1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران افغان مهاجر په سوريه کي جنگ ته اړباسي

۱۳۹۴ بهمن ۹, جمعه

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي دي چي د ايران سپاه پاسداران انقلاب په زرونو افغانان په سوريه کي د بشارالاسد په پلوي جگړې ته مجبوره کړي دي. خو ايران وايي چي افغانان پخپله خوښه دا کار کوي.

https://p.dw.com/p/1Hlmm
Syrien Kämpfe 05.04.2014 Idlib
انځور: Reuters

په نيويارکي د بشري حقونو د څار سازمان د بېړنيو حالاتو مشر پيتر بوکيرت د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۹مه) ويلي دي: «ايران نه يوازي افغان کډوال او مهاجر په سوريه کي جنگ ته تشويقوي، بلکي ځيني ئې له ايرانه په ايستلو گواښ سوي دي.»

هغه زياته کړې ده چي د دغو گواښل سوو افغانانو ډېری ئې اروپا ته تښتېدلي دي. خو تهران وايي چي په سوريه کي جنگېدونکي افغانان د سني افراطي ډلو پر ضد د شعيه گانو د مقدسو ځايونو د دفاع په خاطر داوطلبانه دغه هيواد ته تللي دي.

خو د يوه راپور له مخي هغه افغانان چي په سوريه کي جنگيږي په ايران کي د اقامت او مياشتني معاش ورکولو ژمنه سوې ده.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د آټکل له مخي په ايران کي نژدې درې ميليونه افغان مهاجر چي په خپل هيواد کي له کورنيو جگړو او زورزياتيو له ويري تښتېدلي مېشت دي. د دغو مهاجرو ۹۵۰۰۰۰ ئې په دغه هيواد کي د مهاجرت اسناد لري او پاته نور ئې غير قانوني دي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان له خوا دوو پوښتل سوو افغانانو ويلي دي چي د دوی دوستان د ايراني چارواکو له خوا مجبوره سوي دي چي په سوريه کي وجنگیږي.

د پوښتل سوو کسانو يوه ويلي دي چي د هغه شپږو تنو دوستانو چي په داوطلبانه توگه حاضر سوي ول په ۲۰۱۵م کال کي تهران او شيراز ته نژدې د ايراني چارواکو له خوا په يوه پوځي اډه کي نظامي زده کړي ورکړل سوي دي. خو څلور نور بيا ويلي دي چي دوی په زور دې ته مجبوره سوي ول.

سوريې ته لېږل سوي افغانان د دغه هیواد په ډېرو برخو په هغه جمله کي دمشق، حلب، حمص، ديرالزور، حما او لاذقيه او دغه راز د سوريې سره ته نژدې د اسرائيلو له خوا اشغال سوي گولان تپو ته نژدې جنگيږي.