ايا د يونسکو له نړيوالو ميراثونو څخه دغه ۱۰ پېژنئ؟
کال په کال يونسکو د بشر د نړيوال ميراث په فهرست کې نوي ځايونه ورزياتوي. د نړيوال ميراث د ورځې په پلمه د لسو هغو ځايونو انځورونه ووينئ چې په دې وروستيو کې دغه فهرست ته وراچول شوي دي.
د ايران کاريزونه
د ايران د قنات يا کاريز د اوبو رسولو او خړوبولو سيستم د نړيوال ميراث په فهرست کې يوازنی نوی تخنيکي سيستم دی چې ورزيات شوی دی. په دغو کاريزونو سره د ايران په وچو سيمو کې د اوبو ستونزه حليږي. په ايران کې بل ځای يعنې د لوت دښتې هم د نړيوال ميراث فهرست ته لاره موندلې ده. هغه د نړۍ تر ټولو توده سيمه ده چې د ايران له پاره اوس د نړيوال طبيعي ميراث لومړنی ځای ثبت شوی دی.
د هند د بوديزم مرکز
د نالندا ماهاويهارا په نوم د کنډوالو ښار د هند په شمال ختيځ کې موقعيت لري. دلته د هند تر ټولو پخوانی بوديستي پوهنتون موجود وو. په دغو معبدونو او د زده کړې په ودانيو کې د ۳ مې او ۸مې پېړيو په منځ کې عبادت او تدريس شوی دی. د نړيوال ميراث په فهرست کې د هيماليا په غرونو کې د کهانګچنړزونګا ملي پارک هم راغلی دی چې کنګلونه او باراني ځنګلونه پکې پراته دي.
د آلمان په شتوتګارت د لې کوربوسير ودانۍ
د مهندسۍ د چارو مينه وال د لې کوربوسير ودانۍ ښې پېژني. دغه کورونه د شتوتګارت ښار په وايسنهوف د استوګنې په سيمه کې پراته دي. يوه ودانۍ ورڅخه په ۲۰۰۲ کال کې په موزيم بدله شوې ده. په دغه موزيم کې ښودل کيږي چې مهندس لې کوربوسير په ۱۹۲۷ کال کې د عصري ژوندانه په هکله څه تصورات درلودل.
لرغونی تاريخ: د جبل طارق د ګورهام په نوم سمڅې
د جبل طارق په ختيځه برخه کې د انسان د تکامل اثار څلور ځانګړې سمڅې دي. د سمڅو په دېوالونو کې حکاک شوي شيان د نياندرتال انسان په دورې پورې ستنيږي. له لرغونو دورو څخه د هسپانيې په جنوب کې د انتېکېرا مېز ته ورته تيږې هم استازيتوب کوي. دغه مېګاليت قبرونه په ټوله اروپا کې ساری نه لري.
غرني انځورونه او لرغوني ځنګلونه په چين کې
په چين کې هم د نړيوال ميراث مشهور ځايونه شته. د هوا شان د غره انځورونه د لويوې ولس له ژوند او عنعناتو څخه نمايندګي کوي. دغه ولس د ژوجيانګ د سيند په اوږدو کې له ميلاده پنځه پېړۍ مخکې ژوند کاوه. د طبيعي ميراث په توګه د چين مرکزي ولايت هوبای د شېنونګجيا په نوم ځنګلي سيمه لري. هلته ډېر کمساري د بيزوګانو ډولونه او انواع ژوند کوي.
د ميکرونيزيا د مراسمو او عنعناتو مرکز
دا د ميکرونيزيا له پاره لومړنۍ د نړيوال کلتوري ميراث ساحه ده. د پوهنپې د ټاپو مخکې د ۹۹ مصنوعي جزيرو د پاسه د ماڼيو، معبدونو او قبرونو کنډوالې ولاړې دي. د ټاپوګانو د اوسېدونکو دغه مرکز ۵۰۰ کاله پخوا خپل پخوانی اهميت له لاسه ورکړ. نن سبا نن مادول يو ځل بيا له ګواښ سره مخامخ شوی دی. د اقليم د بدلون د وجې ښايي لوړې اوبه دغه کلتوري ميراث وګواښي.
د برازيل عصري مهندسي او د ودانيو ډولونه
د عصري وخت د ودانيو مجموعه د پامپولها په ناحيه کې يو کازينو يا قمارخونه رانغاړي، د نڅا يو تالار، د ګولف او کښتيو يو کلب او د ساو فرانسيسکو دې اسيس کليسا. د تفريح دغه سيمه په ۱۹۴۰ کال کې د اوبو د يوه مصوعي ډنډ چاپېره رغول شوې ده. د دغو طرحو پلانونه د برازيل وتلي مهندس، اوسکار نيماير، جوړ کړي دي.
په کاريبين کې د استعمار د وخت ودانۍ
تر اوسه پورې د انتيګوا او باربودا په نوم په ټاپو پراته دولت کوم نړيوال ميراث نه درلود. خو د کاريبين په سمندر کې پروت دغه هېواد له ۱۸مې پېړۍ څخه د استعمار د وخت ډېرې ودانۍ لري. يو مثال يې د «نېلسونس دوکي يارد» په نوم بندر دی چې د بريتانيا سمندري ځواک ورڅخه د کښتيو د جوړلو د بندر په توګه کار اخيسته او په يوه آرام ځای کې يې جوړ کړی دی.
د مکسيکو د اوبو لاندې خزانې
د رېويلاګېګيدو په نوم په ختيځ آرام سمندر کې پروت اخبيل يا د ټاپوګانو مجموعه د مکسيکو له پاره شپږم طبيعي نړيوال ميراث دی. د مکسيکو له خاورې لېرې هغه يوه ډېره طبيعي سيمه ده چې انسانانو پکې ګوتې ډېرې نه دي وهلې. دلته ډېر تر ګواښ لاندې راغلي ژوي ژوند کوي لکه لوی مانتا، نهنګ، دولفين، شارک او سمندري کيشپ. د اوبو لاندې نړيوال ميراث د دونګوناب او سنګانېب په نوم دوه ملي پارکونه په سوډان کې هم بلل شوي دي.
د کاناډا د سمندر غاړه
پخوا به د «ميسټېکن بوينت» په نوم د سمندر د غاړې په اوږدو کې کښتۍ ماتېدلې. نن سبا هغه د نيوفاندلنډ په جنوب ختيځ کې يوه بې سارې منطقه ده. د تيږو او کاڼو ۵۰۰ ميليونه کاله زاړه فوسيل شيان يعنې د لرغونو ژوو ډبرين پاته شوني په نړۍ کې په تر ټولو لرغونو دا ډول موندنو کې شمېرل کيږي. د چاد په انېدي سيمه کې لرغوني انځورونه د ډبرو د پاسه هم ډېر لرغوني دي. دغه سيمه هم د نړيوال ميراث فهرست ته ورزياته شوې ده.