1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا امريکا به افغانستان ته شا کړي؟

۱۳۹۵ آذر ۲۰, شنبه

اوباما له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو لړۍ ورو کړې ده او د دفاع وزير، اشتون کارتر د اوږدمهاله حضور خبره کړې ده. خو افغانان خپله بيا راتلونکي ته اندېښمن دي چي ښايي امريکا افغانستان ته شا واړوي:

https://p.dw.com/p/2U44G
Symbolbild Afghanistan USA Truppenabzug
انځور: Reuters

په کابل کې د ناټو د ملکي استازي، پخوانی مشاور، محمد شفيق همدم وايي چې دی اندېښنه لري، چې د افغانستان په موضوع کې لږه علاقه به طالبانو ته د دې فرصت ورکړي چې ميدان ته ورودانګي. همدم اوس د امريکا په ويرجينيا کې ژوند کوي او د افغانستان د وضعيت په هکله وايي:

«د امريکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتي کمپاين کې د افغانستان د موضوع نه شتون د اورپکو مقاومت ته زور ورکړی دی، چې دا خبره د اندېښنې وړ ده.»

همدم له متحده آيالاتو څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دې پاته شي څو د تېرو ۱۵ کالونو لاسته راوړنې وساتلی شي. نوموړی زياتوي چې «د داعش ګواښ، د روسيې قاطع ستراتيژي، د چين له خوا پر سيمې د تسلط لرليد، او پاکستان د يوه غيرثباته اتومي مملکت او د تروريزم د يوه حامي په توګه، په سيمه کې د امریکا او ناټو اوږدمهاله حضور ته اړتيا لري.» همدم دا هم وايي چې «که نړيواله ټولنه افغانستان شا ته پرېږدي، نو هغه به بل عراق جوړ شي او د تېرې لسيزې پانګه اچونه به هسې ضايع شي.»

۲۰ فعاله ترهګرې ډلې

په افغانستان کې د ناټو قوماندان، ستر جنرال جان نيکلسن، په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې په سيمه کې لا ۲۰ ترهګرې ډلې فعاليت لري، نوموړی زياتوي:

«که موږ له افغانستان څخه ووځو، نو لږ وخت وروسته به دغه تروريستي ډلې زموږ تر دروازې پورې رارسېدلې وي. موږ ډېر تکړه، ژمن او زړور افغان ملګري لرو چې زموږ د ملاتړ سره جګړې ته چمتو دي. هغوی غواړي چې خپل هېواد وساتي او دغه تروريستان مات کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانان له خپلو مشرانو سره چندان ډېره مينه نه لري. د آسيا بنسټ په نوم ټولنې داسې احصايه خپره کړې ده چې له مخې يې ۱۳ زره پوښتل شوي افغانان له خپل حکومت سره ډېره علاقه نه لري.

د رضايت تر ټولو ټيټه کچه

د دغه راپور له مخې يوازې «۲۹.۳ فيصده افغانان وايي چې هېواد يې په سم لور روان دی. دا په ۲۰۰۴ کال کې د دغه راپور د چمتو کېدلو راهيسې تر ټولو ټيټه د رضايت کچه ده. د ملکي تلفاتو د ډېرېدو او د تاوتريخوالي د زياتېدو له کبله د يوې لسيزې راهيسي تر ټولو زياته وېره خپره ده. نن سبا ۶۹،۸ فيصده افغانان د خپل شخصي امنيت له کبله اندېښمن دي.»

دا به ښايي هغه ميراث نه وي چې نړيواله ټولنه يې غواړي شا ته پرېږدي، خو همدم تر لاسه شوي نتايج تائيدوي. هغه وايي چې «د ملي يووالي د حکومت د جوړېدو راهيسې افغانستان په تر ټولو خراب اقتصادي، سياسي او امنيتي کړکېچ کې قرار لري او د پخوا په پرتله لا زيات بې ثباته شوی دی.»

د ناټو يوه بل مهم قوماندان، کورتيس سکاپاروتي، دغو چلنجونو ته غاړه ايښې خو زياتوي چې دا په دې معنی نه ده چې خلک د طالبان بيا راتګ غواړي. دی تمه لري چې وضع به بهتره شي کله چې حکومت «ټولو ولايتونو ته لاسرسی پيدا کړي او خلکو ته خدمات ورپه برخه شي.»

نيکولسن بيا په خپل وار د تېرو پنځلسو کلونو لاسته راوړنو ته اشاره کوي چې د ده په اند تل له پامه غورځول کيږي، لکه صحي خدمات، زده کړې ته لاسرسی او د ښځو ونډه په حکومت کې. نوموړی زياتوي چې د افغانانو د عمر تمه له ۴۲ کلونو څخه ۶۲ ته ختلې ده او دا چې د نويو زېږېدلو ماشومانو او ميندو د مړينې کچه په ورته وخت کې ټيټه شوې ده. نيکولسن زياتوي چې امنيت په ښه کېدو دی او دا چې «نه نن، نه د يوې مياشتې په ترڅ کې، خو ثبات به راشي چې نتيجه يې د خلکو رضايت او په ټول هېواد کې د امن د لمنې غوړېدل وي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.07.2015):