1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا ملا برادر له سولې سره مرسته کولای شي؟

مسعود جهش۱۳۹۲ شهریور ۳۰, شنبه

کارپوهان وايٍي چې له زندان څخه د ملا عبدالغني برادر، آزادول د افغاستان د سولې له بهیر سره ډیره مرسته نه شي کولای او د دې امکان شته چې اسلام آباد د برادر په مرسته پخپله له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو هڅې وکړي.

https://p.dw.com/p/19lZN
انځور له ارشیف څخه: د سولې له بهیر سره یو ځای شوي طالبان له خپلو وسلو سره
انځور له ارشیف څخه: د سولې له بهیر سره یو ځای شوي طالبان له خپلو وسلو سرهانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د پاکستان حکومت د وسله والو طالبانو پخوانی مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر، د شنبې په ورځ آزاد کړ. که څه هم پاکستان ادعا کوي چې دغه کار یې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرسته کولو په موخه کړی دی، خو د طالبانو د چارو افغان کارپوه وحید مژده، وايي چې د ملا برادر آزادي د سولې له بهیر سره ډیره مرسته نه شي کولای. هغه زیاتوي: «د ملا برادر آزادي په هیڅ صورت د سولې د خبرو اترو د پیلیدو په معنی نه ده، ځکه طالبانو تل ویلي دي چې د هغوی هغه ملگري چې په زندانونو او یا هم کابل کې دي د دغې ډلې استازيتوب نه شي کولای.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د اګست په مياشت کې پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملا عبدالغني برادر د آزادولو غوښتنه وکړه. ولسمشر کرزي په عین حال کې پر دې خبرې باندې ټینگار کړی وو چې ملا برادر دې افغان حکومت ته وسپارل شي، خو پاکستان له دې کاره ډډه وکړه. په امنیتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز، په دې اړه ویلي وو: «کرزي غوښتل چې هغه [ملا برادر] دې افغانستان ته ولاړ شي. خو موږ داسې فکر کوو چې د دې له پاره چې دغه کسان د سولې په بهیر کې مثبت نقش ولوبولای شي باید هغوی د خپلې شورا او مشري د غوښتنو پر اساس اقدامات وکړي.»

سرتاج عزیر: «برادر باید لومړی له خپلو مشرانو سره وویني.»
سرتاج عزیر: «برادر باید لومړی له خپلو مشرانو سره وویني.»انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار، د ملا برادر د آزادي هرکلی کوي او وايي چې که په زندان کې پر هغه باندې تیر شوي وخت د برادر مفکورې ته بدلون نه وي ورکړی نو د طالبانو دغه پخوانۍ مرستیال مشر کیدای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پام وړ نقش ولوبوي. قاسمیار ټینگار کوي چې برادر د پاکستاني ځواکونو له خوا تر نیول کیدو مخکې معتدله دریځ درلود او له افغان حکومت سره یې خبرو اترو ته لیوالیتا ښولې وه. دا چې برادر به اوس په پاکستان کې پاتې شي او که افغانستان ته به ستون شي، په اړه یې قاسمیار وویل: «دا خبره ښايي په راتلونکو ورځو کې روښانه شي. خو د هغه اراده او آزاد نیت چې د چا تر اغیزې لاندې نه وي، زموږ له پاره د درناوي وړ دی.»

ملا برادر د طالبانو د ډلې د مشر ملا عمر، نزدې ملگری بلل کیږي. داسې هم ویل کیږي چې ملا عبدالغني ته د «برادر» لقب هم پخپله ملا عمر ورکړی دی. برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوی وو.

«پاکستان غواړي پخپله له ملا برادر څخه گټه پورته کړي»

وحید مژده وایي چې په اسلام آباد کې چارواکي په دې خبره پوهیږي چې که څه هم پاکستاني طالبان په خپل منځ کې په څو ډلو ویشل شوي دي خو دغه ټولې ډلې د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر، د خپل مشر په توگه مني. دغه کارپوه روښانوي چې اسلام آباد اوس له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو هڅې کوي او غواړي په دې بهیر کې د افغاني طالبانو له نفوذ څخه هم گټه پورته کړي. مژده زیاتوي: «د پاکستان له نظره د افغان طالبانو وساطت په خاصه توگه د ملا برادر په څیر کسانو مرسته کیدای شي د دغه هیواد د ستونزې د حل لار وي او له دې لارې د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.»

تر دې مخکې د روانې میاشتې په نهمه نیټه د سیاسي گوندونو مشرانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د پوځ چارواکو په اسلام آباد کې له پاکستاني یاغیانو سره د خبرو اترو پر لارو چارو باندې خبرې کړې وې. پاکستان پخوا هم له یاغیانو سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي چې له کبله یې د امریکا متحده ایالاتو نیوکې راپاریدلي دي. واشنگټن وايي چې د پاکستاني حکومت او په دغه هیواد کې د میشتو یاغیانو تر منځ د سولې تړونونه دغه یاغیان نور هم زړه ور کوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د اګست په مياشت کې پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملا عبدالغني برادر د آزادولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د اګست په مياشت کې پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملا عبدالغني برادر د آزادولو غوښتنه وکړه.انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

د افغان طالبانو له پاره د یوه بل دفتر د پرانیستلو امکان

وحید مژده وايي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر تر تړل کیدو وروسته، اوس افغان حکومت او امریکا متحده ایالات غواړي چې په یوه بل هیواد کې د دغې ډلې له پاره دفتر پرانیزي ترڅو د سولې بهیر دوام ومومي. د مژده په خبره د دې امکان شته چې افغان حکومت په همدې نوي ممکنه پرانیستل کیدونکي دفتر کې له ملا برادر څخه کار واخلي او د هغه په واسطه له طالبانو سره خپله اړیکه ټینگه کړي.

مژده روښانوي چې د دغه دفتر د پرانیستلو هدف ښايي د منځلارو او توندلارو طالبانو سر بیلول وي. خو هغه ټینگار کوي چې که افغان حکومت او امریکا متحده ایالات په دې کار و نه توانیږي نو بیا به هم په افغانستان کې جگړه دوام ولري: «که دغه نوي رامنځ ته کیدونکی دفتر چې هدف یې په دوو ډلو د طالبانو ویشتل دي، په دې کار و نه توانیږي نو بیا به هم په افغانستان کې جگړه دوام پیدا کړي.»

تر دې مخکې طالبانو په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانیستی وو چې د ولسمشر کرزي د سختو نیوکو په پایله کې بیرته وتړل شو. هغه وخت طالبانو پر خپل دفتر باندې سپین بیرغ ځړولی وو او د دفتر پر لوحې باندې یې «د افغانستان اسلامي امارت» عبارت ليکلی وو. کرزي دغه ډول دیپلوماتکې هڅې طالبانو ته د ډیر اعتبار ورکولو په معنی بللې وې او ژر تر ژره یې د لوحې او بیرغ د کښته کیدو غوښتنې کړې وې. د لوحې او بیرغ له کښته کیدو سره د طالبانو دفتر هم وتړل شو او په دې ترتیب سره د قطر د سولې بهیر له ماتې سره مخامخ شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب