چې په اکتوبر مياشت کې بيرته ميانمار ته ستانه شوي دي، ويلي دي چې دوی ډاډه دي چې د تندلاري ډلي چې ويل کيږي روهنگيايان دي، د وژنو مسوليت پر غاړه لري.

تندلارې روهنگيايي ډلې چې د روهنگيا د اراکان د آزادۍ د ډلې په نامه هم ياديږي، تر اوسه د ايمنستي پر رپوټ غبرگون نه دی ښکاره کړی.

Amp/rc(AP,AFP, Reuters)(B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: