1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران دوه نور توغندي ازمايلي دي

۱۳۹۰ دی ۱۲, دوشنبه

ایراني دولتي رسنیو ددغه هیواد د سمندري ځواکونو له خولې خبر ورکړی دئ، چې ایران د پوځي تمریناتو په وروستۍ ورځ په هورمز کي دوه نور ليري واټن ویشتونکي توغندی ازمویلي دي.

https://p.dw.com/p/13cou
په ايران کي د توغنديو ازموينه
په ايران کي د توغنديو ازموينهانځور: picture-alliance/abaca

دغه نوي توغندی د ۲۰۰ کیلومیترو (۱۲۰میله) په واټن کي خپل هدف په نخښه کولای شي.

د قوماندان، محمود موسوي، په وینا د قادر په نوم توغندی چي له بېړۍ څخه د مځکي پر سر او د نور په نوم توغندی له ځمکي څخه د مځکي پرسر هدف ویشتلای سي، ازمایل شوي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي ایران تیره ورځ « یکشنبه د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ لومړۍ نیټه» د فارس په خليج کي د پوځي تمريناتو په ترځ کي د اوږد واټنو توغنديو په ازمويلو پيل کړی دئ.

موسوي دا هم ويلي دي، چې د دوشنبې په ورځ به نژدې واټن ویشتونکی توغندی به هم و ازمایل شي. دغه توغندی په ۳۵ کیلومیترۍ کي خپل هدف په نخښه کولای سي.

د ایران خبري آژانس، ایرنا، د موسوي له خولې ویلي دي، چي د قادر توغندی د ایراني متخصیصنو له خوا جوړ شوی دئ او د خپل هدف په نخښه کولو توان لري. هغه زیاته کړې ده، چي دا لومړی ځل دئ چي د «قادر» ازموینه تر سره شوې ده.

هغه د ایران IRIB تلویزيون سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې نن « دوشنبه د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ د میاشتې دوهمه» هم له بېړۍ څخه د نور، توغندی آزموینه تر سره شوې ده.

موسوي زیاته کړې ده، چي د نور توغندی دغه نوی ډول د پخواني ماډل په پرتله ډیر مجهز دئ، چي د رادار ضد او خپل هدف د تعقیبولو په پیاوړي سیسټمونو سمبال دئ.

د موسوي په وینا دغه نوی توغندی تر هدف موندلو وروسته په آساني سره کولای شي چي هغه تعقیب او په نخښه کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل