1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايرلنډ بنگله دېش او ويست انډيز سکاټلنډ ته ماته ورکړه

سيد رياض۱۳۹۳ بهمن ۲۳, پنجشنبه

د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې، ایرلنډ بنگله دیش ته او ویسټ انډیز سکاټلنډ ته ماته ورکړه. په پام کې ده چې افغانستان به د جمعې په ورځ خپله دوهمه او وروستۍ لوبې د متحدو عربي اماراتو سره وکړي.

https://p.dw.com/p/1Ea5W
انځور: imago/ZUMA Press

د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام د پنجشنبي د ورځې (۲۰۱۵م کال د فبرورۍ ۱۲مه) په تمریناتي سیالیو کې په حیرانونکي توگه ایرلنډ بنگله دیش ته په ۴ ویکټو ماته ورکړه. د ایرلنډ لوبډلي د پچې یا ټاس تر گټلو وروسته د بنگله دیش لوبډلي ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د ایرلنډ بالران یا توپ اچونکي او همداشان توپ وهونکي په ننۍ لوبه کې ښه وځلیدل. د بنگله دیش لوبډلي له لومړي سره ښه پیل و نه کړ او لوبغاړي یې د ایرلنډي بالرانو پر وړاندې و نه دریدل. د بنگله دیش ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې تر ۱۸۹ منډو جوړولو وروسته وسوځیده. تر ټولو زیاتي منډي سومایا سرکار، جوړې کړې. هغه پر ۵۱ توپونو ۴۵ منډې وکړي. د ایرلنډ له خوا جون فرانسس موني او مکس سورنسن د مخالفې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

د ایرلنډ له خوا د منډو جوړولو پیل هم دومره ښه نه وو او یو وخت د ۶۴ په مجموعي منډو یې درې لوبغاړي سوځیدلي وو. خو تر هغه وروسته ایرلنډي توپ وهونکو لوبه کابو کړه او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ټاکلی هدف په داسې وخت کې پوره کړ چې لا هم ۱۹ توپه پاته ول.

د پنجشنبې په ورځ د ویسټ انډیز او سکاټلنډ تر منځ هم په زړه پوري لوبه وشوه. ویسټ انډیز سکاټلنډ ته یوازي په درو رنزونو ماته ورکړه. ویسټ انډیز لومړی خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه او په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د سکاټلنډ لوبډلي ته د ۳۱۴ منډو هدف وټاکه.

د ۳۱۳ منډو جوړولو ستر هدف له پاره د سکاټلنډ لوبډلې ښه پېل وکړ او تر ۷۵ منډو یې کوم لوبغاړی له لاسه ور نه کړ. خو تر هغه لږ وروسته د سکاټلنډ لوبډله یو څه تر فشار لاندي راغله او ۱۲۴ منډو وروسته یې درې لوبغاړي سوځیدلي ول.

تر هغه وروسته بیا سکاټلنډي توپ وهونکو لوبه را کابو کړه او تر وروستي توپه پوره یې مقابله وکړه، خو بریالي نه شول چې ویسټ انډيز ته ماته ورکړه. بالاخره په ټاکل شوو پنځوسو اوروونو کې د سکاټلنډ لوبډلې ۳۱۰ منډي جوړي کړې او ویسټ انډیز دغه لوبه یوازي په درو منډو وگټله.

په جنورۍ میاشت کې په متحده عربي آماراتو کې افغانستان له سکاټلنډ او ایرلنډ سره دوې، دوې لوبي وکړې چې افغانستان له هرې لوبډلي څخه یوه یوه لوبه و گټله.

په پام کې ده چې افغانستان به خپله دوهمه او وروستۍ تمریناتي لوبه د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۱۳مه) د متحدو عربي اماراتو سره د آسترالیا په مېلبورن ښار کې وکړي.

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ میاشتې پر ۱۴مه نېټه پيلیږي. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د نیوزیلنډ او سریلانکا تر منځ په کریست چرچ کې وي او بله لوبه به د آسترالیا په میلبورن ښار کې د آسترالیا او انگلستان لوبډلو تر منځ وشي. د نړیوال جام سیالیو پای لوبه به هم د میلبورن په لوبغالې کې د مارچ میاشتې پر ۲۹ نېټه وي.