1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا د کابل بريد « پر هسپانیې برید» ؤ؟

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

په کابل کې د هسپانیې سفارت ته نږدې د طالبانو له خوا د ترسره شوي برید په هکله د هسپانیې حکومت د آگاهې پر سیاست په پرله پسې ډول نیوکې کیږي.

https://p.dw.com/p/1HMbc
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

ټاکل شوې ده چې د دسمبر میاشتې په ۲۰ په هسپانیا کې پارلماني ټاکنې ترسره شي. طبیعي ده چې له ټاکنو څخه څو ورځې مخکې دا ډول نیوکې په دغه هیواد کې مناسب نه دي. دغه برید په هسپانیا کې د ۲۰۰۴ کال د ترهگریزو بریدونو ترخې خاطرې را ژوندۍ کړي دي.

د دسمبر میاشتې په ۱۱ د جمعې په شپه په کابل کې د هسپانیې سفارت ته نږدې د طالبانو له خوا یو برید ترسره شو، تر دغه برید لږ وروسته هسپانیوي چارواکو وویل چې د دغه برید هدف د هسپانیې سفارت نه وو.

د شنبې په ورځ د کابل تر برید وروسته د مادرید محافظه پاله حکومت وویل چې په همدې منځ کې «هیڅ فرضیه له پامه نه شو غورځولای» او باید فکر پرې وشي. د شنبې په ماښام د هسپانیې د مهمو گوندونو استازو یوه اضطراري غونډه وکړه.

د جمعې په ماښام د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۴ تنه طالبان د هسپانیې سفارت احاطې ته ور ننوتل. دغه برید د افغان ځانگړو ځواکونو له خوا په ۱۲ ساعتونو کې پای ته ورسول شو. په دغه پيښه کې د ۴ تنو طالبانو په گډون ټول ټال ۱۰ تنه ووژل شول. د کندهار پر هوایې ډگر تر برید وروسته دا په یوه اونۍ کې دویمه خونړۍ حمله ده چې د طالبانو له خوا ترسره کیږي.

د هسپانیې لومړي وزیر ماریانو راخوی، د جمعې په ورځ د خپل ټاکنیز کمپاین په څنډه کې ټینگار کړی وو چې د طالبانو د برید هدف چې په ترڅ کې یې د دغه هیواد دوه تنه اتباع ووژل شول، هیڅ کله هم د هسپانیې سفارت نه وو. هغه په دې ډول په نا اټکل شوې توگه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مخکنۍ څرگندونې رد کړې.

«پر هسپانیې برید»

د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر یورگه فرناندز دیاز،« پر هسپانیې د برید» خبره وکړه. په دغه هیواد کې د پارلماني ټاکنو څخه څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو برید د موخې په هکله د هسپانیوي مسئولینو مختلفې څرگندونې، هم هغه د جمعې په شپه په رسنیو کې له نیوکو سره مخامخ شوې وې.

د هسپانوي د پولیسو اتحادیې «یو. ایف.پي» په دې هکله پر حکومت سختې نیوکې کړي دي. د دغې اتحادیې په تویتر پاڼه کې راغلي دي: «څه دلیل موجود دی، هغه څه چې په کابل کې پیښ شول چې د هغې په هکله یې حقیقت پټ وساته؟ په بشپړ ډول روښانه ده چې د دغه برید موخه سفارت وو.»

البرت ریفیرا د ځوانانو د لیبرال «اتباعو» گوند اصلي نوماند د شنبې په ورځ د حکومت له خوا د معلوماتو د پټ ساتلو په هکله خبردارې ورکړ. د نظر سنجو له مخې دغه گوند په پارلماني ټاکنو کې ډیر مخکې دی.

د کابل برید په هسپانیې کې د اسلامي افراطیانو د برید یاد تازه کړ. د ۲۰۰۴ کال د مارج میاشتې په ۱۱په مادرید کې د اورگاډې په تم ځای کې د برید په نتیجه کې ۱۹۱ تنه وژل شوې ول.