1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوسکار مارتینڅ د دويچه ويله د «بیان د آزادۍ جایزه»ترلاسه کړه

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

په بُن کې د دویچه ويله د رسنيو په نړيواله غونډه کې د ال سلوادور خبریال، اوسکار مارتینڅ د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه. نوموړي پر خطرناکه شرایطو سربیره د زورزياتيو او فساد په هکله رپوټونه ورکول.

https://p.dw.com/p/4SoOl
GMF 2023 | Freedom of Speech Award | Preisträger 0scar Martinez
د بیان د آزادۍ د جایزې گټونکی ، اوسکار مارتینیڅانځور: Bjorn Kietzmann/DW

اوسکار مارتینڅ په دې باور دی چې«چپه خوله پاته کیدل د هغه له پاره کوم انتخاب نه دی». نوموړي د یوه باجرأته خبریال په توګه د د خپلو رپوټونو له امله د دوشنبې په ورځ د جرمني د بن په ښار کې د بیان د آزادۍ د مدافع په توګه، د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

اوسکار مارتینڅ د لاتین امریکا یو له مشهورو تحقیقاتي ژورنالیستانو څخه دی. نوموړی ۴۰ کلن د »اِل فارو« چي د ځلیدونکي برج په مانا دی، آنلایني مجلې مسئول مدیر دی چې په ۱۹۹۸م کال کي یې په ال سلوادور کي بڼسټ کښیښودل سو او نن ورځ د لاتین امریکا تر ټولو مشهوره تحقیقاتي رسنۍ بلل کیږي.

GMF 2023 | Opening Session | Peter Limbourg
د گلوبل میدیا فورم د پرانیستلو په مناسبت د دویچه ویلی د عمومي مشر پیتر لیمبورگ ویناانځور: Ronka Oberhammer/DW

دغه خبریال په تیرو وختونو کې هم ډیری جایزې ترلاسه کړي دي. د مثال په ډول په مکسیکو کې د فرناندو بنیتزد ملی ژورنالیزم جایزه او د ماریا مورز کابوت جایزه چې د امریکا په وچه کې د غوره رپوټونو له امله خبریالانو ته ویاړ ورپه برخه کوي.

د رسنیو د آزدۍ له پاره مبارزه

د دویچه ويله د عمومي رئیس پیتر لیمبورګ په خبره: «اوسکار مارتینیڅ او د اِل فارو رسنۍ په ال سلوادور کي د رسنیو او بیان د آزادۍ له پاره مبارزه کوي. » هغه زیاته کړه: «پر رسنیو باندي فشار په ټوله لاتین امریکا کي وار په وار ډیریږي او په ال سلوادور کي ډېر لږ مستقل خبریالان سته او هغوی هم د دولت له خوا د غچ اخیستنی له گواښ سره مخامخ دي. موږ د دغي جایزې په ورکولو سره د اوسکار مارتینیڅ د جرأت ستاینه کوو چي پر شخصي خطرونو سربیره یې خپلواک معلومات د خپلو لوستونکو له پاره راټول او استولي دي.»

Gang Mara Salvatrucha Lateinamerika
اوسکار مارتینیڅ به د نورو ترڅنگ د مخدره موادو د بانډونو په هکله هم رپوټونه ورکولانځور: Moises Castillo/AP/picture alliance

له هغه راهیسي چي د تیر کال په مارچ میاشت کي حکومت اضطراري حالت اعلان کړی، په ال سلوادور کي د قانون له مخي داسي حقونه لکه د بیان او غونډو جوړولو حقونه لغوه سوي دي. مارتینیڅ وایی: « ژورنالیزم باید بیا هم په هغو تاریکو کونجونو کي وځلیږي چي حکومت غواړي همداسي تیاره یې پریږدي. زما په نظر ژورنالیزم باید د هغو پیښو بیان ته ادامه ورکړي چي واکمنان غواړي په اړه یې چُپ پاته سي.»

د ګلوبل میدیا د فوروم مهمه برخه

د دویچه ويله د بیان د آزادۍ جایزه له ۲۰۱۵م کال راهیسي د رسنیو هغو کارکوونکو او یا هم نوښتګرو ته ورکول کیږي چي په ډیرو هلو ځلو سره یې د آزادۍ د حقونو، په تیره بیا د بیان او رسنیو د آزادۍ له پاره مبارزه کوي.

DW Global Media Forum 2023
د ۲۰۲۳ م کال د گلوبل میدیا د فورم په غونډه کی د څه دپاسه ۲۰۰۰ میلمنو د راتگ هیله کیږي

له سعودي عربستان څخه د رایف بدوي په نوم بلاګر لومړنی کس وو چي د دویچه ويله دغه ډول جایزه یې ترلاسه کړه. تیر کال د اسوشيتډ پريس خبریال او لیکوال مستیسلاوف خورنوف او د عکسونو آزاد خبریال ایفګیني مالولیتکا ته پر اوکراین د روسیې د يرغل په هکله د هغوی د رپوټ ورکولو له امله د دویچه ويله دغه جایزه ورکړل سوه.

GP/BS/DW.Online