1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران په افغانستان کي د امريکا د دايمي اډو په باب انديښنه لري

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د تيرو دوو مياشتو راهيسي د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيک قرار داد پر سر خبري پيل سوي دي.که چيري پر دغه تړون هوکړه وسي نو له مخه به يي کابل د امريکا دولت ته په خپله خاوره کي يو شمير دايمي پوځي اډې په واک کي ورکړي.

https://p.dw.com/p/111xS
«ايران بايد له دي څخه هيڅ راز انديښنه و نه لري»
«ايران بايد له دي څخه هيڅ راز انديښنه و نه لري»انځور: AP / Montage DW

دا په داسي حال کي ده چي د پنجشنبې په ورځ هم د امريکا د ولسي جرګي يو شمير غړو په کابل کي له ولسمشر کرزي سره وکتل.

د شاهي ارګ سرچيني وايي چي ولسمشر حامد کرزي او دغه پلاوي د دايمي اډو په باب په تفصيل خبري وکړې او د کرزي ټينګار دا وو چي د لويي جرګي هوکړه هم پر دغه سند اړينه ده.

اوس د کابل حکومت هڅه کوي خپل ګاونډيان په دي وپوهوي چي په افغانستان کي به د امريکا دايمي پوځي اډې دوی ته هيڅ راز زيان نه پيښوي.

د بهرنيوچارو وزارت سياسي معين جاويد لودين د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي وويل:

« ايران زموږد حکومت او امريکې تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون په باب انديښنه لري، دا انديښنه يي څو واري زموږ له حکومت سره شريکه کړې ده، خو يوه خبره چي ما ايراني چارواکو ته وکړه هغه دا وه چي که زموږ دولت له هر چا سره ستراتيژيکي اړيکي ټينګوي نو اصلي ټکی يې دا دی چي زموږ ګټي پکښي خوندي وي، او ايران بايد له دي څخه هيڅ راز انديښنه و نه لري».

هغه دغه راز وويل، دا چي ايران او يا بل هر ګاونډی په دې باب څه فکر کوي او ايا اند يي بدلون مومي که نه دا د هغوی کار دی.

تردې دمخه پاکستان،چين او د منځنۍ اسيا هيوادونو حتي روسيې د دغه سند په باب خپله انديښنه د کابل له حکومت سره شريکه کړې ول.

ايران او پاکستان هغه هيوادونه دي چي دمګړی په ميليونونو افغانان ژوند پکښي کوي.

لودين وويل چي له ايراني لوري سره يې د ايران په ښارونو کي د افغان کډوالو پر ستونزو او د يوه داسي کمېسيون د جوړولو پر سر هوکړي ته نږدې سوي چي له مخه به يې په هغه خاوره کي ټول بندي افغانان د دوی حکومت ته سپارل کيږي.

رسمي شميري ښيي چي شاوخوا ۵۰۰۰ افغان وګړي په ايران کي د بيلا بيلو جرمونو د تر سره کولو په جرم بنديان دي او په سلګونو تنه يې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل